تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په ورځ کې پنځه زره ګامه تګ له وخته مخکې د مړینې خطر کموي
له اوږدې مودې راهیسې ویل کېږي، چې د ورځې ۱۰،۰۰۰ ګامه تګ د انسان روغتیا لپاره ګټور دی.
خو اوس یوې نوې څېړنې دا په ډاګه کړې، که په ورځ کې د ۱۰۰۰۰ پر ځای ۵۰۰۰ قدمه ووهئ، دا هم ستاسو پر روغتیا مثبت اغېز کوي.
د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ۲۲۶،۰۰۰ څخه د زیاتو کسانو ورځنی کار به ډېر دقت سره له مطالعې وروسته تحلیل دا په ډاګه کوي چې ان په ورځ کې ۴۰۰۰ قدمونه هم له وخته مخکې د مړینې خطر کمولو لپاره کافي دي.
په هر حال په ورځ کې ۲،۳۰۰ قدمه د زړه او وینې رګونو لپاره کافي ګټور دي.
څېړونکي وايي، هرڅومره چې تاسو تګ کوئ، هغومره ستاسو روغتیا ته ګټه رسوي.
څیړنو ښودلې ده، چې هره ورځ له ۴۰۰۰ څخه تر ۲۰،۰۰۰ قدمونو ترمنځ که هر ۱،۰۰۰ قدمه ور اضافه شي له وخته مخکې د مړینې کچه ۱۵ سلنه را کموي.
په پولنډ کې د لوډز د طبي پوهنتون او په متحده ایالاتو کې د جانز هاپکنز پوهنتون د یوې ډلې په وینا، په پښو د تګ ګټې نارینه او ښځینه ته رسیږي او هغه که د هر عمر وي.
په هر حال، د تګ ترټولو لویه ګټه له ۶۰ کلونو څخه کم عمر لرونکو خلکو ته زیاته رسیږي.
د لوډز پوهنتون پروفیسور ماکیج بنچ وايي: "سربېره پر دې چې د درملنې لپاره د عصري درملو شمېر مخ په ډیریدو دی، خو دا درمل یا د دوی کارول د سالم پاتې کیدو یوازینۍ لار نه ده. "
نوموړی زیاتوي: "موږ باید تل په دې ټینګار وکړو چې د ژوند ډول بدلولو په ګډون خوړو او تمرین ته هم باید زیاته پاملرنه وکړلی شي. او دا کولی شي د جدي ناروغیو لکه د زړه ناروغۍ یا د زړه د شریان ناروغۍ مخه ونیسي. له دې ټولو په اغیزمنه توګه ګټه اخیستل کولی شي فعاله او اوږد ژوند ور په برخه کړي."
د روغتیا نړیوال سازمان لخوا خپاره شوي شمېرې ښیي چې هر کال ۳.۲ میلیونه کسان د فزیکي فعالیت نشتوالي له امله مري چې په نړۍ کې د مړینې څلورم لوی لامل دی.