تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پاکستان ټاکنې: د پنجاب اسمبلۍ نويو ټاکل شويو غړو لوړه وکړه
په پاکستان کې له جنجالي ټولټاکنو وروسته په دغه هېواد کې د پنجاب صوبايي اسمبلۍ ته برياليو کانديدانو د جمعې په ورځ لوړه وکړه. د قومي اسمبلۍ د مرستيال د اعلان له مخې د پارلمان مشر او مرستيال به نن د شنبې په ورځ اعلان شي.
ټاکل شوې وه چې د اسمبلۍ د مشرۍ او مرستيالۍ لپاره نوماندان د جمعې ورځې تر مازديګره نومونه ثبت کړي، د رايو اچولو پروسه د شنبې په ورځ ترسره کېږي.
مسلم ليګ ن د پارلمان د مشر لپاره د ملک احمد خان او د مرستيال لپاره د ملک ظهير اقبال چاند نومونه ورکړي دي. سني اتحاد بيا احمد خان بچر د مشر او د مرستيال لپاره معين رياض قريشي نومولي دي.
د پنجاب اسمبلۍ ۱۷ نويو ټاکل شويو غړو په غونډه کې ګډون نه درلود، دا په داسې حال کې ده چې تراوسه د ۲۷ ځانګړو څوکيو لپاره د غړو د نومول کېدو فرمان هم نه دی خپور شوی.
د پنجاب اسمبلۍ ټولې ۳۷۱ څوکۍ لري چې پر ۲۹۷ يې استازي د ټاکنو له لارې غوره کېږي. پاتې ۶۶ څوکۍ ښځو او اته مذهبي لږکيو ته ځانګړې شوې دي.
د پاکستان د ټاکنو کميسيون له مخې د پنجاب اسمبلۍ کې ۱۳۸ څوکۍ خپلواکو نوماندانو ګټلې دي چې ډېری يې د تحریک انصاف ګوند ملاتړي دي. مسلم ليګ ن ۱۳۷ څوکۍ خپلې کړې، پيپلز ګوند ۱۰، مسلم ليګ ق اته او دوو ګوندونو يوه يوه څوکۍ ګټلې ده.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند وړاندې اعلان کړی و چې د ځانګړو څوکيو ترلاسه کولو لپاره به د دوی خپلواک نوماندان به په قومي او صوبايي اسمبليو کې له سني اتحاد کونسل ګوند سره يو ځای کېږي.
د بلوچستان اسمبلۍ: د ځانګړو څوکيو له وېش وروسته پيپلز ګوند ۱۷ او مسلم ليک ن ۱۶ څوکۍ لري
د بلوچستان په صوبايي اسمبلۍ کې د ښځينه وو او اقليتونو لپاره د ځانګړو څوکيو له وېش وروسته د پيپلز ګوند د څوکيو شمېر ۱۷ ته رسېدلی دی، دغه ګوند د يوه خپلواک کانديد ملاتړ هم لري.
مسلم ليګ ن د ۱۶ څوکيو په ګټلو سره دویم لوی ګوند دی او جمعيت علما اسلام د ۱۲ څوکيو په خپلولو سره په درېیم نمبر دی.
د بلوچستان عوامي ګوند (باپ) چې د ۲۰۱۸ کال ټولټاکنو کې يې په دې صوبه کې تر ټولو ډېرې څوکۍ ګټلې وې د مېرمنو لپاره ځانګړې شوې يوې څوکۍ په ترلاسه کولو سره څلورم لوی ګوند دی.
په بلوچستان کې د حکومت جوړولو لپاره د پيپلز ګوند او مسلم ليګ ن ترمنځ هوکړه شوې ده.
د بلوچستان اسمبلۍ کې ټولټال ٦٥ څوکۍ دي چې په ساده اکثريت سره د حکومت جوړولو لپاره ٣٣ غړو ته اړتيا ده.