حماس د کډوالو پر کمپ بمباري 'جنګي جرم' بللی؛ اسرائیل وايي پلټنه یې کوي

په غزه کې د حماس تر واک لاندې د روغتیا وزارت ویلي، اسرائیلي پوځ د فلسطیني کډوالو پر 'المغازي' کمپ بمبار کړی چې لږ تر لږه ۷۰ کسان یې وژلي دي.

حماس وايي، دا "له ظلم ډکه ټولوژنه" او د "جنګي جرمونو" یوه نمونه ده.

برید د یکشنبې په ورځ شوی چې د وزارت په وینا، درې کورونه پکې بشپړ ویجاړ شوی.

د غزې د روغتیا وزارت ویاند اشرف القدرة ویلي بمبارۍ کې "له ګڼې ګوڼې ډک یو استوګنیز ځای" په نښه شوی چې ښايي د قربانیانو شمېر لوړ شي ځکه چې د برید پر مهال ډېری کورنۍ په همدې استوګنځي کې وې.

بله خوا، د غزې تړانګې په شمال جبالیا کمپ کې پر یوه کور د اسرائیلو بمبارۍ کې د یوې کورنۍ لس غړي وژل شوي.

د المغازي کمپ بمبارۍ کې لسګونه ټپیان نژدې الاقصی روغتون ته لېږدول شوي.‌

په انځورونو کې ښکاري چې ځینې د ځینو ماشومانو مخونه په وینو لړلي او په کڅوړو کې اچول شوي مړي بهر په کتار کې اېښودل شوي.

یوه پلار ویلي، خپله لور او لمسیان یې له لاسه ورکړي او کورنۍ یې له شمال نه د غزې مرکز ته د خوندیتوب لپاره لېږدېدلې وه.

"دوی د یوې ودانۍ په دریم پوړ کې اوسېدل. دېوال پرې رالوېدلی. زما لمسیان، زما لور او د هغې مېړه ټول له منځه تللي.

موږ ټول هدف ګرځول کېږو.‌ ولسي وګړي په نښه کېږي. هېڅ خوندي ځای نشته. دوی راته وايي له غزې ووځئ – اوس موږ مرکزي غزې ته راغلي یو چې ومرو."

د فلسطین د سرې میاشتې ټولنې ویلي، د اسرائیلو "شدیدې" بمبارۍ د مغازي او د کډوالو د دوو نورو کمپونو بریج او النصیرات ترمنځ د اصلي لارو د تړل کېدو لامل شوې او "د امبولانسونو او ژغوندویه ډلو کار ورسره له خنډ سره مخامخ شوی".

د فلسطین د روغتیا وزارت وايي، د اکتوبر پر اومه پر اسرائیلو د حماس له برید وروسته – چې ۱۲۰۰ کسان پکې ووژل شول او ۲۴۰ نور یرغمل ونیول شول، پر غزه د اسرائیلو په بمباریو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر له ۲۰ زرو اوښتی چې ډېریه یې ماشومان او ښځې دي او ۵۴۰۰۰ نور ټپیان شوي دي.

د اسرائیلو لومړي وزیر ویلي، له تېرې جمعې ورځې راهیسې غزه کې د دوی تر لسو ډېر پوځیان وژل شوي، چې د اکتوبر د ۷مې له جګړې راپدېخوا تر اوسه اسرائیل د خپلو وژل شویو پوځیانو شمېر ۱۵۴ تنه یادوي.

"د اسرائیل خلکو، موږ به په غزې تړانګې کې جګړه لا پراخوو، موږ به تر هغه جګړې ته دوام ورکړو چې پر حماس ډلې بریالی شو. دا یوازینې لار ده چې له حماس ډلې سره یرغمل شوي کسان خوشي کړو او دا باوري کړو چې په راتلونکې کې له غزې نه اسرائیلو ته ګواښ نشته."

نوموړی زیاتوي چې پر غزې د يرغل لپاره یې درنه "درنه بیه" پرېکړې.

"هره جګړه یوه بیه لري او زموږ پوځیانو هم په خپلو سرونو د دې جګړې درنه بیه پرې کړې. موږ هر هغه څه کوو چې زموږ د پوځیانو خوندیتابه باوري کوي او د جګړې تر بري پورې به له جګړې لاس نه اخلو."

بله خوا، په واتیکان کې د کریسمس لمانځلو په مراسمو کې پاپ فرانسیس په منځني ختیځ کې د سولې راوستلو غوښتنه کړې ده.‌

"نن زموږ زړونه بیت لحم کې دي"

د حماس او اسرائیلو ترمنځ د جګړې په باب پاپ ویلي، "نن شپه زموږ زړونه بیت لحم کې دي".

پاپ د یکشبنې په ماخوستن وویل، جګړې په لوېدیځه تراډه کې د کریسمس پر مراسمو سیوری غوړولی دی.

بیت لحم ښار چې عیسویان یې د (عیسی) د پیدایښت ځای ګڼي، سږ کال د کریسمس له مراسمو بېغمه دی او هلته یې هېڅ څرک نه لیدل کېږي،‌ زیارت کوونکي نه ورځي او د جګړې له کبله ډېری محفلونه او مراسم لغوه شوي دي.