تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ملګري ملتونه: غزه کې د ویجاړو ودانیو خځلو ایستل به ۱۴ کاله وخت ونیسي
ملګري ملتونه وايي، په غزه کې د جګړې له کبله ویجاړو شویو کورونو او ودانیو نژدې ۳۷ میلیونه ټنه خاورې - خځلې رامنځ ته کړې دي، یعنې په هر یوه مربع متر کې ۳۰۰ کیلوګرامه کنډواله ده.
د ملګرو ملتونو دغه چارواکي ویلي دي چې د غزې د جګړې له امله د کنډوالو د لویې برخې- چې په کې ناچاوده توکي هم شامل دي، ایستل به ۱۴ کاله وخت ونیسي.
د ماین پاکۍ په برخه کې د ملګرو ملتونو مسؤول بیر لودهمار څرګنده کړه چې جګړې شاوخوا ۳۷ میلیون ټنه کنډوالې رامنځ ته کړې دي، "یعنې موږ په هر مربع متر کې نژدې ۳۰۰ کیلو ګرامه کنډواله لرو."
هغه په جنیوا کې یوې خبري غونډې ته ویلي، که څه هم په غزه کې د موندل شویو ناچاودېدلو وسلو کره شمېر معلومول ناشوني دي، خو تمه ده چې پر کنډوالو د اوښتو او ویجاړو شویو ودانیو پاکول به په ټاکل شویو شرایطو کې ۱۴ کاله وخت ونیسي.
ملګرو ملتونو اعلان کړی چې د اسرائیلو عملیاتو غزه په "انساني دوزخ" بدله کړې چې د سختې لوږې کچه په کې په ډېرېدو ده.
د اروپا اضافي مرستې
د ملګرو ملتونو دا بیان په داسې حال کې مخې ته راځي چې اروپايي ټولنې د جمعې پر ورځ اعلان وکړ چې غزې ته د اړتیا وړ مرستو د رسولو لپاره به ۶۸ میلیونه یورو (۷۳ میلیونه ډالره) اضافي پیسې ورکړي.
اروپايي اتحادیې ویلي چې نوې مرستې به د خوړو، پاکو اوبو رسولو، روغتیا ساتنې او سرپناه پر چارو متمرکزې وي او سیمهییز شریکان به یې سمبالوي.
په بیان کې زیاته شوې چې "دا ملاتړ په ۲۰۲۴ کې د غزې دننه او په ټوله سیمه کې د اړو فلسطینیانو لپاره د اروپایي ټولنې لخوا چمتو شوي ټولې بشري مرستې ۱۹۳ میلیون یورو ته لوړوي."
د امریکا د مرستو لنډمهاله بندر
د امریکا پوځ د پنجشنبې پر ورځ غزې ته چې د بشري مرستو له کمښت سره مخامخ ده، د مرستو رسولو د زیاتولو په هدف د یوه بندر د جوړولو اعلان وکړ.
او کوچنۍ ساحلي سیمه له شپږو میاشتو راهیسې د اسرائیلو د بمبارۍ او ځمکنیو عملیاتو له امله ویجاړه شوې چې د اسرائیلو چارواکو په وینا د حماس جنګیالي په کې په نښه کوي، خو دې جګړې ملکي وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره اړینو بشري مرستو ته سخت اړ کړي دي.
د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) ویاند بټریډر خبریالانو ته وویل: "زه دا تاییدولی شم چې د امریکا پوځي کښتیو په سمندر کې د موقتي بندر او پل د جوړولو لومړني پړاوونه پیل کړي دي."
د امریکا ولسمشر جو بایډن د لومړي ځل لپاره دا پلانونه د مارچ په لومړیو کې هغه وخت اعلان کړل چې اسرائیل د ځمکنیو مرستو رسولو مخه ونیوله.
امریکايي چارواکو ویلي چې په دې هڅو کې به غزې ته د "ځمکنیو ځواکونو استول" شامل نه وي، بلکې امریکايي ځواکونه به د بند جوړولو پر مهال محاصره شوې سیمې ته ورشي او له اسرائیلي ځواکونو څخه به په ساحل کې د ځواکونو د اکمالاتو لپاره کار اخلي.
په غزه کې د سخت ګرم اوړي پیل
"خلک یوازې د ګرمۍ له امله په کېږدیو کې مري"
عبدالله ابو حجر چې له غزې نه سمندر ته د ګرمۍ له کبله تښتېدلی وايي.
هغه بيبيسي ته وویل: "په غزه کې، تاسو په ټولو لارو کې بند پاتې یاست او سمندر یوازینۍ سا اخیستونکی دی، د تودوخې درجه ډېره ده او رطوبت هم زیات دی."
ابو حجر څرګنده کړه چې د رفح له خلکو پرته نور ټول خلک په خېمو کې ژوند کوي چې له پلاستیک او نایلون څخه جوړې شوي، دا خېمې د تودوخې درجه د پام وړ لوړوي.
د غزې تړانګه د اکتوبر په اومه د حماس غورځنګ له خوا پر اسرائیلو تر برید وروسته چې د رسمي شمېرو له مخې شاوخوا ۱۱۳۹ اسرائیلیان پکې ووژل شول، له شاوخوا اوو میاشتو راهیسې د جګړې د دوام شاهده ده.
اسرائیل وايي، د تېر نومبر په میاشت کې حماس د یوې تبادلې له لارې د دوی یوه ډله خوشې کړې وه، تر اوسه شاوخوا ۱۳۳ یرغمل شوي په غزه کې بندیان دي، په داسې حال کې چې ګومان کېږي شاوخوا ۳۰ یرغمل شوي کسان وژل شوي دي.
د غزې په تړانګه کې د روغتیا وزارت په وینا، پر غزې د اسرائیلو پرله پسې هوايي بریدونو په غزه کې لږ تر لږه ۳۴،۳۵۶ کسان وژلي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي او له ۷۷،۰۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.