بریتانیا کې یو افغان سړی د هغې ماشومې په وژنه مجرم پېژندل شوی، چې لور یې بلله

    • Author, جېکب فانونس او پي اې میډیا
    • دنده, بي بي سي نیوز، ساوت ایسټ

د بریتانیا کینټ سیمې محکمه کې یو افغان سړی د هغې ماشومې وژنې مجرم پېژندل شوی، چې د لور په توګه یې د پالنې مسوولیت پر غاړه اخیستی و.

د قضیې له مخې جان غلامي نومي دې سړي د ماشومې زهره غلامي سر له دېوال سره وهلی و. زهره غلامي د ۲۰۲۰ کال د مې میاشتې پر ۲۷مه نېټه په سخت ټپي حالت کې موندل شوې وه او دوې ورځې وروسته یې د لندن په یوه روغتون کې ساه ورکړه.

د پنجشنبې پر ورځ بیا د بریتانیا میډسټون شاهي محکمې قضايي پلاوي ۳۳ کلن جان غلامي د رایو په اتفاق رسماً د ماشومې وژنې په جرم تورن کړ.

د نوموړي ۳۲ کلنه مېرمن رقیه غلامي د وژنې په قضیه کې بې ګناه بلل شوې، خو له ۱۶ کلنو کم عمره ماشوم سره د ظلم تور پرې لګېدلی او قضائیه پلاوی و نه توانېد د یوې ماشومې وژنې اجازې ورکړه کې یې د محکومولو پرېکړه وکړي.

غلامي هم له ۱۶ کالو کم عمره ماشوم سره د ظلم په جرم تورن شوی او د فبرورۍ پر ۱۶مه به یې سزا اعلان شي.

دې جوړې بیا له جرمه انکار کړی و. د کینټ سیمې پولیسو ویلي و، غلامي ادعا کوله چې دی د بازار ته په خوړو پسې تللی و، چې پېښه یې په کور کې رامنځته شوې.

د پولیسو یوه ویندوی کس بیا د متخصصو ډاکترانو د رپوټونو له مخې وویل، چې د زهره غلامي سر ځکه سخت ټپي شوی و، چې یا پر غولي ویشتل شوې او یا له دېوال سره وهل شوې وه.

د پولیسو په وینا د معایناتو پر مهال د ماشومې په بدن کې نور زاړه ټپونه هم موندل شوي وو، چې یو یې د ککرۍ په هډوکي کې او بل هم په مټ او ولي و.

زهره یوه ''خورا ځیرکه'' ماشومه بلل شوې، چې ''ډېره متجسسه'' وه او غوښتل به یې چې د هر څه په هکله پوه شي.

د کینټ پولیسو تحقیقاتي افسر روس ګرډن وویل: "زهره به اوس شپږ کلنه وه، ښوونځي ته به تله او د خپل شاوخوا په هکله به یې معلومات ترلاسه کول. خو د جان د تشدد له کبله یې د ماشومتوب عمر لنډ شو، داسې څوک چې باید یې پر دې پام کړی وای. "