پاکستان کې ټاکنې؛ تحریک انصاف ګوند له عمران خان پرته ټاکنيز کمپاين څه ډول کوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
په پاکستان کې د ټولټاکنو لپاره ميدان تيار دی، د کوچنيو او لويو سیاسي ګوندونو ټاکنیز کمپاين وروستي پړاو ته رسېدلی دی خو له بل پلوه د پاکستان پخوانی لومړی وزير عمران خان په اډیاله زندان کې بندي دی.
د تحريک انصاف ګوند ډېری مشران يا به زندان کې دي او يا هم پټ دي. د ټاکنيزې نښې (کرېکټ بېت) له لاسه ورکولو وروسته اوس د تحریک انصاف ملاتړي کانديدان په ازاد ډول په ټاکنو کې برخه اخلي. په داسې حال کې چې له اجازې پرته د کمپاينونو له امله د کانديدانو او پلويانو د نيولو خبر ورکول کېږي.
خو د پاکستان چارسمبالی حکومت، له ټاکنو مخکې دا ډول تورونه بې بنسټه بولي.
د خيبرپښتونخوا او پنجاب په بېلابېلو ټاکنيزو حوزو کې مو له سياسي فعالانو، کانديدانو او مشرانو سره خبرې کړې چې پوه شو له عمران خان او تحریک انصاف ګوند پرته به د ۲۰۲۴ ټاکنې څنګه ترسره شي.
له عمران خان پرته د تحریک انصاف ټاکنيز کمپاين څومره ستونزمن دی؟

د عکس سرچینه، EPA
عمران خان د توشه خانې (دولتي ډاليو پلور)، سايفر (محرم اسناد) او د واده د عدت قضيه کې د سزا له امله په اوسنيو ټاکنو کې برخه نشي اخيستلی. دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو کمېسيون د ګوندي ټاکنو په تړاو ترې د کرېکټ بېټ نښان هم اخيستی دی.
اوس د تحریک انصاف ګوند نوماندان د ازادو کانديدانو په ډول په ټاکنو کې ګډون کوي او بېلابېلې ټاکنيزې نښې ورکړل شوې دي. دغه ګوند د خپلو ملاتړو نوماندانو لست پر خپلو وېبپاڼو او ټولنيزو رسنيو شريک کړی دی.
د تېر ځل ۲۰۱۸ کال ټاکنو پرتله د خپلواکو نوماندانو شمېر دوه برابره دی. د قومي او صوبايي اسمبلیو لپاره ټولټال ۱۷ زره او ۸۱۶ کسان نوماند دي چې ۶ زره او ۳۱ یې د سياسي ګوندونو او ۱۱ زره او ۷۸۵ یې ازاد نوماندان دي، په دوی کې ګڼ شمېر هغه دي چې د تحریک انصاف ګوند د ملاتړ ادعا کوي.
د خيبرپښتونخوا په ځينو سيمو کې ټولو ته يو ډول زمينه برابره شوې ده خو په ځينو سيمو کانديدان په ځانګړي توګه هغه چې له تحریک انصاف ګوند سره تړاو لري وايي له ستونزو سره مخ دي.
کوثر بيبي چې د کور د کارونو ترڅنګ د ښځو د حقونو لپاره هم کار کوي. کله چې په ۲۰۲۲ کال کې د تحریک انصاف ګوند له خوا د عامه اړیکو کمپاين لپاره غونډې جوړې شوې وې، دې هم په کې ګډون درلود.
د تحریک انصاف ګوند د ټاکنيز کمپاين په اړه اغلې کوثر وايي، د ازادو نوماندانو لپاره چې د دغه ګوند ملاتړ کوي د رايو ترلاسه کول "ډېر ستونزمن" دي. په مردان کې د تحریک انصاف ګوند نورو ښځينه فعالانو وويل چې دلته د "وېرې فضا" خپره ده او هر ځای د دوی لپاره خنډونه دي.
کوثر او ځينو نورو ښځو په دې فکر په غونډو کې ګډون کاوه چې ښايي د ښځو د پوهاوي لپاره يو څه وکړي خو دا وايي، وروسته له هغه چې په هېواد کې سياسي وضعيت بدل شو، دوی په کور کېناستلې.

په مردان کې د تحریک انصاف ګوند ملاتړی عاطف خان پټ دی، خو بل نوماند علي محمد خان بيا له خلکو سره په اړيکه کې دی او په غونډو کې هم ګډون کوي.
د پي ټي ای يو مشر او په مردان کې د صوبايي اسمبلۍ لپاره نوماند ظاهر شاه طورو بيا کور په کور له خلکو غواړي چې ده ته رايه ورکړي.
د مردان په نوښار کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال هغه وويل، دی په ډېره چوپتيا خپل ټاکنيز کمپاين پر مخ وړي، 'کېدی شي پوليسو يا امنيتي کسان پرې خبر نه وي نو له همدې امله دلته څوک نه دي راغلي.'
دوی تور لګوي په ډېرو سيمو کې چې د دوی پلويانو پوسټرونه يا لوحې لګولې، د امنيتيکسانو له خوا نيول شوي دي. دی وايي، "زموږ کسان ځورول کېږي خو موږ بیا هم موږ هڅه کوو. زموږ ډېری همکاران د ټولنيزو رسنيو له لارې خلکو ته د ګوند او نوماندانو پيغامونه رسوي.
ده وويل، تر ټولو لويه ستونزه دا ده چې د دوی ټاکنيز نښان د کرېکټ بېټ بدل شوی او د ټاکنو له لوري نوي ورکړل شوي نښان ستونزې زياتې کړې دي.
د تحريک انصاف سيال ګوند عوامي نېشنل پارټۍ پخواني اعلی وزير حيدرخان هوتي وايي، دی پر هېڅ سياسي ګوند د بنديز پلوی نه دی.
خو امير حيدر خان هوتي وايي چې پي ټيای ستونزې "خپله جوړې کړې دي."
"دومره ستونزې دي چې تاسو ته يې نشم بيانولی"

تېرو ټولټاکنو کې د تحریک انصاف ګوند په ټول هېواد کې جلسې کړې وې چې په خپله عمران خان هم په کې ګډون درلود خو دا ځل وضعيت بل ډول دی.
د پنجاب په اټک کې د "وېرې کچه" د پښتونخوا پرتله خورا زياته ده. په ښار کې د سياسي ګوندونو او خپلواکو نوماندانو د کارکوونکو شمېر لږ دی. د تحریک انصاف ګوند پوسټرونه يا بيرغ هېڅ ځای نه تر سترګو کېږي.
له اټک څخه د تحریک انصاف دوه کانديدان پلار او لور دواړه پټ دي. هڅه مو وکړه چې له دوی سره اړيکه ونيسو خو بريالي نشو.
ځايي خبريالان وايي، چې له دې ولسوالۍ څخه د پاکستان د تحريک انصاف ډېری مشران او ملاتړي کانديدان پټ دي. په داسې حال کې چې پلويان یې هم د کمپاین اجازه نه لري.
د تحریک انصاف ګوند يو کانديد غلام عباس وايي، دا ځل ټاکنې له تېرو ټولټاکنو بشپړ توپير لري. "هېڅ اسانتيا نشته. ډېرې ستونزې دي چې تاسو ته یې نشم ويلي. "
غلام عباس زیاتوي چې د قومي اسمبلۍ کاندیدان د صوبايي اسمبلۍ د کاندیدانو پرتله زیات مشکلات لري خو د خلکو ملاتړ لا هم ورسره











