پر رفح د بريد په اړه د اسرائیلو جنګي کابينه کې اختلاف؛ محمود عباس وايي يوازې امريکا کولی شي د بريد مخه ونيسي

په غزه کې د اوربند او د يرغمل شويو کسانو د خلاصون لپاره د هڅو په لړ کې د اسرائيلو په کابينه کې اختلافات زيات شوي دي.

په اسرائيلو کې د ملي يووالي ګوند مشر او د دغه هېواد د جنګي کابينې يوه غړي بني ګانټس ويلي، که د اسرائیلو حکومت د يرغمل شويو وګړو د خوشي کولو هوکړه ونکړي ښايي د شتون حق له لاسه ورکړي.

خو بل پلو د اسرائيلو د ماليې وزير بيټسالل سموټريچ ويلي، "دا ډول هوکړه به د شرم وړ تسليمي وي، که په رفح ځمکنی بريد ودرول شي اوسنی حکومت بايد دوام ونکړي. "

د اسرائيلو د بهرنيو چارو وزير اسرائيل کاټز هم ويلي که حماس د يرغمل شويو وګړو د خوشي کولو په اړه هوکړه وکړي، ښايي پر رفح پلان شوی بريد وځنډول شي.

په همدې حال د امریکا سپينې ماڼۍ د ملي امنيت سلاکار جان کربي وايي، اسرئيل ډاډ ورکړی چې د واشنګټن د اندېښنو تر هوارېدو به رفح ته ځواکونه نه استوي.

حماس بيا ويلي د دوشنبې په ورځ به د دوی يو پلاوی قاهرې ته ولاړ شي چې د اسرائيلو د وروستي وړانديز په اړه خبرې وکړي.

تر دې وړاندې د فلسطينۍ ادارې مشر محمود عباس ويلي وو، امریکا يوازينی هېواد دی چې د غزې پر جنوبي رفح ښار د اسرائيلو د بريد مخه نيولی شي. د نوموړي په وینا چې دا بريد به ډېری فلسطينيان له غزې تښتې ته اړ کړي.

ښاغلي عباس د سعودي پلازمېنه رياض کې د نړيوال اقتصادي فورم په ځانګړې غونډه کې وويل، "موږ له امریکا غوښتنه کوو چې له اسرائیلو وغواړي پر رفح بريد ونګړي. امريکا يوزاينی هېواد دی چې کولی شي اسرائيل د دې جنايت له ترسره کولو راوګرځوي."

سعودي هم د نړيوال اقتصادي فورم د نننۍ غونډې په پیل کې د نړۍ پر اقتصاد د اسرائیلو او حماس تر منځ د روانې جګړې د ناوړه اغېزو په اړه خبرداری ورکړ او په سيمه کې يې د ثبات د ټينګښت غوښتنه وکړه.

د سعودي عرب د ماليې وزير محمد الجدعان وويل، د غزې جګړې په اوکرايين او نورو ځايونو کې د شخړو تر څنګ د نړۍ پر اقتصادي وضعيت ډېر فشار راوړی دی.

د غزې تړانګه د اکتوبر په اومه د حماس غورځنګ له خوا پر اسرائیلو تر برید وروسته چې د رسمي شمېرو له مخې شاوخوا ۱۱۳۹ اسرائیلیان پکې ووژل شول، له شاوخوا اوو میاشتو راهیسې د جګړې د دوام شاهده ده.

اسرائیل وايي، د تېر نومبر په میاشت کې حماس د یوې تبادلې له لارې د دوی یوه ډله خوشې کړې وه، تر اوسه شاوخوا ۱۳۳ یرغمل شوي په غزه کې بندیان دي، په داسې حال کې چې ګومان کېږي شاوخوا ۳۰ یرغمل شوي کسان وژل شوي دي.

د غزې په تړانګه کې د روغتیا وزارت په وینا، پر غزې د اسرائیلو پرله پسې هوايي بریدونو په غزه کې لږ تر لږه ۳۴،۳۵۶ کسان وژلي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي او له ۷۷،۰۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.