د پاریس اولمپیک سیالیو لپاره "د چاپېریال پاکولو" پر چارو نیوکې شوې

د ۲۰۲۴ کال اولمپيک سیالیو د تر سره کولو تر څنګ د دې یوه بله موخه د کوربه ښار پاريس تلپاتې پرمختګ او بيا رغونه وه، خو د فعالانو یوې ډلې د دې سیالیو د تنظیم اړوند پلانونو په هکله پوښتنې راپورته کړې دي.

دوی وايي، چې د اولمپیک لوبو لپاره د ښار چمتوکولو په بهیر کې یو شمېر کډوال او بې کوره کسان له ښاره بهر شړل شوي او د فرانسې کومې بلې څنډې ته لېږدول شوي‌ دي.

تر یوه پله لاندې لسګونه سیمټي خنډونه چې موړې موړې جوړ شوي، ځای پر ځای شوي دي، چې بې کوره کسان هلته ځای په ځای نه شي.

د فعالانو په وینا، د دې خنډونو د ځای پرځای کولو موخه دا ده، چې د ۲۰۲۴ کال اولمپیکسیالیو په بهیر کې بې کوره کسان او کډوال له واټونو او له دا ډول پناه ځایونو لېرې وساتي.

(د پاریس پیوستون وکیلانو ګروپ) اورلیا هیو په دې هکله وايي: "نن په سړکونو کې هیڅوک نشته."

هغې دې کانکریټي خنډونو ته په اشارې سره وویل:

"پولیس راځي او ګزمې کوي، چې کډوال بېرته راستنه نه شي او خپل پناه ځایونه جوړ نه کړي. "

د اولمپيک لوبو د پرانیستې له مراسمو شاوخوا يوه اوونۍ مخکې د بې کوره خلکو يوه ډله له دې ځايه ايستل شوې وه.

دا ځای د دوی له وروستيو مېشت ځایونو یو و، چې د سیالیو له پیل څو میاشتې مخکې په تدریجي ډول له دې ځایه وایستل شول.

فارس الخالي یوسف له هغو کسانو یو دی، چې ژوند یې د دې بدلونونو له امله اغېزمن شوی دی.

نوموړی له چاد څخه فرانسې ته کډه شوی.

دی شاوخوا ۵۰۰ نورو کسانو سره په یوه ودانۍ کې اوسېد، چې د کانکریټو فابریکه وه او د اولمپیک له کلي څخه څو سوه متره لیرې وه.

د بلوا ضد پولیسو دا ودانۍ د اپریل په میاشت کې خالي کړه، او اوسېدونکو ته یې وویل، چې دوی به لنډ مهال لپاره د پاریس په څنډه کې یا سلګونه کیلومتره لېرې د تولوز په ښار کې ځای پرځای کړي.

فارس وايي:

" ومنئ چې دا وضعیت د کډوالو لپاره د یوه وېرونکي خوب په څېر دی. زموږ په ځای کې هرڅوک همدا اوس دا تجربه کوي. دوی د ټکټونو اخیستو پر مهال په تمځایونو کې نیول کېږي او د کډوالو لنډمهالو ځایونو ته لېږدول کېږي."

له دې ځایه څو دقیقې لرې تر یوه پله لاندې بل فعال پاول الوزی ولاړ دی.

دی وايي:

"دا ځای له ډېرو کلونو راهیسې د خیمو ښارګوټی و، دوی درې کاله دلته وو.هر ځای کې خیمې وې، کله کله به دلته ۱۰۰، ۲۰۰ یا ۳۰۰ کسان وو."

دا د یوې اوږدمهاله ستراتیژۍ برخه ده، چې د فعالانو په خبره د اولمپیک په پیلېدو سره ګړندۍ شوې.

له دې کوڅو څخه ایستل شويو خلکو ته د اوسېدو د ځایونو وړاندیز شوی، خو ډېری لنډمهاله ځایونه دي چې له پاریس څخه لېرې د فرانسې په نورو ښارونو کې دي.

پاول وايي:

"کله چې د پاریس له کوڅو څخه خلک راټولوي او وړي، لېرې ښارونو ته یې استوي، د دوی خپلې پخوانۍ اړیکې او جوړې کړې وړې ټولنې ماتېږي او له لاسه یې ورکوي."

نوموړی وايي، چې موږ نه غواړو خلک په واټونو ژوند وکړي. موږ غواړو هغوی کور ولري،‌ خو که تاسو خلک را ټولوئ او لنډ مهاله ځایونو کې یې ځای په ځای کوئ یا یې خواره واره کوي دا یې دایمي حل لاره نه ده.