مصر ته د حماس سیاسي مشر سفر؛ غزه کې د اوربند لپاره د خبرو نښې لیدل کېږي

د حماس سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه د یوه پلاوي په مشرۍ د مصر پلازمېنې قاهرې ته رسېدلی دی.‌

ټاکل شوې نوموړی د مصر د استخباراتو مشر او نورو چارواکو سره وګوري.‌

اسماعیل هنیه په قطر کې مېشت دی. ښاغلي هنیه له دې وړاندې د ایران بهرنیو چارو وزیر سره هم کتلي و.

مصر ته د نوموړي سفر د اسرائیلو او حماس تر منځ د خبرو د پیل له تازه نښو ګڼل کېږي.

مصر او قطر تېره میاشت غزه کې د ښکېلو ډلو تر منځ د لنډ مهالي اوربند په راوستو کې د منځګړي په توګه مهم رول لرلی دی.

د اسرائیلو ولسمشر اسحاق هرتزوګ ویلي، هېواد یې چمتو دی چې غزې ته د بشري مرستو رسولو او یرغمل کسانو د خلاصون لپاره یو ځل بیا اوربند وکړي.

هممهاله، د بریتانیا بهرنیو چارو وزیر ډېوېډ کمرون هم منځني ختیځ ته په سفر ځي، چې موخه یې "غزه کې اوږد مهالی اوربند، د بشري مرستو رسول او د یرغمل شویو خوشی کول" یاده شوې ده.‌

دا دغې سیمې ته د نوموړي دویم سفر دی.

امنیت شورا کې د غزې په اړه رایه اچونه

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې نن په هغه پرېکړه لیک رایه واچول شي، چې د حماس او اسرائیلو تر منځ د روانې جګړې د پای ته رسولو او دایمي اوربند غوښتنه پکې شوې.

دوی هیله من دي، چې د جګړې د بندولو لپاره دا غوښتنه یو ځل بیا د امریکا له خوا ویټو نه شي.

غزه کې د جګړې د بندولو لپاره پخوا څلور مسودې د شورا د ځینو غړو له خوا رد شوې دي او داسې اندېښنې شته، چې ښايي دا پرېکړه لیک هم تصویب نه شي.

د امنیت شورا لومړۍ مسوده چې د متحده عربي اماراتو له خوا وړاندیز شوې وه، داس فرصت یاد شوی، چې له مخې به یې غزې ته د بشري مرستو رسولو لپاره "خوندي‌ او له ځنډ پرته" اجازه ورکړل شي.

د ‌ متحده عربي اماراتو په وینا، پیل کې داسې انګېرل کېده چې پرېکړې ته نږدې شوي یوو خو وروستۍ خبرې او بحثونه ډېر لانجمن شول.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې داسې مهال نن غزه کې د دایمي اوربند په اړه رایه اچول کېږي چې، اسرائیلو نن سهار پر غزې تړانګې تازه بریدونه کړي دي.

رویټرز خبري اژانس رپوټ ورکړی، چې په ځایي وخت نن سهار شپږ بجې "اسرائيلو په پنځلس دقیقو کې پر غزې تړانګې له لسو ډېر بریدونه کړي دي."

غزه کې د حماس تر ادارې لاندې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې پر غزې د اسرائیلو تازه بریدونو کې پرون شاوخوا سل کسان وژل شوي او په سلګونه نور ټپيان دي.

له دې وړاندې یاد وزارت ویلي و، د اسرائیلو د برید د پیل راهیسې تر دې دمه غزه کې ۱۹۶۶۷ کسان وژل شوي دي او له ۵۰ زرو ډېر نور ټپیان دي.

د غزې پر تړانګه د اسرائیلو بریدونه د هغه برید په ځواب کې پیل شوي چې د حماس ډلې د روان کال اکتوبر پر اوومه د اسرائیلو په جنوبي سیمه کړی و او سلګونه کسان پکې وژل شوي وو.