تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ګیلهمن وزیر نن په خپل کلي کې خاورو ته سپارل کېږي
اسلام اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي شورا د وژل شوي غړي 'ګیلهمن وزیر' جنازه خپل پلرني ټاټوبي ته رسېدلې، او ټاکلې نن جمعه تر غرمې وروسته خاورو ته وسپارل شي.
د ګیله من د جنازې قافله د پنجشنبې سهار له اسلام اباده وخوځېده د صوابۍ او پېښور له لارې، کوهاټ، کرک، بنو او همداسې پسې نږدې نیمه شپه وزیرستان ته ولېږدول شوه.
پر خواله رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د دې لارې په اوږدو کې د پرتو ښارونو زرګونه اوسېدونکي د نوموړي پر وژل کېدو د خواشینۍ ښودلو او نوموړي ته د درناوي لپاره ځای ځای سړکونونو ته راوتلي دي.
دوی د پښتون ژغورنې غورځنګ شعارونه ویل او د جنازې پر لېږدونکې امبولانس یې ګلونه شیندل.
پښتون ژغورنې غورځنګ او د ګیله من کورنۍ ویلي چې نوموړی به د جمعې پر ورځ له غرمې وروسته د شمالي وزیرستان رزمک کې په خپل کلي 'اسدخېل' کې خاورو ته سپارل کېږي.
د یادونې ده چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د پيټياېم غړو او ملاتړو هم خپل دغه مشر لپاره د دعا او غایبانه جنازې مراسم علان کړي دي.
ګیلهمن وزیر تېره یکشنبه د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد په بي-۱۷ سیمه کې د یوه ډله کسانو په برید کې مرګونی ټپي شوی و.
هغه درملنې لپاره د پېمز په نوم روغتون ته وړل شوی خو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پنجشنبې شپې ناوخته وویل، چې نوموړی د ژورو ټپونو له کبله مړ شوی دی.
د پيټيایم مشر او د ګیله من ملګرو په دغه برید کې د ښکېلتیا په تور د ځینو کسانو نومونه هم اخیستي، خو د پاکستان امنیتي ادارو تر اوسه څوک نه دي نیولي.
پولیسو وايي، په دې پېښه کې د تورنو شویو کسانو لټون روان دی.
منظور پښتین ویلي، د ګیلهمن له ښخېدو وروسته به خپل راتلونکي پلانونه اعلان کړي.