امریکا: ښايي پر هغو هېوادونو بندیزونه ولګول شي چې له ایران سره سوداګري کوي

پاکستان ایران

د عکس سرچینه، US DEPARTMENT OF STATE

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ایران او پاکستان تر منځ د زیاتېدونکو اړیکو په تړاو غبرګون ښودلی دی.

امریکا هغو هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې له ایران سره سوداګري کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویدانت پټېل یوې خبري غونډې ته وویل، دې ټکي ته پام مهم دی، پر هغو هېوادونو چې له ایران سره سوداګري کوي، ښايي بندیزونه پرې ولګول شي.

په واشنګټن کې د يوې خبري غونډې په ترڅ کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له مرستيال وياند ويدانت پټېل څخه وپوښتل شول چې د ايران ولسمشر پاکستان ته په سفر دی او د دغه سفر په ترڅ کې د پاکستان او ايران تر منځ اته هوکړه لیکونه لاسليک شوي او دوه اړخيزه سوداګري يې هم لس میلیاردو ډالرو ته لوړه کړه، امریکا دغو تړونونو ته په کومه سترګه ګوري؟

ښاغلي پټېل یې په ځواب کې وویل: "موږ غواړو دا روښانه کړو چې احتمالي بندیزونه به پر هغه اړخ ولګول شي چې له ایران سره سوداګري کوي. ټولو هېوادونو ته سپارښتنه کوو چې له احتمالي ګواښ څخه خبر شي. په هر حال، پاکستان کولای شي د بهرنۍ پالیسۍ له مخې له ایران سره معامله وکړي."

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د اپرېل په ۲۲مه په درې ورځني رسمي سفر پاکستان ته تللی و او نن د خپل هېواد په لور وخوځېد.

د دغه درې ورځني سفر په ترڅ کې د پاکستان او ایران تر منځ پر بېلابېلو موضوعاتو بحث شوی او د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا پیاوړتیا او په بېلابېلو برخو کې یې پر پراختیا خبرې شوې دي.

ایران پاکستان

د عکس سرچینه، @FOREIGNOFFICEPK

د ایران ولسمشر په دغه سفر کې له خپل پاکستاني سیال اصف علي زرداري، لومړي وزیر شهباز شریف، د پوځ مشر جنرال عاصم منیر، د مشرانو جرګې او ملي اسمبلۍ له مشرانو، د سېند او پنجاب له اعلی وزیرانو او واليانو سره کتلي دي.

هغه په دې موده کې اسلام اباد، لاهور او کراچۍ ته سفرونه وکړل.

د چارواکو په وینا، پاکستان ته د ایران د ولسمشر د سفر پر مهال د پاکستان او ایران تر منځ د سوداګرۍ حجم ۱۰ میلیارده ډالرو ته د لوړولو پر سر هم هوکړه شوې ده.

دا په ۲۰۲۱ کال کې د ایران د ولسمشر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته پاکستان ته د ابراهیم رئیسي لومړنی سفر دی چې د سیمې د سیاستونو څارونکي یې مهم سفر بولي.