تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په نړیوال جام کې د افغان لوبغاړو لوبو ته کتنه
په هند کې روان نړیوال جام د افغانستان لپاره تر ټولو بریالی و. افغان لوبډلې په دې اتلولیو کې څلور لوبې وګټلې، په لومړي ځل یوه افغان په نړیوال جام کې سلیزه وکړه او ۱۲ ځله پنځوسیزې د افغان بټسمینانو په برخه شوې. دلته د افغان لوبغاړو شمېرو ته کتنه کوو او هر لوبغاړي ته د ده وړاندې کړې لوبې ته په پام پواینټونه ورکوو.
د منډه جوړولو ډګر
رحمن الله ګربز: نهه لوبې ، نهه ځله بېټینګ، په ۲۸۳ بالونو ۲۸۰ منډې. ګربز دوه پنځوسیزې وکړې او تر ټولو ډېرې منډې یې ۸۰ وې چې له انګلنډ سره یې وکړې. د ګربز د منډو اوسط ۳۱.۱۱ و.
ابراهیم ځدراڼ: نهه لوبې، نهه ځله بېټینګ، یو ځل ناسوځېدلی، په ۴۹۱ بالونو یې ۳۷۶ منډې وکړې، یوه سلیزه او یوه پنځوسیزه یې وکړه تر ټولو ډېرې منډې یې ناسوځېدلې ۱۲۹ وې چې له استرالیا سره یې وکړې. د ده د منډو اوسط ۴۷ و.
رحمت شاه: نهه لوبې، نهه ځله بېټینګ، یو ځل ناسوځېدلی، په ۴۱۹ توپونو یې ۳۲۰ منډې وکړې، درې پنځوسیزې یې درلودې ، ۷۷ ناسوځېدلې منډې یې له پاکستان سره وکړې چې تر ټولو ډېرې منډې یې شوې. د ده اوسط ۴۰ و.
حشمت الله شهیدي: نهه لوبې، نهه ځله بېټینګ، درې ځلې ناسوځېدلی، په ۴۲۴ بالونو یې ۳۱۰ منډې وکړې، درې پنځوسیزې یې کړي، تر ټولو ډېرې منډې یې ۸۰ وې، اوسط یې ۵۱.۶۶ و.
نجیب الله ځدراڼ: دوې لوبې، دوه ځله بېټینګ، په ۲۱ بالونو ۷ منډې، تر ټولو ډېرې منډې یې ۵ وې او اوسط یې ۳.۵۰ و.
محمد نبي: نهه لوبې، شپږ ځله بېټینګ، په ۷۵ بالونو ۵۵ منډې، تر ټولو ډېرې یې ۱۹، د۰۹.۱۰ په اوسط
عظمت الله عمرزی: نهه لوبې، اته ځله بېټینګ، درې ځلې ناسوځېدلی، په ۳۶۱ بالونو یې ۳۵۳ منډې کړې دي، څلور پنځوسیزې یې لرلې، ناسوځېدلې ۹۷ یې تر ټولو ډېرې وې، اوسط یې ۷۰.۶۰ و.
راشد خان: نهه لوبې، پنځه ځله بېټینګ، یو ځل ناسوځېدلی، په ۱۱۱ بالونو ۱۰۵ منډې، تر ټولو ډېرې یې ناسوځېدلې ۳۵، د ۲۱ په اوسط
اکرام علیخېل: شپږ لوبې، درې ځله بېټینګ، یو ځل ناسوځېدلی، په ۱۰۱ بالونو ۸۹ منډې، تر ټولو ډېرې یې ۵۸، یوه پنځوسیزې یې کړې او د منډو اوسط یې و ۴۴.۵۰
مجیب الرحمن: نهه لوبې، څلور ځله بېټینګ، یو ځل ناسوځېدلی، په ۴۰ بالونو ۵۱ منډې، تر ټولو ډېرې یې ۲۸، د ۱۲.۷۵ په اوسط
نوین الحق: ۷ لوبې،۵ ځله بېټینګ، یو ځل ناسوځېدلی، په ۲۵ بالونو ۱۶ منډې تر ټولو ډېرې یې ناسوځېدلې نهه، اوسط یې ۴
فضل فاروقي: شپږ لوبې، درې ځله بېټینګ، دوه ځلې ناسوځېدلی، په نهه بالونو دوې منډې، د دوو په اوسط
نور احمد: څلور لوبې ، یو ځل بېټینګ، په ۳۲ بالونونو یې ۲۶ منډې وکړې، اوسط یې ۲۶
د بالېنګ برخه
فضل حق فاروفي: شپږ لوبې کړي،۴۰ اوورونه یې کړي، ۶ کسه سوځولي، ۲۲۸ منډې یې ورکړي، غوره بالېنګ یې د ۳۴ منډو په ورکړه څلور کسه سوځول و، اوسط یې ۳۸ ، په هر اوور کې یې ۵.۷۰ منډې ورکړې دي.
مجیب الرحمن: نهه لوبې کړي، ۸۱.۵ اوورنه یې کړي، ۸ کسه سوځولي، ۴۵۸ منډې یې ورکړې دي، غوره بالېنګ یې د ۵۱ منډو په ورکړه درې کسه سوځول و، اوسط یې ۵۷.۲۵ دی او په هر اوور کې یې ۵.۶۱ منډې ورکړي.
نوین الحق: اووه لوبې یې کړي، ۵۳.۱ اوورونه یې کړي، اته کسه سوځولي، ۳۳۶ منډې یې ورکړي دي، غوره بالېنګ یې د ۴۷ منډو په ورکړه د دوو کسانو سوځول و، اوسط یې ۴۲ دی او په هر اوور کې یې ۶.۳۱ منډې ورکړي.
عظمت عمرزی: نهه لوبې، ۳۸ اوورونه یې کړي، ۷ کسه سوځولي، ۲۷۰ منډې یې ورکړي، غوره بالېنګ یې د ۵۲ منډو په ورکړه دوه کسه سوځولي، اوسط یې ۳۸.۵۶ او په هر اوور کې یې ۷.۱۰ منډې ورکړي.
راشد خان: نهه لوبې، ۸۶.۳ اوورونه یې کړي، ۱۱ کسه سوځولي، ۳۸۸ منډې یې ورکړي، غوره بالېنګ یې د ۳۷ منډو په ورکړه درې کسه سوځول و، اوسط یې ۳۹ ، په هر اوور کې یې ۴.۵۸ منډې ورکړي.
محمد نبي: نهه لوبې، ۶۱.۳ اوورونه یې کړي، ۸ کسه یې سوځولي، ۲۱۹ منډې یې ورکړي، غوره بالېنګ یې د ۲۸ منډو په ورکړه درې کسه سوځولي، اوسط یې ۳۵.۲۷، او په هر اوور کې یې ۴.۱۳ منډې ورکړي.
نور احمد: لوبې، ۳۸ اوورونه، پنځه کسه سوځولي، ۱۸۲ منډې یې ورکړي، غوره بالېنګ د ۴۹ منډو په ورکولو درې کسه سوځول. اوسط ۳۶.۴۰، په هر اوور کې یې ۴.۷۸ منډې ورکړي