تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د هند هغه مشهور میلیاردر ومړ چې د نړۍ ارزانه موټر یې جوړ کړل
د هند مخکښ سوداګر رتن ټاټا د ۸۶ کلونو په عمر د چهارشنبې په شپه (۰۹/۱۰/۲۰۲۴) د هند په ممبۍ ښار کې مړ شو.
د نوموړي د مړینې خبر د ټاټا ګروپ لخوا رسما اعلان شو.
رپوټونه وايي، چې نوموړی د ممبۍ په یوه روغتون کې د ناروغۍ له کبله بستري و او هالته یې ساه ورکړه.
د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه وګړو په بېلابېلو ډولونو د رتن تاتا مړینې ته درناوی وړاندې کوي.
د رتن ټاټا مړی د خلکو لخوا د درناوي وړاندې کولو لپاره د هند په وخت تر ۳:۳۰بجو پورې د ممبۍ په کلتوري مرکز کې اېښودل شوی و.
د غه جنازه به د پنجشنبې په ماښام له رسمي مراسمو وروسته خاورو ته وسپارلی شي. د نوموړي مړینه د هند د سوداګرۍ صنعت لپاره لوی زیان دی.
ټاټا ګروپ د هند هېواد یو له لویو شرکتونو څخه دی، چې کلني عاید یې له ۱۰۰ میلیارد ډالرو څخه ډیر دی.
نوموړی هغه مهال لا ډېر مشهور شو چې په ۲۰۰۸ کال کې یې د نړۍ تر ټولو ارزان بیه موټر په هند کې جوړ کړل.
هغه مهال یې ویلي و، د ده لپاره مهمه دا ده چې هند کې هغه خلک موټر تر لاسه کړي چې ګران بیه موټرو د پېرلو وس نه لري.
همدارنګه د هند وتلي سینیمايي ستوري ځینې په زړه پورې شیبې هم یاد کړې چې دوی یوځای سره تېرې کړې وې.
رتن ټاټا د هند یو له ډیرو پېژندل شویو نړیوالو سوداګریزو مشرانو څخه و، او ټاټا ګروپ د یاد هېواد یو له لویو شرکتونو څخه دی.
د ټاټا ګروپ پخوانی مشر رتن ټاټا له ۲۰ کلونو څخه ډیر وخت لپاره یې یاد شرکت پرمخ وړی او شهرت یې تر نړیوالې کچې ورساوه.
د نوموړي د مشري په بهیر کې یاد شرکت مخکښ نړیوال برنډونه لکه د بریتانیا موټر جوړونکی برنډ جاګور لینډ روور او نړۍ کې د چای دویم لوی شرکت ټیټلي یې وپېره.
رتن ټاټا په ۱۹۳۷ کال کې په یوه دودیزه پارسي کورنۍ کې زېږېدلی و. نوموړی یو ډېر شرمناک هلک و چې په ممبۍ کې خپلې انا لوی کړی و.
ښاغلي رتن ټاټا د متحده ایالاتو په کورنیل پوهنتون کې د معمارۍ او ودانیزې انجینیرۍ کې زدکړې کړې وې.
په ۱۹۶۲ کال کې د ټاټا صنعت سره یوځای شو دې ګروپ کې د مرستیال په توګه کار کار پیل کړ او په جمشید پور کې د یاد شرکت په یوه فابریکه کې یې شپږ میاشتې روزنه هم ورکړې وه.
له دې ځایه د ټاټا اوسپنې او فولادو شرکت چې اوس د ټاټا سټیل په نوم ده، د ټاټا مشورتي چوپړونه، ملي راډیو او بریښنایي (نیلکو) شرکتونو کې کار کړی دی.
رتن ټاټا په ۲۰۱۲ کال کې د ټاټا ګروپ د مشرۍ له مقامه تقاعد واخیست خو بیا یې هم د یو څو میاشتو لپاره خپلې دندې ته دوام ورکړ او د مړینې په وخت کې تقاعد شوی مشر و.
ده د ټاټا ۱۵۵ کلن ګروپ له باوره پورته لوړو ته ورساوه.