کاپ ۲۸؛ هغه ښځه چې د خپل کور ساتنې لپاره یې ۱۰ زره کیلومتره سفر کړی، خو خوندي به یې کړي؟

د ملګرو ملتونو لخوا د اقلیمي بدلون په روانه نړیواله سرمشریزه کې نن د شنبې په ورځ د سمندرونو پر خوندیتابه بحث کېږي- داسې موضوع چې د نورو تر څنګ به یې له زرګونو کیلومترو ورغلې یوه ښځه له نږدې څاري.

۲۵ کلنې میروینا پاول دا مهال ځان دوبۍ ته رسولی ترڅو د اقلیمي بدلون په دې خبرو کې ګډون وکړي چې که خپل کور د مخ په زیاتېدونکي ګرمښت او د سمندر له څپو وژغوري.

د مرکچۍ په بڼه دا ښځه د بحرالکاهل شاوخوا د هستوګنې له ټاپو د تووالو نومي سیمې د ژغورنې غږ له ځانه سره د دوبۍ سرمشریزې ته وړی دی.

نوموړې ویلې "مونږ د سمندرونو ډېر زیات پوروړي یو، د بحرونو اوبه ګرمي جذبوي او مونږ یې تر دې دمه د نړیوالې مخ پر زیاتیدونکي ګرمۍ له بیې بېغمه کړي یو."

د اغلې پاول ټينګار په دې دی چې که "دا نړیواله سرمشریزه سمندر کې د پاتې شونو (فوسیل) او تېلو کمو کارولو هوکړه وکړي نو سمندرونو به تر ټولو ډېره ګټه کړي وي."

دا د کاپ په سرمشریزه کې د میروینا لومړۍ ځل ګډون دی، نوموړې له ۲۴ ساعته پرواز وروسته دوبۍ کې دې ناستې ته ځان رسولی.

اغلي میروینا له فیجي څخه هانګکانګ او له هغه ځایه بیا متحده عربي اماراتو ته مزل کړی چې د اقلیمي بدلون روانې غونډې ته د خپلې جزیرې غږ ورسوي.

د سلا مشورو لپاره دوبۍ ته د تللي ټووالو ټيم تر منځ دا ښځه د داسې یوه ګروپ استازولي کوي چې کور او تاریخ یې په ختمیدو دی.

هغه د ډانګ او پړانګ تر منځ ژوند کوي او خپله د اغلې میروینا په ټکو د خپل کور یوې خوا سپینې شګې او بلې خوا د سمندر پاکو اوبو تر منځ یې ژوند دی.

په دې سیمه کې د اوبو کچه د ۳۰ پخوانیو کالونو پرتله صفر اعشاریه ۱۵ متره جېګه شوې دا هر کال ۵ ملي متره لوړوالی ښیي.

اټکل کېږي چې د سمندر اوبو د لوړوالي کچه به همداسې په ډېرېدو وي او تر ۲۰۵۰م کاله یې د نن پرتله د شل سانتي متره لوړېدو اټکل شوی دی.

په سمندر کې د ګیر ایسلنډویانو راتلونکی، تاریخ، کلتور او د ژوندانه بڼه په دغه سمندر پورې تړلې، او د دې لپاره دوی پاک او ښه سمندر ته اړتیا لري چې تازه کبان ولري او د اوبو کچه یې د ګواښ په کچه لوړه نه شي. د دې جزېرې ټول نفوس څو زره کسانو ته رسېږي.

په سمندري علم د ډېرې پانګونې ټینګار

د شنبې په ورځ د امریکا او ناروې په ګډون د سمندر په څېرمه د پرتو څو هېوادونو استازو یوه له بل سره د سمندرونو د راتلونکو په اړه جلا ناسته لرله.

دوی په دې غږېدل چې څنګه سمندرونه د ژورو اقلیمي بدلونونو ساتلی شي او دا چې څنګه له سمندرونو د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې استفاده کېدای شي.

سمندر ته څېرمه پرتو هېوادونو د سمندر له څپو او شماله د انرژۍ تولید یوه مهمه او پاکه انرژي بللې چې که په دې برخه کې ظرفیتونه لوړ شي.

د رپوټونو پر بنسټ له سلو ډېرو نړیوالو سازمانونو د دوبۍ په روانه ناسته کې د سمندرونو اړوند اعلامیه لاسلیک کړې.

په دې اعلامیه کې د سمندرو په اړه د علم زیاتیدو ( سمندري ساینس) لا پانګونې ټينګار شوی تر څو تحلیل کونکي د سمندر اوبو کچې د لوړوالي او راتلونکي په اړه لا ډېر کره معلومات غونډ کړي.

د پاسپېک دغو اوسېدونکو د اوسني ژوند په اړه به دا ګام ناوخته وي ځکه وار له مخه د سمندري اوبو کچه لوړه شوې او د سمندر څپو له کبله د دوی هستوګنځایونه وار له مخه د سړو له څپو سره مخ شوي، خو حل لار څه ده؟

دغې ټاپو ته د ورپېښو ګواښونو له کبله تېره نومبر میاشت کې اسټرالیا د پاسپېک ایسلېنډرز اوسېدونکو ته د کډوالۍ ویزو ورکولو اعلان وکړ خو په سمندر کې ګیر دغو لږکیو هلته تګ رد کړی.

اسټرالیا ویلي، دغو وګړو ته له اقلیمي بدلون څخه د کډوالو ځانګړې ویزې ورکوي.

د دوبۍ اقلیمي بدلون ته له لېرې ورغلې اغلې ماروینا وايي "دا غوښتنه نه مني."

هغه وايي "زه له خپلې سیمې ( ټوالو) سره مینه لرم، که زه له دې ځایه ځم هر څه بایلم، خپل کلتور، تاریخ خپله ټولنه او هر څه زه نشم هېرولی."

نوموړې وايي "د نوي کال مراسم به په ایسلنډ ټاپو کې له خپلې نیا سره تېروي."