تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
حماس اسرائیل په غزه کې د "ملکي وګړو په ډله ییزه وژنه" تورن کړل
حماس د غزې شمال ته د پوځي عملیاتو په سیمو کې د اسرائیلو پوځ په "بې له محاکمې اعدام" تورن کړ. دې ډلې په یوه بیان کې لیکلي، چې د اسرائیلو پوځ "لږترلږه ۱۳۷ فلسطینیان" د باریکه په شمال کې په لویو کنډو کې "ژوندي په کنډواله کې" په "ډزو وژلي". اسرائیل وايي د دې پېښې په اړه "هېڅ معلومات" نه لري.
خو حماس دا یو جنایت او "بې شرمه" عمل او د اسرائیلو له خوا یې د فلسطینیانو نسل وژنه بللې ده.
اسرائیلو ویلي، تېره یوه اوونۍ کې یې د حماس ډلې ۲۰۰ غړي نیولي او د پوښتنو ګروېږنو لپاره یې خپلې خاورې ته بیولي دي.
د اسرائیلو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ځینې شکمن کسان چې د ملکي کسانو په منځ کې پټ شوي و په خپله خوښه دوی ته تسلیم شوي دي.
اسرائیلو ویلي، د "حماس ډلې د له منځه وړلو" په موخه یې پر غزې تړانګې د بریدونو راهیسې ۷۰۰ فلسطیني وسله وال نیولي دي.
حماس ادعا کوي چې، ډېرې ښځې او ماشومان د اسرائیلو له خوا وژل کېږي.
بي بي سي په خپلواکه توګه دغه ادعاوې نه دي تایید کړي.
اسرائیلو د اکټوبر پر اوومه د حماس جنګیالیو له برید وروسته د خپل غچ اخیستنې لپاره پر غزې برید وکړ، چې له ۱۲۰۰ ډېر کسان یې ووژل او شاوخوا ۲۴۰ نور یې یرغمل کړل.
د حماس ډلې تر ادارې لاندې روغتیا وزارت ویلي، د اسرائیلو د بریدونو له پیل راهیسې غزه کې لږ تر لږه ۲۰ زره کسان وژل شوي او ۵۰ زره نور ټپیان دي.
اسرائیلو لا هم پر غزې خپل تازه بریدونه جارې ساتلي او ملکي خلکو ته یې له خپلو مېنو د وتلو خبرداری ورکړی دی.
له اوربند پرته غزې ته د مرستو لېږد لپاره د امنيت شورا پرېکړه لیک تصويب شو
د ملګرو ملتونو امنیت شورا له یوې اوونۍ سختو چنو وروسته بالاخره د غزې په تړاو پرېکړه لیک ومانه.
په دغه پریکړه لیک کې د اوربند غوښتنه نه ده شوې، خو د هغې د ترلاسه کولو لپاره "د لازمو شرایطو پر رامنځته کولو" ټینګار شوی دی.
ملګرو ملتونو کې د اېکوادور استازی چې د امنیت شورا واریزه مشري ورتر غاړې ده د غړو هېوادونو د رایو پایلې اعلان کړې.
نوموړي وويل، "دیارلس مثبتې رایې، منفي رایې صفر او دوه ممتنع رایې. وړاندې شوې مسوده د ۲۷۲۰ پرېکړه لیک په توګه ومنل شوه."
امریکا او روسیې دواړو ممتنع رایې وکارولې. روسیه له دې امله چې د پرېکړه متن کمزوری دی او د تاوتریخوالي د ځنډولو غوښتنه نه ده شوې او د امریکا نیوکه بیا دا وه چې د پرېکړه متن کې حماس نه دی غندل شوی.
د دغې مسودې د وروستي متن پر سر له یوې اوونۍ راهیسې ناندرۍ روانې وې او پر مناسبو ټکو او جملو د سلا مشورو خبره کېده چې اوس دا دی له سمونونو وروسته ومنل شو.
ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې لېنډا توماس ګرینفیلډ له رایې اچوونې وروسته وویل دې پرېکړه لیک د مرستو د رسونې لپاره زمینه برابره کړه.
په پیل کې امنیت شورا ته وړاندې شوې مسوده کې د سملاسی اوریند یا د تاوتریخوالی د ځنډولو غوښتنه شوې وه چې د امریکا او اسرائیلو له سخت مخالفت سره مخامخ شوه، خو بالاخره د یوه جوړجاړي په پایله کې د "تاوتریخوالي پاېدونکي پای لپاره د زمینې د برابرولو عبارت د اوربند او یا د تاوتریخوالي د ځنډولو ځای ناستی شو"