امریکا وايي سوریه کې یې د سپاه پاسداران پر اړوندو اهدافو تازه بریدونه کړي

د امریکا متحدو ایالتونو سوریه کې د ایران د سپاه پاسداران او د دغه هېواد د اړوند ملېشو پر اهدافو د بریدونو خبر ورکړی دی.

د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن یکشنبه په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د سوریې ختیځ کې د سپاه پاسداران پر اړوندو اهدافو دغه بریدونه سوریه او عراق کې پر دېره امریکايي ځواکونو د وروستیو بریدونو په ځواب کې شوي.

د ښاغلي اسټن په وینا د دوی بریدونو کې ابوکمال او میادین ښارونو ته نږدې یوه روزنیز مرکز او یو خوندي پټنځی په نښه شوي دي.‌

د امریکا دفاع وزیر ویلي، د دغو بریدونو امر شخصآ د امریکا ولسمشر جو بایډن ورکړی دی.

په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې متحد ایالتونه د خپلو سرتېرو د خوندیتابه له ډاډمنولو پورته بل لومړیتوب نه لري او دا چې د ځان، خپلو ځواکونو او ګټو دفاع به کوي.

هممهاله د امریکا پوځ مرکزي قومندانۍ ‏'سېنټکام' هم یکشنبه پر خپله خواله رسنۍ د دغو بریدونو خبر ورکړی دی.

د یادونې ده چې دا په تېرو دریو اوونیو کې دریم ځل شو چې د امریکا متحدو ایالتونو سوریه کې د سپاه پاسداران او د ایران د نیابتي ځواکونو پر اهدافو بریدونه کوي.

تر دې مخکې د امریکا دوو اېف-۱۵ جنګي جټونو چارشنبه د سوریې دیرالزور کې د ایران د سپاه پاسداران اړوند د مهماتو پر یوه زېرمتون برید وکړ.

د اکتوبر ۲۶مه بیا یوه اېف-۱۵ او دوو اېف-۱۶ جټونو د سوریې ختیځ کې د سپاه پاسدارن او له دوی سره د تړلو ملېشو پر دوو اهدافو بریدونه کړي وو.

د اکتوبر ۷مه د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې د ایران اړوندو ملېشو لخوا په عراق او سوریه کې پر دېره امریکايي ځواکونو بریدونه ډېر شوي دي.

په دې لړ کې یمن کې هم حوثي ملېشې د امریکا د یوې بې‌پیلوټه الوتکې د نسکورولو مسوولیت منلی دی.

امریکا وايي، غزه کې د جګړې له پیل راهیسې یې سیمه کې پر ځواکونو لږترلږه ۴۰ بریدونه شوي

چې ۴۵ کسان پکې ټپيان شوي دي.