تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سعودي عرب د سوډان جګړه کې د ښکېلو اړخونو تر منځ د خبرو کوربتوب کوي
د سودان په جګړه کې د ښکېلو اړخونو تر منځ د اوربند له څو ځله ماتېدو وروسته، سعودي عرب د شنبې پر ورځ د دوی تر منځ لومړی ځل د مخامخ خبرو کوربتوب کوي.
د سعودي عرب او امریکا متحدو ایالتونو په یوه ګډه اعلامیه کې له مذاکراتو مخکې د خبرو پیل هرکلی شوی دی. اعلامیه کې ویل شوي، د سوډان پوځ او د دې هېواد ملېشه ځواک ار اېس ایف تر منځ به په جده کې لیدنه وشي.
د یادونې ده، چې خبریالانو د جمعې پر ورځ هم له د سوډان له پلازمېنې خرطوم نه د پرلپسې نښتو رپوټونه ورکړل.
سوډان پوځ وايي، د خبرو هدف د بشري مرستو موضوع ده، خو ار اېس ایف بیا په دې هکله تر اوسه رسماً څه نه دي ویلي.
د سوډان پوځ تائید کړې چې جدې ته یې د خبرو لپاره پلاوی استولی، چې ملګرو ملتونو او د بشري مرستو برخه کې یې له ستونزو سره لاس او ګرېوان نورو خیریه بنسټونو غوښتنه کوله.
په دې هکله د سعودي او امریکا حکومتونو په مشترکه اعلامیه کې ویل شوي: ''له دواړو لوریو غوښتل شوي، چې د سوډان او د دې هېواد خلکو ګټو ته په پام سره د اوربند او کړکېچ ختمولو لپاره خبرې وکړي، چې ورسره به د سوډانیانو ستونزې هوارې او په اغېزمنو سیمو کې به بشري مرستو ته لاسرسی شونی شي.''
په اعلامیه کې دغه راز د خبرو غځېدو هیله څرګنده شوې، چې د سوډان ټول لوري پکې شامل شي.
د نژدې درې اونیو په دې نښتو کې سلګونه کسان وژل شوي او تر اوسه پورې نژدې ۴۵۰ زره کسان د جګړې له کبله له کور، کلي تېښتې ته اړ شوي دي.
دا جګړه د سوډان پوځي مشر جنرال عدالفتاح البرهان او ار اېس ایف مشر جنرال محمد حمدان ډاګالو د ځواکونو تر منځ روانه ده، چې د حمیدتي په نامه هم زیات شهرت لري.