بریتانیا کې یو افغان سړی د هغې ماشومې په وژنه مجرم پېژندل شوی، چې لور یې بلله

جان غلامي او مېرمن یې پر هماغه ورځ نیول شوي وو، چې زهره په ټپي حالت کې روغتون ته لېږدول شوې وه.

د عکس سرچینه، KENT POLICE

د عکس تشریح، جان غلامي او مېرمن یې پر هماغه ورځ نیول شوي وو، چې زهره په ټپي حالت کې روغتون ته لېږدول شوې وه.
    • Author, جېکب فانونس او پي اې میډیا
    • دنده, بي بي سي نیوز، ساوت ایسټ

د بریتانیا کینټ سیمې محکمه کې یو افغان سړی د هغې ماشومې وژنې مجرم پېژندل شوی، چې د لور په توګه یې د پالنې مسوولیت پر غاړه اخیستی و.

د قضیې له مخې جان غلامي نومي دې سړي د ماشومې زهره غلامي سر له دېوال سره وهلی و. زهره غلامي د ۲۰۲۰ کال د مې میاشتې پر ۲۷مه نېټه په سخت ټپي حالت کې موندل شوې وه او دوې ورځې وروسته یې د لندن په یوه روغتون کې ساه ورکړه.

د پنجشنبې پر ورځ بیا د بریتانیا میډسټون شاهي محکمې قضايي پلاوي ۳۳ کلن جان غلامي د رایو په اتفاق رسماً د ماشومې وژنې په جرم تورن کړ.

د نوموړي ۳۲ کلنه مېرمن رقیه غلامي د وژنې په قضیه کې بې ګناه بلل شوې، خو له ۱۶ کلنو کم عمره ماشوم سره د ظلم تور پرې لګېدلی او قضائیه پلاوی و نه توانېد د یوې ماشومې وژنې اجازې ورکړه کې یې د محکومولو پرېکړه وکړي.

غلامي هم له ۱۶ کالو کم عمره ماشوم سره د ظلم په جرم تورن شوی او د فبرورۍ پر ۱۶مه به یې سزا اعلان شي.

زهره د پالنې لپاره له افغانستانه راوستل شوې وه.

د عکس سرچینه، KENT POLICE

د عکس تشریح، زهره د پالنې لپاره له افغانستانه راوستل شوې وه.

دې جوړې بیا له جرمه انکار کړی و. د کینټ سیمې پولیسو ویلي و، غلامي ادعا کوله چې دی د بازار ته په خوړو پسې تللی و، چې پېښه یې په کور کې رامنځته شوې.

د پولیسو یوه ویندوی کس بیا د متخصصو ډاکترانو د رپوټونو له مخې وویل، چې د زهره غلامي سر ځکه سخت ټپي شوی و، چې یا پر غولي ویشتل شوې او یا له دېوال سره وهل شوې وه.

د پولیسو په وینا د معایناتو پر مهال د ماشومې په بدن کې نور زاړه ټپونه هم موندل شوي وو، چې یو یې د ککرۍ په هډوکي کې او بل هم په مټ او ولي و.

زهره یوه ''خورا ځیرکه'' ماشومه بلل شوې، چې ''ډېره متجسسه'' وه او غوښتل به یې چې د هر څه په هکله پوه شي.

د کینټ پولیسو تحقیقاتي افسر روس ګرډن وویل: "زهره به اوس شپږ کلنه وه، ښوونځي ته به تله او د خپل شاوخوا په هکله به یې معلومات ترلاسه کول. خو د جان د تشدد له کبله یې د ماشومتوب عمر لنډ شو، داسې څوک چې باید یې پر دې پام کړی وای. "