د سوډان شخړه: میندې د موبایل په رڼا کې د زیږون عملیات کوي

د سوډان پلازمېنه خرطوم کې له یو څو په شمار روغتونونو پرته نور ټول د جګړې له امله تړل شوي دي.

هغه چې پرانیستي پاتې، ډېر کله د برېښنا له نشتون سره مخ وي او زیږون پکې هم د میندو او هم د روغتیايي کارکونکو لپاره د معمول پرتله خورا له فشاره ډک کار او سخته تجربه ده.

په ځانګړي توګه که د زېږون لپاره د جراحۍ عملیاتو اړتیا پېښه شي.

ډاکټرې هویدا احمد الحسن بي بي سي ته یوه ویډیو استولې چې پکې وايي: "مونږ د زیږون عملیاتو پر مهال د خپل مبایل پر رڼا تکیه کوو."

هغې دا ویډیو یوې مور ته د زېږون عملیاتو د ترسره کولو پر مهال ثبت کړې.

دستکشې یې په لاس دي، نورې ډاکټرانې یې شاوخوا ته راتاوې دي او د مبایل رڼاګانې یې ورته نیولي دي.

ډاکټره حسن له هغو ډاکټرانو یوه ده چې ،د اپریل په میاشت کې د پوځي ډلو تر منځ له سختو جګړو وروسته د درېو اوونیو لپاره د سوډان پلازمېنې خرطوم په شمال کې د "البان جدید" په نامه روغتون کې پاتې شوه.

نوموړې بي بي سي ته په را استول شوې وډیو کې هغه وارډونه هم ښودلي، چې په ډېرو سختو شرایطو کې د میندو زېږونونه پکې ترسره کېږي.

هغه وايي: "وضعیت واقعا خراب دی. مونږ په ورځو ورځو روغتون کې پاتې یوو. د وخت پېژندل مو بیخي هېر کړي، نه پوهېږو چې شپه ده که ورځ. لږ تر لږه روغتیايي کارکوونکي روغتون کې شته، خو کله چې برېښنا پرې شي د عملیاتو د ترسره کولو لپاره آن تېل نشته چې جنرتور پرې ولګوو."

د لوړ خطر زېږون

ډاکټره هویدا احمد الحسن وايي، د زېږون وارډونه له مېندوارو ښځو دک دي چې بېړنۍ روغتیايي پاملرنې ته اړتیا لري او ډېرې یې باید عملیات شي.

د هغې په ټکو:"مونږ د زیزون د عملیاتو پر مهال د برېښنا نشتون له امله لوړ خطر سره مخ یوو، د دې کار د ترسره کولو لپاره بشپړې سرچینې نه لرو. مونږ د بېهوښۍ د مشاورینو او متخصصینو په نشتون کې کار کوو. مونږ اړ یوو چې د زېږون هر عملیات لس ساعته وروسته ښځې رخصت کړو"

د روان کال اپرېل میاشت کې د ملګرو ملتونو د وګړو وجهي صندوق اټکل کړی و، چې دوه سوه ۱۹ زره مېندوارې ښځې خطر سره مخ دي.

ځکه چې د خرطتوم شاوخوا کې سخته جګړه روانه وه.

د جګړې پیل کې دغه سازمان اعلان کړی و چې، شاوخوا ۲۴ زره میندوارې ښځې به "راتلونکې اوونیو" کې زیرون وکړي.

بشائر الفاضل یوه له همدغو میندوارو ښځو ده چې له جګړې څو ورځې وروسته یې د زیږون عملیات وکړ.

بي بي سي سره یې په ویډیويي مرکه کې خپله ماشومه لور غېږ کې وه، چې د زېږون یې یوه اوونۍ کېږي، ویل یې نېکمرغه ده چې یو روغتون یې وموند چې پرانیستی و او هغه پکې بستر شوه.

هغې ویلي: "په کوڅو کې د چاودنو غږونه اورېدل کېدل. او زما د سیمې ټول روغتونونه تړلي وو"

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په وینا، په خرطوم کې هرو شپږو روغتونونو کې یوازې یو یې د بشپړ ظرفیت په درلودلو سره روغتیايي خدمتونه ترسره کوي.

آغلې الفاضل زیاتوي: "ما هڅه کوله روغتون پیدا کړم چې د زېږون عملیاتو ترسره کولو لپاره د بستر کېدو اجازه راته راکړي. زه ډېره نېکمرغه وم چې بلاخره مې د ملګرو او ډاکټرانو په مرسته یو روغتون وموند."

مېرمن الفاضل وايي، د زیږون پر ورځ یې دا او مېړه اړ و له ډزو چې، ټوله سیمه یې په سر راخیستې وه ځان وژغوري، تر هغې چې روغ رمټ روغتون ته ورسېدل.

"ما په ډېرو سختو شرایطو کې زیږون وکړ. آن ساده شیان لکه اوبه هم نه وې چې څوک یې وڅښي."

تاوتریخوالی لا هم روان دی نو ځکه دې مور و نه شو کړای چې خپل ماشوم ته ضروري واکسین وکړي او د زېږون اسناد ورته واخلي.

دا یوازې د آغلې بشائر الفاضل د ژوند سخته تجربه نه ده ،بلکه وايي‌ د هغې په څېر لسګونه نورې مېندوارې میندې روغتونونو ته په رسېدو کې ستونزو سره مخ دي او ډېرې خو یې بیا خپل ماشوم له لاسه ورکوي او ضایع کېږي.

د "اومدرمان" زېږون روغتون په سوډان کې تر ټولو لوی روغتون دی، چې د نښتو له پیلېدو څو ورځې وروسته وتړل شو.

د دغه روغتون د نسايي ناروغیو یو مشاور ډاکټر کامل کمال بي بي سي ته وویل، په سوډان کې د زیزون روغتونونه اوس بې کاره دي او په زرګونه مېندواره میندې د زېږون له خورا لوی ګواښ سره مخ دي.

هغه وايي: "که څه هم کره شمېر نشته خو اټکل کوو چې ډېرې میندوارې ښځې خپلو کورونو کې د زېږون له درده چیغې وهي"

نوموی زیاتوي:"زه ډاډه یم چې ډیرې داسې ښځې شته چې کورونو کې مري‌، خونریزي پیدا کوي، ماشوم زیانوي او روغتونونو کې درملنې ته لاسرسی نه لري."

ډاکټر کمال خبرداری ورکړ چې، جګړې په سوډان کې د میندوارو ښځو ته "ډېر زیان" اړولی دی.

روغتیا نړیوال سازمان وایی، ان مخکې له دې چې جګړه پیل شی هم سوډان نړۍ کې د میندوارو ښځو د مړینې تر ټولو لوی شمېر درلود.

"مونږ ژوند ورکوو دوی مو وژني"

قابلې د زیږون پر مهال مهم رول لوبوي، ځېنې یې له کوره د ناروغانو معاینه کوی او وضعیت یې ګوري.

یوې قابلې چې خپل نوم یې نه دی ښودلی بي بي سي ته ویلي،‌ له جګړې وروسته یې اوو ښځو سره د دوی په خوندي ډول او طبیعي زیږون کې مرسته کړې.

«وقتی تلفنی دریافت می‌کنم که از من می‌پرسند آیا می‌توانم به یک زن در حال زایمان کمک کنم، بی‌درنگ به سمت خانه این زن می‌روم.

هغه وايي: "کله چې راته زنګ راځي او رانه پوښتي چې آيا کولی شم یوې ښځې سره د هغې د ماشوم په زېږون کې مرسته وکړم، زه پرته له کوم ځنډه ځان کور ته رسوم. ډېر کله زیږون له کومې سختې ترسره کېږي. خو که کومه ستونزه وي باید مېندواره ښځه تر ټولو نږدې روغتون ته رسوم."

د نسايي‌ ناروغیو متخصصه ډاکټره الحسن وايي،‌ روغتون کې له ډېرو ستونزو سربېره بیا هم روغتیايي کارکوونکې هڅه کوي خپله روحیه لوړه وساتي‌ او د ماشومانو خوندي زیږون وکړي.

هغه وايي:"مونږ ژوند ورکوو، دوی مو وژني. مونږ د دوو کسانو ژوندي پاتې کېدو کې مرسته کوو یوه یې مور او بل یې ماشوم."