تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ۲۰۲۳م کال نړیوال جام کې د لوبېدونکو افغان لوبغاړو لوبیز ژوند؛ د لوبو په اړه یې څومره پوهېږئ؟
- Author, یوسف خان ځدراڼ
- دنده, بي بي سي، لندن
د کرېکټ د ۲۰۲۳م نړیوال جام په درشل کې د افغانانو تر څنګ د ډېرو نړیوالو سترګې هم افغان لوبډلې ته دي. هغه لوبډله چې ښه ورو (سپېن) بالران لري او په دې وروستیو کې یې د توپ وهنې برخې ځینې ځلېدونکي لوبغاړي هم برخه دي.
د افغانستان کرېکټ بورډ د نړیوال جام لپاره پخپله ۱۵ کسیزه لوبډله کې د باتجربه او نویو ځوانانو په یوه ترکیب تمرکز کړی.
په اعلان شوې لوبډله کې دوه لوبغاړي محمد نبي او نجیب ځدراڼ د ۲۰۱۵م کال نړیوال جام کې هم لوبېدلي، د لوبډلې لږ تر لږه اووه لوبغاړي داسې دي چې د ۲۰۱۹م نړیوال جام سکواډ برخه هم وو.
د نړیوال جام د ځانګړو رپوټونو په لړ کې دلته مونږ د هغو لوبغاړو لوبیز ژوند ته کتنه کړې چې د افغانستان په استازولۍ د هند په کوربه توب ۲۰۲۳م کال نړیوال جام ته غوره شوي دي.
لوبډلمشر حشمت الله شهیدي
حشمت الله شهیدي تر روان جامه ۶۴ یو ورځنۍ نړیوالې لوبې کړې دي او په مېډل ارډر کې د توپ وهنې مسولیت لري.
ښاغلي شهیدي د افغانستان په ګټه ۱۷۷۵ منډې کړي.
دا په اوسنۍ لوبډله کې له رحمت شاه، محمد نبي او نجیب الله ځدراڼ وروسته تر ټولو ډیرې مجموعي منډې دي.
دی تر ډېره ورو لوبېږي او د باحوصلې لوبغاړي په توګه پېژندل کېږي.
دی د ۲۰۲۱م کال تر مې میاشتې وروسته چې اصغر افغان له لوبډلې ګوښه شو، د لوبډلمشر په توګه ټاکل شوی.
روان نړیوال جام د لوبیز ژوند تر څنګ حشمت الله شهیدي ته له دې پلوه هم لوی ازمون دی چې څنګه د یوه لوبډلمشر په توګه له پياوړو لوبغاړو ګټه واخلي او لوبډله متحده وساتي.
شهیدي دا ویاړ هم لري چې پخپله لوبډلمشرۍ کې یې په لومړي ځل له بنګله دېش څخه په بنګله دېش کې د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ وګټله او جام یې کابل ته یووړ.
محمد نبي عیسی خېل
د کرېکټ په نړۍ کې په ولسمشر مشهور دا لوبغاړی په افغان لوبډله کې تر ټولو باتجربه او ډېر لوبېدلی لوبغاړی دی.
د کرکټ نړیوالې شورا په وروستۍ درجه بندۍ کې محمد نبي له شکیب الحسن وروسته د غوره الراونډرانو دویم مقام ګټلی.
دی ډېر کله د دغه نوملړ په سر کې هم راغلی.
په لوبډله کې د هغه مهم رول او تجربې ته په کتو د ښاغلي نبي په اړه مونږ په یوه جلا رپوټ کې لا ډېر معلومات خپاره کړي خو دلته یې همدومره یادونه کوو چې محمد نبي د افغانستان لخوا په ۱۴۷ یو ورځنیو سیالیو کې لوبېدلی او د ۳۱۵۳ منډو سره له رحمت شاه زرمتي وروسته د ډېرو منډو جوړونکی دویم افغان لوبغاړی دی.
نوموړي تل په بالینګ، بېټېنګ یا توپ نیونه کې د لوبډلې بریا لپاره لکه د ملا د تیر، پیاوړی رول لوبولی دی.
رحمت شاه زرمتی
رحمت شاه د هغه نوملړ په سر کې دی چې د افغانستان لپاره یې په یو ورځنیو سیالیو کې تر ټولو ډېرې منډې جوړې کړې دي.
نوموړي په ۹۷ لوبو کې ۳۲۶۹ منډې کړې او وخت نا وخت توپ اچونه هم کوي.
رحمت شاه په سخت وخت کې د وېکټ ساتنې برخه کې د افغانستان ملا تیر ګڼل کېږي او احتیاطي، تخنیکي شاټونه وهي.
په روان جام کې به د محمد نبي او رحمت شاه سترګې دې ته هم وي چې د افغانستان لپاره د ډېرو منډو جوړونکو ویاړ پخپل نوم قایم وساتي.
دی او رحمان الله ګربز له شهزاد محمدي وروسته د لوبډلې لپاره تر ټولو ډېرو سلیزو وهلو ریکارډ هم لري چې حساب یې تر پنځو رسېږي.
نجیب الله ځدراڼ
څه باندې یوه لسیزه کیږي چې نجیب الله ځدراڼ د افغان ملي لوبډلې برخه دی او تر دې دمه یې د افغانستان په استازولۍ ۹۰ یو ورځنۍ لوبې کړې دي.
نجیب ځدراڼ له ۲۰۵۳ مجموعي منډو سره د اوسني سکواډ درېیم نمبر مخکښ لوبغاړی دی.
دی د اړتیا پر مهال د چټکو منډو جوړولو وړتیا هم لري او د توپ نېونې مهارت یې هم په ښه نوم یادېږي.
د افغانستان د پیل توپوهونکو جوړه 'رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ'
دوی دواړه له ۱۹ کلنو د افغانستان ملي لوبډلې ته راغلي. داسې لوبغاړي دي چې په خپلو ښو لوبو يې د ډېرو پام ځان ته اړولی.
رحمان الله ګربز د وېکټ ساتونکي تر څنګ چټک توپ وهونکی او ابراهیم ځدراڼ ورسره د اوږدې ملګرتیا پاللو تخنیکي توپ لوبوونکی ګنل کېږي.
دغې جوړې د افغانستان د پیل توپ وهنې بنسټ یو څه پیاوړی کړی او په لنډ وخت کې د بنګله دېش او پاکستان پر وړاندې تر ټولو د اوږدې ملګرتیا پاللو ریکارډ لري.
رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ لومړی د همدې روان کال جولای میاشت کې د بنګله دېش خلاف ۲۵۶ منډو ملګرتیا وکړه او بیا یې اګست میاشت کې د پاکستان پیاوړي بالېنګ خلاف هم د افغانستان لپاره د ۲۲۷ منډو ملګرتیا وکړه.
له دې مخکې د افغانستان د پیل توپ وهونکو محمد شهزاد او کریم صادق ۲۰۱۰م کال کې د سکاټلنډ خلاف ۲۱۸ منډې کړې وې.
رحمان الله ګربز د افغانستان په ګټه ۲۶ او ابراهیم ځدراڼ ۱۹ یو ورځنیو لوبو کې استازولي کړې.
د دواړو مجموعي منډې زرو ته نږدې دي او د هغو لوبغاړو په قطار کې مخکښ دي چې د لوبډلې په ګټه یې ډېرې سلیزې او په ګډه د رنزونو یا منډو جوړولو اوږدې ملګرتیاوې کړې دي.
رحمان الله ګربز پنځه سلیزې او څلور پنځوسیزې او ابراهیم ځدراڼ د افغانستان په ګټه ۴ سلیزې او د همدومره پنځوسیزو ریکارډ لري.
راشد خان
راشد خان له ۲۰۱۵م کال راهیسې د افغانستان ملي لوبډلې ته لار پيدا کړې او د لوبډلې یو مهم پياوړی لوبغاړی بلل کېږي.
راشد خان اصلا د بالر په حیث لوبډلې ته راغلی خو ورو ورو یې توپ وهنه کې هم خپله وړتیا ثابته کړې ځکه نو اوس د الراونډرانو په قطار کې راځي.
هغه په توپ اچونه او د اړتیا په وخت کې په توپ وهنه کې د افغانستان لپاره د تل یاد پاتېدو لوبې کړي او تر ډېره یې د لوبډلې په بریا کې رول جوت وي.
د کرېکټ نړیوالې شورا په وروستۍ درجه بندۍ کې راشد خان د یو ورځنیو سیالیو د څلورم غوره بالر او پنځم غوره الراونډر مقامونه ګټلی دي.
ښاغلی خان د افغان شل اوریزې لوبډلې لوبډلمشر هم دی او په ۹۴ یو ورځنیو سیالیو کې یې د افغانستان استازولي کړې.
له ۱۲۱۱ مجموعي منډو سره په اوسنۍ لوبډله کې د نوملړ پنځم لوبغاړی دی چې ښې منډې لري.
راشد خان تېره میاشت ۲۵ کلن شو او نوموړي د کرېکټ په ډګر کې د دغه نړیوال جام د پیل تر وخته د یو ورځنیو سیالیو ۱۷۲ ویکټې اخیستې دي.
د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا د غوره لسیزې دغه غوره لوبغاړي ان یو ځل یوازې د ۱۸ منډو په ورکولو د سیالې لوبډلې ۷ لوبغاړي هم اوټ کړي دي.
راشد خان ته په روان نړیوال جام کې له دې درکه هم ډېر پام دی چې دی د ای پي اېل سیالیو له لارې تقریبا د هند په ټولو لوبغالو ښه بلد لوبغاړی دی او په نړۍ کې ګڼ مینه وال لري.
اکرام علیخېل
اکرام عليخېل چې په تیر نړیوال جام کې هم د افغان سکواډ برخه و، د افغانستان په ګټه یې ۱۴ یو ورځنیو لوبو کې استازولي کړې او ۲۳۸ مجموعي منډې لري.
دی اصلا په اوسنۍ لوبډله کې د ګربز د نا جوړېدو په صورت کې د وېکټ ساتونکي رول هم لوبولی شي.
ریاض حسن او عظمت الله عمرزی
دوی دواړه په لوبډله کې نوي دي. ریاض حسن د یوه لاس د ګوتو هومره یو ورځنۍ لوبې کړي او د راتلونکي تکړه لوبغاړی بلل کېږي.
عظمت الله عمرزی بیا د ګلبدین نایب پر ځای د لوبډلې بالېنګ الراونډر لوبغاړی دی او تر اوسه یې په ۱۳ یو ورځنیو سیالیو کې د افغانستان استازولي کړې.
هغه د افغانستان په ګټه ۱۳۷ منډې کړي او شپږ لوبغاړي یې هم د لوبډلې په ګټه اوټ کړي دي.
مجیب الرحمان او نور احمد لکڼوال
مجیب الرحمان او نور احمد لکڼوال دواړه د راشد او نبي تر څنګ د افغانستان د ورو توپ اچونې جوړه لا پیاوړې کړې، داسې چې په نړۍ کې بې ساري باله شي.
د لوبې په ډګر کې بیا د مجیب تجربه او عمر له لکڼوال ډېر دی خو دواړه په هند کې لوبېدلي تکړه لوبغاړي بلل کېږي او ورته د ډېرو سترګې دي.
مجیب الرحمان د افغانستان لپاره په ۶۶ یو ورځنیو لوبو کې ۹۳ وېکټې اخیستې دي.
نوموړی د کرېکټ نړیوالې شورا په ورستۍ درجه بندۍ کې په یو ورځنیو لوبو کې د نړۍ د درېیم غوره بالر نوم ګټلی دی.
۱۸ کلن نور احمد به بیا په دغه نړیوال جام کې د خپل لوبیز ژوند څلورمې یو ورځنۍ لوبې ته لېواله وي. ده په درېیو نړیوالو لوبو کې دوه وېکټې اخیستې دي.
د افغانستان د ورو بالېنګ دا جوړه د نړۍ د بېلابېلو شل اوریزو سیالیو پراخه تجربه لري.
د افغان لوبډلې چټک توپ اچوونکي
د افغانستان کرېکټ بورډ غوراوي کمیټې د ۲۰۲۳م نړیوال جام لپاره درې چټک توپ اچوونکي غوره کړي چې فضل حق فاروقي پکې تر ټولو باتجربه بالر دی.
هغه په ۲۱ یو ورځنیو لوبو کې د افغانستان په ګټه توپ اچونه کړې او د بېلابېلو مقابلو لوبډلو ۳۲ لوبغاړي یې اوټ کړي دي.
له ده وروسته نوین الحق په ۷ لوبو کې ۱۴ وېکټې لري او د ده په اړه تر ټولو حیرانوونکی خبر دا و چې په ډېر کم عمر کې یې د نړیوال جام له پیله څو ورځې مخکې دا نړیوال جام د ځان لپاره وروستۍ اعلان کړ او په وینا یې له دغو سیالیو وروسته به په یو ورځينو لوبو کې نه لوبیږي.
لامل یې د زنګانه ستونزه یاده کړې ده.
عبدالرحمان د افغان لوبډلې بل لوبغاړی دی چې د بال د سرعت صفت یې ډېر کوي خو لا له ملي لوبډلې سره د لوبېدو ډېره تجربه نه لري.
دی تر اوسه په درېیو سیالیو کې د ملي لوبډلې په چوکاټ کې لوبېدلی او یوازې یو لوبغاړی یې اوټ کړی دی.
د افغانستان د تیر ۲۰۱۹ نړیوال جام لوبډلمشر ګلبدین نایب د فرید ملک او شرف الدین اشرف تر څنګ احتیاطي لوبغاړو کې دی چې د کوم لوبغاړي د ناجوړېدو په صورت کې به د ۱۵ کسیزې لوبډلې برخه کېږی.
په دوی کې د نړیوالو لوبو تر ټولو ډېره تجربه ګلبدین نایب لري.
هغه د ۲۰۱۱م کال راهیسې له لوبډلې سره دی او د توپ اچونې تر څنګ توپ وهنه هم کوي.
ګلبدین نایب د افغانستان لپاره ۷۹ لوبو کې ۱۲۰۷ منډې کړې او د سیالو لوبډلو ۷۲ وېکټې یې اخیستې دي.
- یادونه: د یادونې ده چې دلته د لوبغاړو لوبیز ژوند په اړه معلومات د کرېکټ بورډ، د کرېکټ نړیوالې شورا، د کرېکټ د مشهورې وېبپاڼې کرېک انفو او نورو ماخذونو څخه اخېستل شوي دي.