'هندي دیوالي او د افغان لوبغاړي مهرباني'؛ ګوربز هند کې پر بې وزلو پیسې ویشلي

    • Author, یوسف خان ځدراڼ
    • دنده, بي بي سي، لندن

په یوه ویډیو کې چې د هند ګڼو رسنیو خپره کړې لیدل کېږي، چې د افغانستان د کرېکټ مشهور لوبغاړی رحمان الله ګوربز په بې کوره خلکو پیسې ویشي.

ښکاري چې له هغه دا ویډیو په پټه اخېستل شوې، ځکه نوموړی په توره شپه کې په بیړه لګیا دی او په واټونو کې د ویده هر یوه کس څنګ ته پیسې ږدي.

افغان لوبډلې تېره جمعه د سویلي افریقا پر وړاندې د نړیوال جام وروستۍ لوبه وکړه او نن یکشنبه داسې مهال بېرته کابل ته رسیدلي، چې په هند او نړۍ کې یې کمسارې مینه موندلې.

هندي رسنیو له ډلې یې (India Today انډیا ټوډې) د ګوربز ویډیو له خپرولو سره لیکلي " د افغانستان لوبغاړی رحمان الله ګوربز د دیوالي په شپو ورځو کې په احمد اباد کې په بې کوره خلکو ګرځیدلی او نغدې پیسې یې ورکړي دي."

هغه چا چې دا صحنې یې ثبت کړې په ویډيو کې وايي " د شپې شاوخوا درې بجې وې چې د خپل کور تر څنګ یې د افغانستان لوبغاړی ولیده او دا صحنه یې پخپلو سترګو کتله چې ګوربز په خلکو پیسې ویشي."

دا کس چې د ګوربز ویډيو یې ثبت او خپره کړې وايي "که زه له نږدې ورغلی وی ښايي د هغه غبرګون بدل وی، د ویډیو له ثبتولو او بیا خپرولو وروسته هم په غبرګون نه یم خبر خو دا چې د دیوالي په دې شپو ورځو کې تاسې داسې مهرباني کوئ ډېرې زیاتې دعاګانې به درته کېږي."

رحمان الله ګوربز په دې اړه خپله څه نه دي ویلي چې له بې وزلو سره یې دا مرسته کله، څنګه او چېرې کړې خو ګڼو هندي رسنیو د هغه "دا مهرباني د دیوالي په شپه بې وزلو ته یوه ځانګړې تحفه بللې ده."

په دې ویډيو کې ښکاري چې رحمان الله ګوربز د خوب په کالیو کې د واټونو پر سر پرتو بې وزله خلکو باندې پیسې ویشي.

رحمان الله ګوربز ته وروسته یو سپین موټر دریږي او دی په منډه پکې کښیني او روانیږي.

داسې ښکاري چې هغه غوښتل دا کار پټ وکړي، ځکه هېڅ بل څوک ورسره نه ښکاري خو دا مهرباني یې یوې پټې کمرې ډاګیزه کړه.

په ای پي اېل کې د کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې هم چې په تېرو سیالیو کې رحمان الله ګوربز ورسره لوبېده دا ویډیو په ټولنیزو رسنیو خپره کړې.

دغې لوبډلې لیکلي " ارجې لاو شاه له رحمان الله ګوربز دا ویډیو کړې چې له دیوالي مخکې مینه خپروي."

کلکتې لوبډلې وړاندې لیکلي "افغان لوبغاړي په نړیوال جام کې له ګرمو ښو سیالیو او خپل کور ته له ستنېدو څو ساعته مخکې پخپل صداقت مونږ ټولو ته الهام راکړ، خدای دې خیر درکړي!"

د دې تر څنګ ګڼو نورو هندي رسنیو، ټولنیزو پاڼو او خلکو د ګوربز دا ویډيو شریکه کړي او له هغه یې مننه کړې.

له بې وزلو سره د رحمان الله ګوربز له دې مرستې مخکې د افغانستان یو شمېر نورو لوبغاړو هم تل په یوه نه یوه بڼه له بې وزلو او زلزله ځپلو سره د مرستې کمپاین کړی او ورته یې مرستې رسولي دي.

په همدې روان نړیوال جام کې مجیب الرحمان د خپلې غوره لوبې جایزه د هرات د زلزله ځپلو او ابراهیم ځدراڼ بیا د پاکستان خلاف د غوره لوبغاړي جایزه له هغه هېواد څخه د ویستونکو افغان کډوالو په نوم کړې وه.

له دوی مخکې راشد خان او محمد نبي د وروستۍ زلزلې تر څنګ په ګڼو نورو مواردو کې د افغانانو تر څنګ د ودرېدو او مرستې اعلانونه کړې دي.

د دیوالي په اړه څومره پوهېږئ؟

دیوالي چې د 'هندوانو مذهبي جشن' اختر دی هر کال د پسرلي له را رسیدو سره نمانځل کیږي.

دیوالي ته د ډیوو اختر هم وايي او په تیارو پسې د رڼا، په جهل پسې د علم د راتګ پیغام ورکوي.

د دې مراسمو لپاره هندي وګړي کورونه او نور ځايونه په څراغونو او ډيوو ښکلې کوي، خواړه تياروي، د خوشالۍ اظهار کوي، يو بل ته مېلمستياوې کوي، دوعاګانې کوي، اورلوبې ترسره کوي او د خوښۍ نور زیات کارونه پکې کوي.

سږ کال دیوالي نن د نومبر په ۱۲مه نمانځل کېږي او په دویزه بڼه تر پنځو ورځو دوام کوي.