تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا کې د غورځېدلې الوتکې تور بکسونه موندل شوي
د امریکا پلازمېنه واشنګټن ډي سي کې له چورلکې سره له ټکر وروسته د غورځېدلې الوتکې تور بکسونه موندل شوي او له دې سره په هغه هوايي ډګر کې د کارکوونکو شمېر په هکله هم پوښتنې راپورته شوې، چې دا الوتکه پکې کېناستله.
په امریکا کې د بي بي سي همکاره رسنۍ سي بي اېس په خپل رپوټ کې د سرچینو په حواله وايي، معمولا دوه کسان د دې خورا سخت امنیتي کنټرول لرونکي هوايي ډګر د الوتکو او چورلکو د هوايي ترافیک کنټرول په برخه کې کار کوي، خو پر چهارشنبه هلته یوازې یوه کس چارې سمبالولې چې دا الوتکه وغورځېده.
چارواکي اوس هم د دې پېښې په هکله پلټنې کوي، چې د مسافرو لېږدونکې الوتکې او پوځي چورلکې ټولټال ۶۷ سپرلۍ پکې ووژل شوې. د امریکا ملي ټرانسپورټ بورډ (این ټي اېس بي) مسوولین وايي، په ۳۰ ورځو کې به د پېښې په تړاو یو پارلماني رپوټ وړاندې کړي.
د سي بي اېس رپوټ کې ویل شوي، د الوتکې توربکسونه به د پېښې ځای ته نژدې این ټي اېس بي لابراتوار ته ولېږدول شي او معاینات به یې وشي.
د فدرالي هوايي چلن ادارې (ایف اې اې) رپوټ له مخې، چې لومړی ځل یې نیویارک ټائمز په هکله معلومات خپاره کړل، د هوايي ترافیک کنټرول برخې د کارکوونکو شمېر له معمول سره سمه چاره نه ده.
فدرالي حکومت له څو کلونو راهیسې د ایف اې اې په ځینو ځانګړو مهمو پوستونو لپاره د کسانو ګومارنې برخه کې له ستونزو سره مخامخ دی. د رپوټونو له مخې هغسې چې پر چهارشنبه په ریګان واشنګټن ملي هوايي ډګر کې د چورلکو او الوتکو د هوايي کنټرول برخه کې یوازې یو کس فعال و، د معمول خلاف چاره او له تګلارو سرغړونه نه ده.
لامبوزنو پر پنجشنبه کرۍ ورځ د پوټوماک سیند په سختو یخو اوبو کې د وژل شویو کسانو مړو موندلو په لټون تېره کړه او ماښام مهال د خطرناک وضعیت له کبله دا الټون پای ته ورسول شو.
د امریکن ائیرلاین هوايي شرکت په الوتکه کې چې له بلک هاک ډوله پوځي چورلکې سره له ټکر وروسته وغورځېده، ۶۴ کسان ناست وو. په چورلکه کې بیا درې پوځیان وو.
تر اوسه په دې پېښه کې د وژل شویو رسمي شمېر نه دی اعلان شوی، خو پولیسو د بيبيسي امریکايي شریک سيبيایس نیوز ته د ۳۰ جسدونه د موندل کېدو ویلي دي.
امریکن هوايي شرکت ویلي، ۵۳۴۲ شمېره الوتنه یې د کېنزاس له ویچیتا ښاره واشنګټن ته روانه وه.
سي بي اېس نیوز خبري شبکې ته په یوه استول شوې اعلامیه کې ایف اې اې چارواکو ویلي، د الوتکې او چورلکې ترمنځ د ریګن واشنګټن ملي هوايي ډګر ۳۳ مې ځغاستلیکې ته د رسېدو پر مهال ټکر شوی دی.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، ده ته د دې ''وحشتناکې پېښې'' په هکله معلومات ورکړل شوي او نوموړي د ستاینې وړ فعالیت له کبله د مرستندویه ادارو کارکوونکو مننه کړې.
مخکې په واشنګټن ډي سي کې د بېړنیو مرستو ادارې مشر جان ډونیلې ویلي و، د ژغورنې چاره خورا پېچلي عملیات دي او وضعیت خورا سخت دی.
دی وايي، له ځايي وخت سره سم ماخوستن اته بجې او ۵۸ دقیو لومړنی مرستندوی کس د پېښې ځای ته ورسېد او په اوبو کې یې یوه الوتکه وموندله.
د ملي پلازمېنې سیمې ګډ هدفي ځواک چې د امریکايي پوځ یوه څانګه ده، د رسنیو برخې مسوولې سيبياېس نیوز ته ویلي، بلک هاک ډوله پوځي چورلکې چې په دې پېښه کې ښکېله وه، د تمریناتو لپاره الوت کاوه.
هغه زیاتوي دا چورلکه په ورجیینا ایالت کې د یوه پوځي مرکز اړوند وه.
امریکا کې د مساپر وړونکو الوتکې وروستۍ لویه پېښه د ۲۰۰۹ کال فبروۍ کې رامنځ ته شوې وه.
په هغې پېښه کې د کانټینینټل هوايي شرکت یوه الوتکه چې د نیو جرسي له نیوارک څخه روانه وه، د نیویارک په بفالو کې هوايي ډګر ته د نږدې کېدو پر مهال له یوه کور سره ټکر شوه چې ۴۹ کسان پکې ووژل شول.
تر هغې ورمخکې د ۲۰۰۱ کال نومبر کې د همدغه امریکن هوايي شرکت یوه ایربس اې۳۰۰ الوتکه له جان اېف کېنېډي نړیوال هوايي ډګره تر الوتلو لږ وروسته غورځېدلې او ۲۶۵ کسان پکې وژل شوي وو.