رفح کې د اسرائیلو عملیات: 'یوه میاشت کې د غزې نږدې نیم وګړي بې‌ ځایه شوي'

رفح

د عکس سرچینه، AFP

په یوه میاشت کې د غزې نږدې نیمايي اوسېدونکي چې تر یو میلیون ډېر کسان کېږي، بې ځایه شوي دي.‌ ملګري ملتونه وايي دې یوه پراخ بشري کړکېچ رامنځته کړی دی.

د اسرائیل پوځ د غزې نورو سیمو کې له جګړې نږدې اووه میاشتې وروسته د می پر ۶مه رفح ښار کې ځمکني عملیات پیل کړل.‌

اسرائیل ټینګار کوي چې‌ د رفح له نیولو او د حماس د پاتې ډلګیو له لمنځه وړلو پرته د جګړې ګټل امکان نه لري.‌

خو تازه ملګرو ملتونو ګواښ کړی چې په دومره کمه موده کې له خپلو سیمو د دومره ډېرو خلکو بې ځایه کېدل او ترڅنګ یې د مرستو په لېږد کې کمښت مرګونې پایلې لري.‌

فلسطیني ‌کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې "یو‌اېن روا" بي‌بي‌سي ته ویلي چې ماشومان د خوړو او اوبو له کمښته مړه کېږي.

د اسرائیلي پوځ یوه ویاند اویچای ادرایي د می پر شپږمه د رفح په ختیځ کې فلسطینیانو ته لارښوونه وکړه، چې د هغې "پراخې بشري سیمې" پر لور وخوځېږي، چې له ورڅېرمه 'المواصي' تر مرکزي 'دیر البلح' ښاره پرته ده.

هغه وویل بې‌ ځایه شوي کسان به په دې سیمه کې خېمو، روغتونونو، خوړو او نورو امکاناتو ته لاسرسی ولري.

د اسرائیل دفاعي ځواکونو تر دې وروسته له مصر سره د رفح بندري لارې کنټرول لاس کې واخیست او د دغه ښار په ختیځ کې یې د حماس د غړو او تاسیساتو خلاف هغه څه چې دوی یې "د ترهګرۍ ضد دقیق عملیات" بولي، پیل کړل.

د رفح مرکزي سیمو پر لور د اسرائيلي ځواکونو له پرمختګ سره هممهاله د دغه ښار نورو سیمو کې په لنډمهاله استوګنځایونو کې ځای پر ځای شوي فلسطینیان هم بې ځایه شول.

د بي‌بي‌سي عربي څانګې لخوا د سپوږمکۍ په وسیله د رفح ښار په مرکز او سویل کې د اخیستل شویو عکسونو ارزونه ښيي چې په وروستیو اونیو کې د کډوالو پنډغالو کې زرګونه خیمې کمې شوې دي.‌

د جون لومړۍ نېټه له فضا په اخیستل شويو عکسونو کې د رفح لوېدیځ چې یو وخت خورا ګڼ مېشتی و، دښتې ته ورته ښکاري.

له 'تل السلطان' سیمې هم چې د کډوالو یو ستر پنډغالی پکې پروت دی، په ورته عکسونو کې لیدل کېږي چې پراخه سیمه له خیمو پاکه شوې ده.‌

رفح

د اسرائیل دفاعي‌ځواکونو (ای‌ډي‌اېف) یوازې د رفح ختیځ کې خلکو ته د وتلو لارښوونه کړې وه او د دغه ښار لوېدیزې او مرکزي سیمې په دغه امر کې نه شاملېدلې.

خو خلکو له دغو سیمو هم تر هغې وروسته وتل پیل کړل چې د می ۲۶مه په تل السلطان کې د بې ځایه شویو فلسطینیانو یوه پنډغالي کې د اسرائیلي ځواکونو له برید وروسته اور ولګېد.‌ د حماس تر واک لاندې روغتیا وزارت وايي، دې پېښه کې د ګڼو ماشومانو په ګډون ۴۵ کسان ووژل شول.‌

د می ۲۸مه پر خواله رسنیو یوه خپره شوې ویډیو کې د رفح مرکزي العوده سیمه کې یو زغره وال ګاډی او سرتېري لیدل شوي وو.‌

د جون په لومړۍ نېټه د سپوږمکۍ په وسیله اخیستل شوي عکسونه هم رفح ته نږدې څو زغره وال ګاډي ښيي.‌

دا برید د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د مشرانو او د بشري حقونو مدافع ډلو لخوا په پراخه کچه غندل شوی و.

خو د اسرائیل دفاعي ځواکونو وویل چې د حماس پوځ مشران یې په نښه کړي‌ او دا چې د ملکي مرګژوبلې رپوټونو په تړاو به څېړنې وکړي.‌

اسرائیلي ځواکونه وروستیو اونیو کې د رفح له ختیځ او سویل لوري کرار کرار د ګڼ مېشتو سیمو پر لور حرکت کوي.‌

د بشري وضعیت ترینګلي کېدل

رفح

ملګرو‌ ملتونو او نورو ادارو خبرداری ورکړی چې پر رفح ښار برید به ناوریني پایلې ولري.

فلسطیني‌کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې مشرې جولیت توما بي‌بي‌سي ته ویلي "خلک هر ورځ مري... د رپوټونو له مخې غټ اکثریت یې ښځې او ماشومان دي. ډېر یې بې دلیله د روغتیايي پاملرنې د نشتوالي له کبله مړه کېږي.‌ ډېر ماشومان د ناسمې تغذیې او د اوبو کمښت له کبله ژوند بایلي."

هغې زیاته کړې چې "څه ته چې ډېره اړتیا ده، غزې ته د ډیرو ضروري‌ او ژوند ژغورونکو مرستو پرله پسې رسېدل دي، ځکه غزه کې د دوو میلیونو خلکو ژوند ورپورې تړلی دی."

د غزې سویل کې رفح بندر چې له مصر سره د تګ راتګ تر ټولو ستره لار ده، تر هغې وروسته وتړل شو، چې اسرائیلي ځواکونو یې د مې میاشتې لومړیو کې د فلسطینۍ غاړې کنټرول لاس کې واخیست.

اسرائیل وايي‌ دوی بشري مرستې سویل کې له یوې بلې لارې 'کېرم شالوم' (کرم ابو سالم) لېږدوي، خو ملګري ملتونه وايي‌ د دغه بندر له لارې تګ راتګ خورا خطرناک دی.‌‌

له دې سره د روغتیا نړیوال سازمان 'دبلیو‌اېچ‌او' وايي رفح ته د اسرائیلي ځواکونو ننوتلو او د کړکېچ ډېرېدو له کبله دغه ښار کې درې ستر رغتونونه تړل شوي دي.‌

رفح

د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې رفح تېر اکتوبر د جګړې له پیل مخکې شاوخوا ۲۵۰ زره اوسېدونکي درلودل.

خو دغه سازمان وايي، د جګړې په څو لومړیو میاشتو کې د دغه ښار د اوسېدونکو شمېر ۱ اعشاریه ۴ میلیون کسانو ته ورسېد او په دې توګه ښار د کډوالو پر یوه ستر پنډغالي‌ واوښت.

د اسرائیل دفاعي ځواکونو اکتوبر کې د غزې ښار او مرکزي سیمو په ګډون د غزې د شمالي برخو اوسېدونکو ته ویلي وو چې د دې تړانګې د سویل پر لور ولاړ شي.‌

دغو ځواکونو په دې وروستیو کې د غزې-مصر پر پوله د فیلاډلفیا دهلیز په نوم له ستراتېژیک اهمیته د یوې برخمنې حایلې سیمې د نیول خبر ورکړ.‌

د غزې جګړه تر هغې وروسته پیل شوه چې حماس وسله وال د اکتوبر ۷مه له دې تراړې یو ناڅاپه پر اسرائیل برید وکړ، شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۲ نور یې له ځان سره د یرغملو په توګه غزې ته ولېږدول.

غزه کې د فلسطین روغتیا وزارت وايي، د جګړې له پیل راهیسې د دې تراړې لروبر د اسرائیلي ځواکونو بریدونو او عملیاتو کې له ۳۶ زرو ډېر کسان وژل شوي دي.

د عدالت نړیوالې محکمې د مې ۲۴مه اسرائیل ته امر وکړ چې رفح کې خپل پوځي عملیاتو سملاسي ودروي.