تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سوډان پوځ د پوهنتون پر انګړ په بمبارۍ تورن شوی
د کانګو جمهوریت ویلي د سوډان پلازمېنه خرطوم کې د پوهنتون پر انګړ د سوډاني پوځ بمبارۍ کې د دوی لس هېوادوال وژل شوي دي.
حکومت وايي دا برید د یکشنبې په شپه خرطوم کې د افریقا نړیوال پوهنتون پر انګړ شوی دی.
لا روښانه نه ده چې ایا په برید کې وژل شوي کسان محصلان وو او که کډوال.
ښايي د پوهنتون انګړ او ورڅېرمه ځایونو کې ګڼ بهرنیان د سرپنا لپاره ځای پرځای شوي وي.
د کانګو د بهرنیو چارو وزیر ویلي: "څه مو چې ډېر دردوي دا دي چې پوځ بمباري کړې ده او ښه پوهېده چې هلته بهرنیان هم شته".
له څو اونیو راهیسې د سوډان پلازمېنه کې د پوځي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده.
د چټک غبرګون ملېشې په ګڼو ولسي استوګنځیو کې ځای پر ځای شوې دي او پوځ پرې له هوا نه بریدونه کوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو کمېشنر فیلیپو ګرانډي پر ټویټر خرطوم کې د ۱۰ کډوالو پر وژل کېدو خواشیني ښودلې خو نور جزییات یې نه دي خپاره کړي.
د چټک غبرګون ځواکونو – چې له پوځ سره د واک پر سر خونړۍ جګړه کوي- ګنې دې برید ته په اشاره ویلي د یکشنبې برید د افریقايي کډوالو پر استوګنځي شوی او د کانګو د وژل شویو وګړو شمېر یې ۲۵ تنه اټکل کړی دی.
دوی پر ټویټر یوه وېډیو خپره کړې چې وايي د برید د ځای ده. په وېډیو کې د پوهنتون د انګړ له شا نه لوګی پورته کېږي.
په وېډیو کې ځینې کسان غږېږي چې یوه ترهېدلې ښځه هم پکې ده و وايي مېړه یې په برید کې وژل شوی.
دوی په عربي او لینګالا چې د کانګو دیموکراتیک جمهوریت په لوېدیځ کې یوه دود شوې ژبه ده، خبرې کوي.
یو سړی وايي: "موږ د کانګو یو... دلته ډېری خلک زموږ هېوادوال دي. نړیواله ټولنه چېرې ده؟".
په وېډیو کې د جومات یوه مناره هم ښکاري او بي بي سي د پوهنتون د یوه استاد په مټ د برید د ځای مالوم کړی دی.
د کانګو د بهرنیو چارو وزیر کریسټوف لوتوندولا ویلي هېواد یې له سوډاني حکومته د وضاحت غوښتنه کړې او تمه لري چې وژل شوي هېوادوال به یې خپلو کورنیو او هېواد ته په وړیا ډول ولېږدوي.
د کانګو حکومت له سوډان دا هم غوښتي چې په برید کې د ټپي شویو خلکو لپاره د وتلو لار پرانیزي.
تر اوسه د سوډان پوځ په دې تړاو د بي بي سي پوښتنې لا نه دي ځواب کړې.
په سوډان کې روانه جګړه اتمې اونۍ ته ننوتلې ده، چې تر اوسه پکې سلګونه ولسي وګړي وژل شويی او تر یو میلیون ډېر خلک له خپلو کورونو تېښتې ته اړایستل شوي دي.