هند ایالتي ټاکنې؛ ولې نریندرا مودي په هند کې تر ټولو ډېرې رایې ترلاسه کوي؟

    • Author, سوتک بسواس
    • دنده, بي بي سي نیوز

په هند کې واکمن سیاستوال معمولاً د نړۍ تر ټولو کمزوري مشران ځکه بلل کېږي، چې په راتلونکو ټاکنو کې یې د ماتې احتمال ډېر وي، خو داسې ښکاري چې لومړی وزیر نرېندرا مودي له دې اصولو مستثنا دی.

د واکمن بهارتیه جنتا ګوند (بي جې پي) مشر نریندرا مودي پرلپسې درې ځله د ګجرات ایالتي ټاکنې ګټلې او په ۲۰۱۴ کال کې د لومړي وزیر په توګه ډیلي ته له تلو مخکې تر څه باندې ۱۲ کاله پورې یې د همدې ایالت د اعلی وزیر په توګه دنده تر سره کړې.

له دې سره هم نوموړي د ګجرات ایالت ټاکنیز کمپاین مشري وکړه. د پنجشنبې ورځې په تازه ایالتي ټاکنو کې د نوموړي بي جې پي ګوند له ټولټال ۱۸۲ څوکیو ۱۵۷ ترلاسه کړې او دغه راز یې د ایالت ټولو رایو نژدې نیمايي ګټلې دي.

د سیاسي چارو ډېر شنونکي په دې اند دي چې دې ټاکنو ثابته کړه، ''ښاغلی مودي په ګجرات کې بدیل نه لري. ''

د شنونکو په اند په سږنیو ایالتي ټاکنو کې د ښاغلي مودي ډېرو منډو، ترړو یو لامل هم د اروین کجریوال په مشرۍ اپوزېسیون ګوند عام ادمي پارټۍ (اې اې پي) کېدای شي. دغه ګوند له ۲۰۱۵ راهیسې د پلازمېنې ډیلي ایالتي حکومت کوي او د سږ کال په لومړیو کې یې د پنجاب مهم ایالت کې هم بریا ترلاسه کړه.

یاد ګوند د چارشنبې ورځې په ټاکنو کې د ډیلي بډایه ښاروالۍ کنټرول هم له بي جې پي ګوند واخیست، چې له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې یې په واک کې و.

د اروین کجریوال په هکله ویل کېږي، چې یو خورا فعال سیاستوال دی، چې له ښاغلي مودي سره له سیاسي زور ازماینې خوند اخلي. نوموړی د ۲۰۱۴ کال په ټولټاکنو کې د بي جې پي له مشر سره د سیالۍ لپاره ورانسي (بنارس) ته هم تللی و، خو هغه ټاکنې یې بایلودې.

د نوموړي ګوند په ګجرات کې د ایالتي پارلمان له پنځه یا شپږ څوکیو ګټلو سره سیاست پیل کړ، خو د ټولو رایو ۱۳ سلنه یې ترلاسه کړه، چې ډېر زیان یې مرکزي اپوزېسیون ګوند کانګرېس ته ورسېد.

بي جې پي ګوند به اوس په ګجرات ایالت کې پرلپسې ۲۹ کاله حکومت کوي. د یادونې ده، چې له دې مخکې د هند کمونیست ګوند د دې هېواد په لوېدیځ بنګال ایالت کې د پرلپسې ۳۴ کاله حکومت کولو ریکارډ لري.

د ۷۲ کلن نریندرا مودي په هکله ویل کېږي، چې له پرلپسې ټاکنیزو بریاوو سره یې د واکمنو سیاستوالو کمزورتیا اصولو ناسم ثابت کړي، که هغه د خپل مشرتابه په برخه کې وي او که له دې بهر وي.