"کې-بیوټي": د دې مشهورو سینګار توکو د تولید په اړه څومره پوهېږئ؟

د عکس سرچینه، PureSeoul
- Author, ډیوېډ كان
- دنده, بي بي سي
د کوریا د پوستکي پاملرنې محصولات، چې د "کې-بیوټي " په نوم هم پېژندل کېږي، په ټوله نړۍ کې په پراخه کچه مشهور شوي دي.
تېر کال د جنوبي کوریا صادرات ۱۰.۳ میلیارده ډالرو ته رسېدلي، چې دې چارې په نورو هېوادونو کې د کاسمیټکس او سینګار توکو شرکتونه دې ته وهڅول چې د "کې-بیوټي" په بڼه داسې تولید پیل کړي، چې په کوریا کې نه دي جوړ شوي.
پوښتنه دا ده چې ایا د محصول په اصليت کې دا ډول ګونګتیا مهمه ګڼل کېږي؟
د "کې-بیوټي" محصولات له ۲۰۱۰ کال وروسته له نورو کلتوري کوریايي صادراتو سره یوځای نړیوال ډګر ته راووتل، چې په هغې کې کوریايي موسیقي ("کې-پاپ") او کوریايي ډرامې ("کې-ډراما") هم شاملې وې.
د "کې-بیوټي" په اډانه کې د پوستکي پاملرنې برخه یو څه پېچلی ده، ځکه چې دا تر لسو پورې بېلابېل پړاوونه لري، چې هر یو یې ځانګړي محصول ته اړتیا لري. دې کړنلارې په ټوله نړۍ کې خلک تر اغېز لاندې راوستي، چې د پلور په برخه کې د پام وړ زیاتوالي لامل شوی دی.
رسمي شمېرې ښيي چې د سوېلي کوریا کلني صادرات په ۲۰۱۱ کال کې له ۶۵۰ میلیونو ډالرو په ۲۰۱۷ کال کې ۴ میلیارده ډالرو ته لوړ شوي، معنا دا چې په شپږو کلونو کې شپږ چنده زیاتوالی راغلی دی.
د غوښت (تقاضا) دې لوی کچې زیاتوالي په درک کولو سره، د "Seoul Ceuticals" په نوم د ښکلا توکو یوه نښه (برانډ) په ۲۰۱۷ کال کې راڅرګنده شوه، چې نوم یې د جنوبي کوریا له پلازمینې، سیول په الهام اخیستل شوی دی.
د شرکت د پرچون سوداګرۍ اړیکو مشرې، ان ماجیسکي وویل: "موږ د 'کې-بیوټي' نړۍ ته د پاملرنې پرله پسې زیاتوالی ولید، نو موږ د دې غوښت د پوره کولو لپاره د پوستکي پاملرنې یو ځانګړي برانډ پر جوړولو پیل وکړ، په ځانګړې توګه کله چې موږ په متحده ایالاتو کې د دې لېوالتیا ولیده."

د عکس سرچینه، PureSeoul
هغې زیاته کړه: "موږ ډېره بریا ترلاسه کړه. موږ تمه لرو چې زموږ پلور به په ۲۰۲۵ کال کې له ۱۴ میلیونه ډالرو واوړي، او موږ د 'کی-بیوټي' محصولاتو لپاره پراخه نړیواله غوښتنه او منل ولیدل. موږ هند، لاتیني امریکا، اروپا او اسټرالیا ته د محصولاتو رسول پیل کړي دي."
خو د "Seoul Ceuticals" شرکت کوریايي الأصل نه دی، مرکز یې په امریکا کې دی او ټول محصولات یې هم هلته تولیدېږي.
دا شرکت خپله ترویج نه کوي چې مرکز یې په کوریا کې دی، خو ټینګار کوي چې دوی "اصلي او رښتیني د پوستکي پاملرنې کوریايي محصولات" تولیدوي.
دا ښايي متناقض وبرېښي، خو شرکت ټینګار کوي چې داسې نه ده، ځکه هغه توکي چې دوی یې په تولید کې کاروي، له جنوبي کوریا راځي.
ماجیسکي وویل: "زما په اند موږ په پیل کې ډېر محتاط وو، او غوښتل مو چې دا خبره په بشپړه توګه روښانه کړو چې ټول محصولات په متحده ایالاتو کې جوړېږي."
هغې زیاته کړه: "خو موږخپل توکي له کوریا ترلاسه کوو، او د صداقت او مشروعیت په خاطر وایو چې موږ د 'کی-بیوټي' نړۍ پورې اړوند یو برانډ یو."
سره له دې، د ټولو تر منځ د دې نظر پر منلو هوکړه نشته.
د کوریايي سینګار توکو شرکت "Hwarang Beom" ګډ بنسټ ایښودونکي، سونګ جو کیم وویل: "دا محصولات باید د کوریايي تولیدي شرکتونو لخوا جوړ شي."
جو کیم دا شرکت له خپلې مېرمنې الیسا اهونبا-کي سره چلوي، او که څه هم د دوی د شرکت مرکز په فنلینډ کې دی، خو له الیسا پرته د دوی د ټیم ټول غړي د کوریا دي، او ټول محصولات یې په جنوبي کوریا کې جوړېږي.
کیم وویل: "تر ټولو مهمه خبره چې موږ پرې موافق یو، هغه دا ده چې برانډ خپل نظرونه او محصولات د کوریايي لیدلوري له مخې رامنځته کړي."
هغه زیاته کړه: "دا په توکو، ډیزاین، یا نورو کلتوري عناصرو کې لیدل کېدلی شي، او هر هغه څه چې برانډ په روښانه ډول له کوریا سره تړي، یا لږ تر لږه د کوریا اغېز منعکسوي."
سره له دې، مېرمن او خاوند دواړه مني چې د "کی-بیوټي" تعریف لا هم پېچلی او مشخص کول یې سخت دي.
اهونبا-کي وویل: "زما په اند د 'کی-بیوټي' مفهوم تر ډېره حده مبهم دی، ځکه په بازار کې ډېر داسې برانډونه شته چې په بهر کې مېشتو کوریایانو لخوا تولیدېږي."

د عکس سرچینه، PureSeoul
هغې زیاته کړه: "همدارنګه داسې برانډونه شته، لکه لانکوم (Lancôme) او کلینیک (Clinique)، چې خپل محصولات په کوریا او جاپان کې تولیدوي، خو دا کار د دې برانډونو لپاره دا طبقه بندي نه رامنځته کوي چې جاپاني یا کوریايي وي."
اوسمهال د کی-بیوټي کوم رسمي تعریف نشته، او نه هم د هغې د اصلي سرچینې لپاره کوم قانوني خوندیتوب شته، لکه چې د شیمپین یا پارمیجیانو ریجیانو پنیر په څېر محصولاتو کې معمول دی.
د "کې-بیوټي" صنعتي سازمان په وینا، چې د جنوبي کوریا د حکومت لخوا په رسمي ډول پېژندل شوې سوداګریزه اداره ده، تر اوسه د رسمي تعریف رامنځ ته کولو اراده نشته.
د ټولنې مشر، چانګ نام جانګ وویل: "زموږ ټولنه اوسمهال پر دې پام کوي چې د 'کی-بیوټي' پراختیا او ځلېدا ته پراختیا ورکړي."
هغه زیاته کړه: "په داسې حال کې چې دا لېوالتیا په اسیا کې ریښې لري، خو په اروپا او متحده ایالاتو کې یې یوازې پیل دی، او موږ نه غواړو چې پر شرکتونو د کومو بندیزونو په لګولو سره یې وده وځنډوو."
سره له دې، دغه ټولنې خپل غړي پر ځینو قواعدو مکلفوي. شرکتونه باید په جنوبي کوریا کې ثبت شوي وي، او خپل محصولات له رسمي ازموینو تېر کړي او د کوریا د خوړو او درملو ادارې (KFDA) منښته ترلاسه کړي، چې دا موافقه په جنوبي کوریا کې د سوداګرۍ لپاره یو بنسټي شرط دی.
نام جانګ وویل: "که محصول د کوریا له اقلیم او چاپېریال سره سم جوړ شي، او د کوریا په بازار کې د سوداګرۍ وړ محصول په توګه وپېژندل شي، نو موږ به یې په رسمي ډول د 'کی-بیوټي' محصول په توګه ومنو."
د "Hwarang Beom" شرکت دا خبره مني او د کوریا د خوړو او درملو ادارې منښته یې ترلاسه کړې ده. همدارنګه د "Seoul Ceuticals" شرکت د سازمان د منښتې ترلاسه کولو لپاره خپل پړاونه پیل کړي، چې خپل محصولات په جنوبي کوریا کې مصرفوونکو ته وړاندې کړي.
د ۲۰۲۴ کال په پرتله په ۲۰۲۳ کال کې د کی-بیوټي محصولاتو صادرات له جنوبي کوریا په سلو کې ۲۰ زیات شوي، نو دا سکټور ډېر ګټور پاتې کېږي، که تولیدي شرکتونه کورني وي یا بهرني.
جنوبي کوریا اوسمهال له فرانسې او امریکا وروسته په نړیواله کچه د سینګار توکو په صادراتو کې درېیم ځای لري.
سره له دې، د دې بریا په پایله کې جعلي او تقلبي محصولات هم راڅرګند شوي دي.
د مارک ویژن (Mark Vision) شرکت اجرایوي رییس، مارک لي، چې مرکز یې په متحده ایالاتو کې دی او د جعلي محصولاتو د موندلو او د هغوی د وېش د مخنیوي په برخه کې شرکتونو سره مرسته کوي، وايي: "د کوریا د یو لوی کاسمیټکس برانډ لپاره، چې نوم یې نه شم اخیستلی، موږ په دې وروستیو کې د هغې د اصلیت ازموینې لپاره د امریکا په لویو بازارونو کې ۲۹ ځایه پېرودونه وکړه، چې ۲۶ یې جعلي وو، دا د ۹۰ سلنه تقلید کچه ښیي."
دا شرکت توانېدلی چې په ۲۰۲۴ کال کې یوازې په امریکایي بازار کې د ۲۸۰ میلیونه ډالرو په ارزښت جعلي کی-بیوټي محصولات ومومي.
د جعلي محصولاتو لوی شمېر د کی-بیوټي یوې مینوالې، ګراسي ټولییو، ته سخته ناهیلي پیدا کړې ده، او ویلي یې دي: "آنلاین د کی-بیوټي محصولاتو پېرلو تجربه ډېره وېروونکې وه."
دې تجربې ټولییو، چې په لندن کې مېشته ده، دې ته وهڅوله چې په ۲۰۱۹ کال کې د "پیور سیول (PureSeoul)" په نوم یو شرکت جوړ کړي، چې دا یو پرچون پلورنځی دی چې په اصلي کی د سینګار محصولاتو کې تخصص لري، او محصولات په مخامخ ډول له کوریايي تولیدوونکو واردوي.
هغې وویل چې هغه پېرودونکي چې پلورنځي ته شکمن محصولات راوړي، یوازې هغه مني، چې د هغوی اصلیت تایید کوي.
هغې زیاته کړه: "زموږ پېرودونکي هم کله کله پر انټرنېټ د جعلي محصولاتو ټیټو بیو ته لېواله وي، او ډېر کله لسو کې نهه محصولات اصلي نه وي."








