تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د هغې ایرانۍ محصلې د خوشې کېدو غوښتنه، چې د اجباري حجاب پر ضد اعتراض کې یې خپلې جامې ایستلې وې
د بشري حقونو فعالانو او د بښنې نړیوال سازمان پر ایراني چارواکو غږ کړی، هغه محصله خوشې کړي چې د اجباري حجاب قوانینو پر ضد یې د احتحاج په ډول خپلې جامې ایستلې وې.
تېره شنبه د نومبر دویمه پر خواله رسنیو یوه ویډیو خپره شوه، چې پکې لیدل کېږي د تهران "ازاد اسلامي پوهنتون" د ساینس او څېړنو څانګې یوه محصله چې یوازې نیکر او سینه بند یې پر ځان دی، د پوهنتون مخې ته د یوه لوی ګلدان پر څنډه ناسته ده.
هغه ځینو کسانو سره چې په شخصي جامو کې دي خبرې کوي، بیا راجګېږي او ورو ورو هاخوا دیخوا قدم وهي.
شاوخوا کسان چې ګڼې ښځې هم پکې لیدل کېږي، په حیرانۍ ورګوري.
د دې ښځې دویمه ویډیو هم خپره شوې. په هغې کې لیدل کېږي چې دا ښځه خپل نیکر هم اوباسي. وروسته بیا پولیس چې په شخصي جامو کې دي، نوموړې نیسي او په زور یې موټر ته ننباسي.
د ازاد پوهنتون په وینا دا ښځه "رواني ستونزه" لري او دا چې مخکې درملنې لپاره "رواني روغتون" ته لېږدول شوې ده.
د محصلې د اعتراض پر وړاندې د خلکو غبرګون
ټولنیزو رسنیو کې ډېرو ایرانیانو د هغې دا کار ستایلی او د "ښځه، ژوند، ازادي" په نوم غورځنګ کې یې د اجباري حجاب پر ضد اعتراض بللی دی. خو ګڼو نورو بیا پرې نیوکې کړي دي.
د رپوټونو له مخې دغه هېواد کې له ۵۰۰ ډېر کسان د هغو احتجاجونو په ترڅ کې ووژل شول، چې دوه کاله وړاندې د اخلاقي پولیسو بند کې د مهسا امیني په نامه د یوې کردۍ پیغلې له وژل کېدو وروسته پیل شوي وو.
د "امیر کبیر ټلیګرام نیوز کانال" چې ځان د "ایراني زدکوونکو د غورځنګ رسنۍ" یادوي په لومړي ځل دا خبر خپور کړ.
دغه کانال رپوټ ورکړی و، چې پولیسو دې ښځې سره د حجاب نه مراعتولو پر سر شخړه کړې او کالي یې پرې څېرلي. نوموړې د دې کار په اعتراض کې خپلې جامې اېستلي دي.
په رپوټ کې راغلي چې په زور موټر ته د دې ښځې دننه کولو پر مهال یې سر د موټر پر دروازه لګېدلی او وینې ترې بهېدې. د دغه کانال په رپوټ کې زیاته شوې، نوموړې موټر ته له خېژول کېدو وروسته نامالوم ځای ته وړل شوې ده.
عیني شاهدانو بي بي سي ته ویلي، دا ښځه په "ازاد اسلامي پوهنتون" کې د دوی ټولګي ته ورننوتې، لاس کې یې مبایل و او له محصلینو یې ویډیوګانې اخیستې.
دوی وايي، کله چې استاد اعتراض وکړ، نو ښځې چیغې پیل کړي.
د عیني شاهدانو په وینا دې ښځینه زدکوونکو ته ويل چې :"زه ستاسې د ژغورلو لپاره راغلې یم."
ورته مهال ایراني رسنیو د یوه سړي ویډیو خپره کړې، چې مخ یې بلر شوی او سم نه ښکاري. هغه ادعا کوي چې د دې ښځې پخوانی مېړه دی، او له خلکو یې غوښتنه کړې چې د "دوو ماشومانو لپاره یې" دا ویډیو خپره او لاس په لاس نه کړي.
بي بي سي نه ده توانېدلې چې د سړي دا ادعاوې تائید کړي.
د ښځو د حقونو ایرانۍ فعاله اعظم جنګروي چې اوس کاناډا کې ده، د حجاب لیري کولو له امله په درې کاله بند محکوم شوې وه.
نوموړي ویلي: "په ۲۰۱۸ کال کې د لاریون پر مهال چې کله ما د اجباري حجاب پر ضد اعتراض وکړ، امینتي ځواکونو ونیولم، پر کورنۍ مې فشار راوړل شو چې ما رواني ناروغه وښيي."
نوموړې زیاته کړې: "کورنۍ مې دا کار و نه کړ، خو پر ډېرو کورنیو فشار وي او فکر کوي چې دا یې د خپلو عزیزانو د خوندي کولو ښه لار ده. په دې ډول اسلامي جمهوریت هڅه کوي، چې د ښځو رواني روغتیا تر پوښتنې لاندې راولي."
د بښنې نړیوال سازمان ویلي، ایران باید سملاسي او له کوم شرط پرته د پوهنتون دا محصله، چې تاوتریخوالی ورسره شوې او په زور نیول شوې، خوشې کړي.
د دغه سازمان په ټکو: "د هغې تر خوشې کېدو باید چارواکي نوموړې له شکنجې او نور ناوړه چلن خوندي وساتي او کورنۍ او وکیل ته یې لاسرسې ډاډمن کړي. د نیول کېدو پر مهال له هغې سره شوی زیاتی، تاوتریخوالی او د جنسي تېري تورنونه خپلواکو او بې پرې څېړنو ته اړتیا لري. مسولین باید ځواب ورکوونکي وي."
ایران لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر مای ساتو دا ویډیو پر اېکس پاڼه خپره کړې او ورسره لیکلي یې دي: "د چارواکو د غبرګون په ګډون به دا پېښه له نږدې وڅاري."
د سولې نوبل جایزې ګټونکې نرګس محمدي چې دا مهال د ایران په زندان کې ده، د دې پېښې په غبرګون کې ویلي "اندېښمنه ده."
اغلې محمدي زیاته کړې: " ښځې د بغاوت پور پرې کوي، خو زور ته غاړه نه ږدي."
نوموړې ویلي: "هغه محصله چې په پوهنتون کې یې اعتراض وکړ او خپل بدن یې چې کلونه کلونه د جبر وسیلې په توګه کارول کېده، د مخالفت پر سمبول بدل کړ. زه د هغې د خوشې کولو او د ښځو د زورولو د پای ته رسېدو غوښتنه کوم."