د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غزه کې د اوربند لپاره رایه اچوي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غزه کې د دایمي اوربند لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتېرېش وړانديز ته رايه ورکوي.

تېره چارشنبه، انتونیو ګوتېرېش، د ملګرو ملتونو د منشور د ۹۹ مادې له مخې د سرمنشي د واکونو په کارولو سره په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه.

ښاغلي ګوتېرېش د امنیت شورا له غړو هېوادونو په یوه ځانګړي لیک کې په غزه کې د "انساني ناورین د مخنیوي" غوښتنه وکړه او ټینګار يې وکړ چې په غزه کې حالت په چټکۍ ناوړه کېږي.

د منشور ۹۹ ماده د ملګرو ملتونو مشر ته دا واک ورکوي چې د امنیت شورا پام هرې هغې مسلې ته واړوي چې په باور یې نړیوال امنیت او سولې ته ګواښ جوړوي.

له لسیزو راهیسې، د ملګرو ملتونو سرمنشي دغه ماده نه ده کارولې.

د ښاغلي ګوتېرېش ویاند سټیفن دوجارېک نیویارک وايي، "په دومره لنډه موده کې، غزه او اسرائیلو کې د سر زیان رامنځته شوې کچې ته په پام ښاغلي ګوتېرېش د امنیت شورا مشر ته د منشور د ۹۹ مادې له مخې لیک استولی دی.

د نوموړي په وينا "ښاغلي ګوتېرېش له غړو هېوادونو په ټینګه غوښتنه کړې چې د بشری ناورین مخنیوی او اوربند دې اعلان شي."

په غزه کې د جګړې بندولو په اړه د پخوانيو پرېکړه ليکونو څلور مسودې د شورا د غړو له خوا رد شوې او ښايي دغه پرېکړه ليک هم تصويب نه شي.

اسرائیلو د اوربند مخالفت کړی او د ملګرو ملتونو مشر یې د حماس په ملاتړ تورن کړی او د هغه د سملاسي استعفا غوښتنه يې کړې ده.

په همدې حال د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال او د دې سازمان د مرستندويه چارو مشر مارټېن ګرېفتېس وايي، نور د غزې په جنوبي سیمو کې د بشري مرستو رسول شوني نه دي.

نوموړي وویل، د دې سازمان لپاره نور خوندي ځای نشته چې کار وکړي خو زياته يې کړه داسې نښې نښانې شته چې اسرائیل ښايي ځینو مرستو ته د کرم شالوم له لارې غزې ته د لېږد اجازه ورکړي.

دا پوله د اکټوبر په اوومه د حماس بريد له پیل راهیسې تړل شوې ده.