د ایران سایبري ځواکونه څه کولای شي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
په داسې حال کې چې د ایران له لوري د امریکايي بمبارۍ د ځوابي اقداماتو احتمال شته، د انټرنېټ په نړۍ کې د ایراني هکرانو له لوري د احتمالي سایبري بریدونو اندېښنې هم زیاتې شوې دي.
د یادونې ده، چې ایراني هکران د خورا ویجاړونکو سایبري بریدونو یوه مخینه لري.
د ایران مهر خبري اژانس د رپوټ له مخې ''پر امریکايي تاسیساتو د یوه خورا ستر احتمالي برید'' په هکله خبرې کېږي، نو پوښتنه دا ده، چې که د امریکا، اسرائیل او یا متحدینو پر ضد سایبري عملیات پیل شي، نو ایران څه کولای شي؟
وائپر بریدونه
که سایبري جګړه هم د دودیزې جګړې په څېر وای، نو د ایران جنګي الوتکو، ټانکونو او یا توغندیو زېرمې کچه به حسابېده، خو په سایبري جګړه کې د برید تر سره کېدو مخکې د دې هېواد د سایبر قوت معلومول ګرانه چاره ده.
ایراني هکران د سایبري بریدونو یو ډول چې وائپر (جارو کول یا پاکول) ورته وايي، اوږده مخینه لري، چې کیسې یې ډېرې مشهورې دي.
دغه ډول هک کولو کې هکران د یوې ادارې کمپیوټري سیسټم ته ننوځي او داسې سوفټویرونه پکې ځای پر ځای کوي، چې هغه ټول معلومات یا ډیټا له منځه وړي، چې هلته یې مومي. په دې معنی چې هلته ټول برېښنالیکونه ورک شي، ټول معلوماتي جدولونه له منځه ځي او د مشتریانو ټول غوښتنلیکونه تري تم کېږي.
د وائپر ډوله هک کولو یوازینی هدف د هر څه په بښپړه توګه ویجاړول دي. په دې کې د باج اخیستنې، معلوماتو غلا کولو یا رازونو معلومولو غوندې فعالیتونو هڅه نه کېږي. پر ایران تور دی، چې لسګونه وائپر ډوله سایبري بریدونه یې کړي دي.
په دې لړ کې یو دغه ډول برید خورا مشهور دی، چې په ۲۰۱۲ کال کې د اوږدې مودې رقیب سعودي عرب د نفتو شرکت ارامکو پر ضد شوی و. یو وائپر ډوله کمپیوټري وېروس چې د شامون نوم ورکړل شوی و، د یاد شرکت نژدې ۳۰ زره کمپیوټرونو ته داخل شوی و او تر څو اونیو پورې یې د شرکت لپاره یو سرخوږی او ګډوډي رامنځته کړل.
له هغه دوه کاله وروسته یوه امریکايي میلیاردر شیلډون اډیلسن د ایران وائپر سایبري بریدونو زور هغه مهال محسوس کړ، چې په لاس ویګاس کې یې د قیمار شرکت په نښه شو. مشهور محافظه کار او د اسرائیل ملاتړي د ایران بمبارولو وړاندیز کړی و، چې یو پیغام ورکړل شي. د ایران ادعا شوي غبرګون د ده شرکت له دې جنجاله وتلو کې د ۴۰ میلیونو ډالرو زیان ورساوه.
البانیا هېواد ته هم په ظاهره د ایران حکومت مخالفینو کوربتوب له کبله د ايراني سایبري بریدونو له کبله له ۲۰۲۲ راهیسې څو ځله سرخوږی جوړ شوی.
خطرناک صنعتي بریدونه
د سایبري بریدونو تر څنګ پر ایران د امریکا او متحدینو پر وړاندې یې د سبوتاژ څو پېښو تورونه هم لګېدلي دي، چې ځینې موارد یې له عصري سایبري بریدونو سره ورته والی لري.
هغه تورونه بیا ډېر ځورونکي بلل کېږي، چې وايي، ایران هڅه کړې د ځینو هېوادونو په مهمو ملي اډانو کې لاسوهنه وکړي، چې فزیکي زیان ورسوي.
په امریکا او اسرائیل کې د اوبو پاکولو کارځایونه او بندونه او په سعودي عرب کې د پیټرو کیمیکل فابریکې مسوولینو ادعا کړې وه چې په خپلو صنعتي سیسټمونو کې یې د ایراني هکرانو لاسوهنې شواهد موندلي دي.
د امریکا د سایبري امنیت او زیربنايي امنیت ادارې پخوانۍ مشرې جین ایسټرلي د یکشنبې پر ورځ په انلاین پیغام کې د امریکا او متحدینو له سازمانونو وغوښتل چې د ایران د احتمالي سایبري بریدونو ته په پام سره خپل "ډالونه" پورته کړي.
هغې وويل: "که څه هم دا څرګنده نه ده چې ایا د دوی سایبري وړتیاوې د اسرائیلو د وروستیو بریدونو له امله اغېزمنې شوې دي، ایران د ملکي زیربناوو نښه کولو لپاره د غچ اخیستنې سایبري عملیاتو مخینه لري، چې د اوبو پر سیسټمونو مالي او ادارې څانګو د انرژۍ پر پایپ لاینونو او حکومتي شبکو انټرنېټي بریدونه پکې شامل دی.
د دې ډول بریدونو معنی دا ده چې ایران د روسیې، چین او شمالي کوریا تر څنګ لوېدیځ ته د سایبري ګواښونو له ډلې یو ګڼل کېږي.
د ستراتیژیکو مطالعاتو نړیوال انسټیټیوټ(ای ای اې اېس) مسوولینو په وینا، ایران د دریمې درجې سایبري ځواک په توګه درجه بندي شوی.
د ۲۰۲۱ کال ارزونې دغه هېواد د شمالي کوریا او جاپان په څېر هېوادونو سره یوځای د بریدونو، جاسوسۍ یا دفاع لپاره د سایبري وسیلې په توګه د کارولو وړتیا کې ځای په ځای کړ.
د اسرائیل 'ښکاري مرغۍ'
خو د کړکېچ له پیل راهیسې تر ټولو لوی فعالیت اصلاً د اسرائیلو سره تړلې یوې ډلې لخوا شوی چې د پریډیټري سپارو یا ښکاري مرغۍ په نوم یادیږي.
دا بدنامه ډله له کلونو راهیسې پر ایران خورا پیچلي بریدونه کوي او تېره اونۍ یې د ایران بانک کې ګډوډي رامنځته کړه. دغه راز یې د ایران له ترټولو لوی کریپټو شرکت څخه ۹۰ میلیون ډالر کریپټو کرنسی غلا او بیا یې ویجاړې کړې.
پریډیټري سپارو یوه سایبري برید کې په ۲۰۲۲ کې د ایران د فولادو په یوه کارځای کې لویه اورلګېدنه رامنځته کړه، چې د ډېرو ژوند یې له خطر سره مخامخ کړ.
د یادونې وړ ده چې د سایبر ځواک په توګه د ایران پرمختګ یوازې وروسته له هغه پیل شو چې په ۲۰۱۰ کې د اسرائیلو او متحده ایالاتو لخوا د سټکسنیټ سایبر برید قرباني شو، چې د رژیم د اټومي بډاینې تاسیساتو څخه یوه ته یې فزیکي زیان ورساوه.
له هغه راهیسې ایران خپلې وړتیاوې زیاتې کړې او موږ ممکن ژر پوه شو چې دوی څومره ځواکمن شوي دي.








