تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پښتونخوا حکومت: خیبر کې د پښتنو جرګې پر خیمو "عملیات مرکزي حکومت کړي"
د خیبر پښتونخوا حکومت وايي د پښتون ژغورنې غورځنګ په ضد عملیات د پاکستان مرکزي حکومت لخوا شوي دي.
د پښتونخوا ایالتي ویاند بیرسټر سیف نن په دغې جرګې له دویم ځلي برید وروسته رسنیو ته ویلي ' د کورنیو چارو وزارت د پښتونخوا سکرتر ته لیک استولی چې حکومت باید د پي ټي اېم د غونډې مخه ونیسي."
په دغه لیک کې چې یوه نسخه یې بي بي سي هم تر لاسه کړي د پښتون ژغورنې غورځنګ "د پاکستان د حکومت پر ضد د کرکې په خپرولو تورن کړی او پکې ویل شوي چې دوی د ریاست د سپکولو هڅه کوي."
دا حکم پرون د اکتوبر پر لومړۍ نېټه د پښتونخوا حکومت ته لېږل شوی چې وروسته بیا بیګا شپه پولیس د جرګې په ځای کې له تنظیمونکو سره لاس او ګریوان شول.
په لیک کې همداراز ویل شوي چې د پي ټي اېم د راتلونکو هلو ځلو او غونډو خلاف به په ټول زور قانون عملي کېږي.
له دې مخکې د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالانو ادعا کړې چې له تېرې شپې راهیسې ګڼ شمېر پولیسو په خیبر کې د دوی په لګول شویو خیمو هجوم ور وړی او یو شمېر فعالان یې ژوبل کړي دي.
په خیبر پښتونخوا کې د قومي عدالت په نوم جرګې پر خیمو بیا "برید شوی"
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي، د خیبر پښتونخوا پوليسو د قومي عدالت نومې جرګې خیمو یو ځل بیا برید کړی دی.
د دغه غورځنګ مشر منظور احمد پښتین تېره شپه هم پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي و، "د پېښور پولیسو او څو پټ مخو ادارو کسان په خیبر جرګې انتظامي کېمپ په ډېره غټه کچه حمله کړې ده."
غورځنګ تور لګوي، پوليسو پر دغه کمپ د بريد پر مهال اوښکې بهوونکی ګاز کارولی چې له امله یې يو شمېر کسان ژوبل شوي او ځینې بې هوښه شوي دي.
د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، د پي ټي اېم پر ضد عملیات د مرکزي حکومت لخوا شوي دي. د کورنیو چارو وزارت سپارښتنه کړې چې د پي ټي اېم د غونډې مخه ونیسي. دوی وايي دغه ډله د ریاست پرضد د کرکې او توهین په هڅولو کې ښکېله ده. خو پاکستاني پوليسو په دې تړاو تر اوسه څه نه دي ویلي.
ښاغلي پښتین له خپلو ملګرو او ولسونو هیله کړې چې له جمرود سره نژدې د جرګې ځای ته ځان ور ورسوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، د جرګې په انتظامي کمپ برید کې په خیمو کې اور لګېدلی، هلته "پراته وسایل پولیسو غلا کړي" دي او یو ناروغ کس یې هم له ځان سره بېولی دی.
سیمې ته د منظور پښتین له بلنې وروسته، هغه ویلي، ملاتړي او ولسونه هلته ورغلي او امنیتي ځواکونه یې په شا کړي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر پر خپلې فېسبوکپاڼې لیکلي دوی به په هر حال جرګه کوي، "چې د دنیا ټول قوتونه سره جمع شي او د جرګې ناکامولو ته راشي انشالله د الله تعالي په فضل سره به پښتانه جرګه بیا هم ځنې کوو."
د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر او د پاکستان د پارلمان مخکنېني غړي محسن داوړ پر چارواکو نیوکې کړې دي. ښاغلی داوړ وايي، "د تحریک انصاف ګوند د دوی خلاف د پنجاب د پولیسو چلند غندي خو دوی بیا خپله پښتونخوا کې پښتانه ځپي"
په همدې مهال خیبر کې د غورځنګ وياند افتاب شینواري ويلي، "پوليسو په ولسوالۍ کې د پي ټي ايم شپږ غړو په کورونو چاپې هم وهلي دي او يو تن يې نيولی دی."
د بي بي سي له بیا بیا هڅو سره خیبر پښتونخوا ايالتي حکومت او پوليسو دغو تورونو او ادعاوو ته له ځواب ويلو ډډه کړې ده.
بلخوا بيا د سياسي او امنیتي چارو شنونکي وايي، پوليسو ته دغه امر له اسلام اباده ورکړل شوی و او دې لړ کې ايالتي حکومت هم خبر نه و.
دې پېښې په ټولنیزو رسنیو کې هم پراخ غبرګونونه پارولي، د متحده قومي موومنټ مشر الطاف حسین او پښتون سیاستوال محسن دوړ د پښتونخوا د پولیسو لخوا د جرګې په تنظیمونکو برید غندلی او د خیبر پښتونخوا په حکومت یې تور پورې کړی چې دوی د پښتون ژرغورنې غورځنګ خلاف له زور او زیاتي کار اخلي.
دوه ورځې وړاندې هم د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالانو پر منظور پښتین د یوه ناکام برید د هڅې ادعا کړې وه. د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالانو ویلي وو، ښاغلی پښتین د قامي جرګې غونډې لپاره د میدان پرانیستې له مراسمو بېرته ستنېده، چې پېښور کې پرې ځینې کسانو د برید ناکامه هڅه وکړه.
دغه غورځنګ د اکتوبر پر ۱۱مه د پښتنو قامي جرګه رابللې ده. منظور پښتین دې غونډې ته "د پښتنو قامي عدالت" نوم ورکړی او ویلي یې دي، د کوزې پښتونخوا پښتانه ولسونه به پکې د ورپېښو مسایلو د حل پر لارو چارو بحث او پرېکړه کوي.
تېره ورځ د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت چارواکو ویلي وو، اعلی وزیر علي امین ګنډاپور د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشر منظور احمد پښتین سره په لیدنه کې د قامي جرګې غونډې د ملاتړ ډاډ ورکړی و او ویلي یې و، چې که کومه ستونزه وي په حل کې به یې مرسته کوي.
د يادونې ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين دغه جرګه يا غونډه په دولسمه جولای د غورځنګ مخکښ غړي او شاعر ګيله من وزير په جنازه کې اعلان کړي وه او ويلي يې و، چې دې کې به پښتانه د خپل راتلونکي په اړه پرېکړه کوي. غونډې ته رابللو لپاره منظور پښتين بيا د خپلو ملګرو سره د خېبرپښتونخوا او قبايلي سيمو کې د بېلا بېلو سيمو سفرونه کړي کړي خلکو ته يې پکې د ګډون بلنه ورکړې ده. بلوچستان حکومت بيا د غورځنګ په مشر د دغه ايالت په ورتګ بنديز لګولی دی.