مصنوعي ځیرکتیا: مایکروسافټ 'چټ ‌جي‌‌پي‌ټي' شرکت کې میلیاردونه ډالر پانګونه کوي

مایکروسافټ شرکت ویليو په راتلونکو څو کلونو کې به د مصنوعي ځیرکتیا برخه کې میلیاردونه ډالره پانګونه وکړي. دا پانګونه د "اوپن اې ای" په نامه د "چټ جي‌پي‌ټي" د خواله پرمختللي پروګرام کې کوي.

په ۲۰۱۹ کال کې مایکروسافټ په دې شرکت کې – چې اېلان مسک یې او د ټیکنالوجۍ برخه کې سام التمان یې بنسټګر وو- یو میلیارد ډالر پانګونه وکړه.‌

مایکروسافټ پلان لري چې ۱۰ زره کارمنان له کاره وباسي،‌خو وايي د اصلي سټراټيژۍ برخو کې به د کارمنانو په ګومارلو پانګونه وکړي.

د مایکروسافټ اجراییوي مشر ساتیا ندیلا تېره اونۍ کارمنانو ته په یوه یادښت کې ویلي وو: "د حسابونو راتلونکې اصلي څپه به د مصنوعي ځیرکتیا له پرمختګ سره راڅرګندېږي".

دغه شرکت وايي، باور یې دا دی چې مصنوعي ځیرکتیا "پر شخصي کمپیوټر، انټرنېټو لېږدېدونکو وسیلو، او کلوډ حسابونو لوی اغېز لري".

"بېړنی حالت"

"چټ جي‌پي‌ټي" پروګرام - چې (اوپن اې ای) تولید کړی، پوښتنو ته د انسانانو قانع کوونکي ځوابونه ورکولی شي.

داسې انګېرنې هم شته چې کېدای شي دا ټیکنالوجۍ په ناسمو ځایونو کې وکاروله شي، لکه په ازموینو کې د زدکوونکو له نقل نیولې د مضرو پروګرامونو تر لیکلو ‌پورې.

خو باور دا دی چې دا ټیکنالوجي دا وړتیا لري چې د څېړنې په څېر په ډېرو صنعتونو کې یو انقلاب راولي.

مایکروسافټ د (بېنګ) په نامه یو لټون ماشین لري، که څه هم دا ماشین د ګوګل په څېر ډېر محبوبیت نه لري، خو ځینې وايي چې (چټ جي‌پي‌ټي) ګوګل شرکت ته یو ګواښ کېدلی شي.

"نیویارک ټایمز" ورځپاڼې ویلي، دا کار ګوګل دې ته اړایستلي چې د "بېړني حالت" اعلان وکړي، ځکه چې د دغه ۱۴۹ میلیارد ارزښت لرونکي شرکت د څېړنې د کارونو پر وړاندې یو سیال پروګرام ګرځېدلی شي.

ګوګل وړاندې د عمومي ګټې اخیستنې لپاره د مصنوعي ځیرکتیا سیستمونو له رایستلو ډډه کړې وه.

مایکروسافټ وايي "د مصنوعي ځیرکتیا باوري او خوندي سیستمونو جوړولو او تولید ته ژمن دی".

دا هم وايي چې (اوپن ‌جي‌پي‌ټي) ټیکنالوجي به په استهلاکي تولیداتو او جوړوونکو شرکتونو کې وکارېږي.