تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اریانا تښتول شوې الوتکه 'د یوه ساړه او تیاره تونل په څېر وه'
- Author, میټ نایټ
- دنده, بيبيسي نيوز، ایسیکس
پنځه ویشت کاله وړاندې، د افغانستان د هوايي چلند یوه الوتکه د لندن سټنسټېډ هوایي ډګر ته ورسېده او په دې توګه د بریتانیا پر خاوره د الوتکې د تښتولو یوه تر ټولو اوږده پېښه پیل شوه.
د یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو او د الوتکې د تښتونې جنجال پای ته رسېدو لپاره څلور نورې ورځې تېرې شوې.
د بویینګ ۷۲۷ اریانا هوايي شرکت الوتکه د ۲۰۰۰م کال د فبرورۍ پر شپږمه د افغانستان له پلازمېنې کابله د یوې کورنۍ الوتنې پر مهال وتښتول شوه.
وړاندې له دې چې د فبرورۍ پر اوومه ګهیځ وختي د شمالي اسکس سیمه کې د سټنسټېډ هوايي ډګر کې ناسته وکړي، دغه الوتکه په ازبکستان، قزاقستان او مسکو کې تم شوې وه. الوتکه کې له ۱۵۰ ډېر مسافر سپاره وو.
بي بي سي نیوز د هوايي ډګر له ځینو کارکوونکو او نورو کسانو سره خبرې کړي، چې دوی د دې کړکېچ په حل کې څه ډول رول لوبولی.
"زه یې خبرو کې نه شم بیانولی چې څه پېښ شول"
د هوایي ډګر کارکوونکی کرټس والش هغه مهال ۱۹ کلن و.
له څلور ورځني کړکېچ وروسته، هغه له الوتکې نه د ځمکې د برېښنا قطع کولو لپاره واستول شو او بیا الوتکې ته ننوت.
هغه وايي "زه حتی په خبرو کې دا نه شم بیانولی چې څه پېښ شول ".
"دا خلک په هغه الوتکه کې څلور ورځې پاتې شوي وو. دا ډېر وحشتناک و.
"زه یوازې د الوتکې دننه کې چوپه چوپتیا یادوم. تاسو چې الوتکه کې د مسافر په توګه سفر کوئ، تاسو عادت یاست چې هر څه روښانه او پاک وي، خو هلته یوازې ساړه او تیاره وه؛ لکه یو یخ او تیاره تونل."
اوس، چې هغه ۴۵ کلن دی، په هوایي ډګر کې د امنیت د روزونکي په توګه کار کوي او په روزنیزو غونډو کې د دې غلا یادونه کوي.
"یقینا زما رګونو کې اډرینالین پمپ کېدل"
۴۸ کلن الیکس اډمز د سټینسټېډ هوایي ډګر د اور وژنې او ژغورنې عملیاتو مشر دی، خو په ۲۰۰۰م کال کې هغه یوازې ۱۴ میاشتې مخکې له دې چې د (ګرین واچ) اور وژونکی شي، خپله دنده پیل کړې وه.
هغه د هوایي ډګر د یوې بلې پېښې تجربه هم لري چې یوازې یوه اوونۍ وړاندې د ۱۹۹۹م کال د ډسمبر په میاشت کې د کوریا د هوایي شرکت بار وړونکې الوتکه له الوتلو وروسته ولوېده.
د الوتکې د یرغمل په وخت کې، د اور وژنې ډلې د ځانګړو ځواکونو د هڅو په اړه وروستۍ خبرونه ترلاسه کول.
"موږ ته به منظم راپورونه راکول کېدل او لارښوونې راته کېدې، لکه څنګه چې 'که کومه اراده نه وي، نو ځانګړي ځواکونه پلان لري پر الوتکه برید وکړي.'
"۱۴ میاشتې په خدمت کې، زه فکر کوم، 'دا د کار لپاره یو ډېر جالب ځای دی.' ما په ډاډ سره د څه وخت لپاره د اډرینالین پمپولو احساس درلود."
"ټول هغه کسان چې مو لیدل د دوښمنۍ رویه ورسره وشوه"
د هوایي ډګر په ځانګړو ځواکونو کالین مکلاکلن هم و.
دی هغه وخت ۲۴ کلن سرتېری و.
هغه مخکې په کولچیسټر کې مېشت و او یوازې د ځانګړو هوایي ځواکونو (SAS) د غوراوي پړاو یې پای ته رسولی و.
هغه ته پیغام ورکړل شو چې هوایي ډګر ته ولاړ شي. نوموړی هلته د ځانګړي ځواک لومړنی سرتېری و چې ورسېد، د پولیسو په جامو کې تېر او له نورو سره یوځای شو.
د ده په یاد دي چې وايي "ما د الوتکې مخې ته کتل".
"تاسو باید د لید کرښه وساتئ او څه چې پېښېږي په اړه یې تشرېح ورکړئ. هر څوک چې موږ لیده، د دوښمن په توګه چلن ورسره شوی و."
"تاسې وینئ خلک له کړکۍ وځي"
کړکېچ هغه وخت پای ته ورسېد کله چې د الوتکې کپتان او د عملې درې لوړپوړي غړي د څلورمې ورځې په لومړیو ساعتونو کې د کابین د کړکۍ له لارې وتښتېدل.
رونا ویترال-یانګ، چې اوس ۵۳ کلنه ده، په هوایي ډګر کې د مطبوعاتو په دفتر کې کار کاوه او هغه شپه یې په کار کې وه.
دا وايي "په یاد مې دي چې سکای نیوز تلویزیون مې کوت او په ژوندۍ بڼه یې د الوتکې پېښه خپروله".
"د کابين دننه د خلکو خوځېدل لیدل کېدل او لیدل مې چې خلک له کړکۍ وځي. دا ډېره په زړه پورې وه."
وروسته، ټول یرغمل شوي کسان خوشې شول، چې ۶۰ یې بریتانیا کې د پنا غوښتنه وکړه.
په ۲۰۰۱م کال کې نهه افغانان د الوتکې د تښتونې، دروغجن توقیف او د وسلې او چاودېدونکو توکو د لرلو په تور بنديان شول، خو په ۲۰۰۳ کال کې وروسته له هغه برائت ورکړل شو چې وموندل شوه په دوی فشار و چې دا کار وکړي.