کرېکټ: امو نهنګانو د لسم پړاو شپږیزه کرېکټ سیالیو اتلولي وګټله

د عکس سرچینه، Afghanistan cricket board
د لوبې پچه امو نهنګانو لوبډلې وګټله او مس عینک لوبډله یې توپوهنې ته وربلله. مس عینک د ټولو لوبغاړو له سوځېدو وروسته ۱۲۱ منډې وکړې او امو نهنګانو بیا د لوبې ۱۳ اوور کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره دا هدف پوره او او دویم پرلپسې ځل یې په دې سیالیو کې اتلولي وګټله.
مس عینک د لوبې پیل ښه وکړ، تر څلورم اوور یې تر پنځوسو منډې وکړې او یوازې یو لوبغاړی یې اوټ شوی و. خو د امو توپ اچوونکو په خپلې ښې توپاچونې، لوبه را کابو کړه او مقابله لوبډله یې په اوولسم اوور کې په ۱۲۱منډو له میدانه بهر کړه.
په ځوابي لوبه کې امو نهنګانو په ۱۲ اعشاریه څلور اوورنو په لوبه کې ایله د دوو وېکټو په زیان هدف پوره او بریا خپله کړه.
د امو نهنګانو له لوري حسن عیسیخېل پنځوسېزه پوره کړه، نور الرحمان ۳۵ او محمد اسحاق ۲۵ ناسوځېدلې منډې وکړې.
دوی مس عینک ته په اتو وېکټو ماتې ورکړه او په داسې حال کې یې بریا خپله کړه، چې ۴۴ توپونه یې لا پاتې وو.

د عکس سرچینه، afghanistan cricket board
له دې مخکې مس عینک د ۱۶ اعشاریه دوه اوورونو له لوبې وروسته ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۲۱ منډې یې وکړې.
د امو نهنګانو لوبډلمشر عظمت الله عمرزي د نن لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچوونې پرېکړه وکړه.
د مس عینک له لوري رحمان الله ګوربز او خالد تڼیوال خورا چټکه لوبه پیل کړه. تر ټولټال ۵۰ منډو پورې د دوی تر منځ ښه ملګرتیا روانه وه، مس عینک لومړی د خالد تڼیوال وېکټه له لاسه ورکړه، چې ایله ۱۱ منډې یې وکړې.
تڼیوال د قیس احمد په توپ د شرف الدین اشرف په لاس کېچ ونیو.
نور الرحمان د مس عینک دویم لوبغاړي وفیع الله تره خېل کېچ په خورا ښکلي انداز ونیو، تره خېل ایله شپږ منډې ترلاسه کړې.
د امو نهنګانو لوبډلمشر عظمت الله عمرزي بیا د میس عینک لوبډلمشر رحمان الله ګوربز وېکټه ترلاسه کړه، چې له ۲۱ توپونو یې ۴۸ چټکې منډې ترلاسه کړې.
ورپسې افسر ځاځی هم ایله د اتو منډو له جوړولو وروسته د عبدالله احمدزي په لاس کېچ اوټ شو. د مس عینک درې لوبغاړي نژدې یو په بل پسې وسوځېدل.
د لوبې په نهم اوور کې سهیل زرمتي هم د یوه خورا بې احتیاطه شاټ پایله کې کېچ اوټ شو.
د لوبې تر نهم اوور پورې مس عینک ۸۷ منډې درلودې او پینځه وېکټې یې له لاسه ورکړې وې، چې تجربه کار لوبغاړی محمد نبي د لوبې ډګر ته ووت.
ناصر جمال هم و نه توانېد د قیس احمد ګوګلي توپ ولوبوي او د ایله ۷ منډو له جوړولو وروسته له میدانه بهر شو.
ورپسې محمد نبي هم عبدالله احمدزي ته په خپل توپ خپله وېکټه له لاسه ورکړه او و نه توانېد چې د مس عینک لپاره یوه ملګرتیا جوړه کړي.
مس عینک له هېڅ زیان پرته پنځوس ټولټال منډې کړې وې، خو په ۱۲ اوور کې د ټولټال ۱۰۰ منډو ترلاسه کولو پورې یې ۷ وېکټې له لاسه ورکړې.
د اوپنرانو له سوځېدو وروسته د مس عینک یوازینی لوبغاړی مجیب الرحمان و، چې ۱۴ منډې یې وکړې او بل هېڅ یو لوبغاړي و نه توانېد دوه عدده منډې ترلاسه کړي.
د مس عینک لپاره لوبډلمشر عظمت الله عمرزي تر ټولو ډېرې څلور، عبدالله احمدزي درې، شرف الدین اشرف، قیس احمد او فضل فاروقي یوه-یوه وېکټه واخیسته.











