تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مصنوعي ځیرکتیا څنګه د تي سرطان د تشخیص اړوند لویې هیلې راټوکولې؟
سویډن کې یوې څېړنې وړاندیز کړی، چې مصنوعي ځیرکتیا (AI) کولی شي د تي سرطان طبی انځورونه په خوندي ډول ولولي.
څېړونکې ډلې چې مشري یې د لوند پوهنتون کوي موندلې، چې کمپيوټر کولی شي د سرطان ناروغي په هغومره موده کې تشخیص کړي چې په څومره کې یې دوه رادیولوژیستان تشخیصوي.
خو دوی وايي، نورو لا زیاتو څیړنو ته اړتیا ده.
دا باید په کره توګه معلومه شي چې کمپیوټر په خپل سکرین باندې د انځور له مخې د سرطان د تشخیص کومه چاره چې ترسره کوي له هغې څخه ګټه اخیستل کیدی شي او کنه؟
بریتانیا کې متخصصینو دا منلې، چې مصنوعي ځیرکتیا (AI) کولی شي کمپیوټر کې د تي سرطان د طبی انځور (screening images) په مطالعې سره لویې هیلې را وټکوي.
دا لومړی ځل نه دی چې مصنوعي ځیرکتیا د تي سرطان د ایکس رې مطالعې لپاره کارول کېږي.
له دې مخکې هم د ټکنالوژي په مرسته د تي سرطان طبی انځورونه ارزول کېدل په ځانګړي توګه هغه انځورونه چې متخصیصونو به وار له مخې ارزولي وو.
په دې څېړنه کې له ۸۰ زرو زیاتو میرمنو برخه اخیستې وه چې عمرونه په منځني ډول ۵۴ کاله وه.
په دې څېړنه کې نیمايي برخه اخیستونکې د دوو رادیولوژیستانو لخوا ارزول شوې یعنی د سینې د سرطان سکن انځورونه یې مطالعه شوي دي او نیمايي نور یې د مصنوعي ځیرکتیا (AI) لخوا ارزول شوې، چې وروسته یې بیا تشریح یوه یا دوو رادیولوژيستانو کړې ده.
په ټوله کې ۲۴۴ میرمنې د مصنوعي ځیرکتیا (AI) لخوا تشخیص شوې چې د تیونو په سرطان اخته دي او ۲۰۳ یې د انسانانو لخوا تشخیص شوې چې د تي سرطان په ناروغۍ اخته دي.
'ډېر هڅوونکی'
مخکښه لیکواله ډاکتر کریسټینا لینګ وايي، شونې ده چې له مصنوعي ځیرکتیا (AI) څخه ګټه واخیستل شي او په ټوله نړۍ کې د رادیولوژیستانو کمښت پوره کړي.
خو نوموړې زیاتوي، چې په دې برخه کې لا زياتو څېړنو ته اړتيا ده.
د دې چارې وړتیا او لګښت باید په بشپړ ډول معلوم کړی شي.
د بریتانیا د روغتیاپالنې ملي اداره (NHS) وايي، دا څېړنه خورا هڅوونکي ده، او پلانونه تر کار لاندې دي چې د بریتانیا د روغتیاپالنې ملي اداره کې له دې ټکنالوژۍ د ګټې اخیستنې غوره لارې پیدا کړي.