له اوربند پرته غزې ته د مرستو لېږد لپاره د امنيت شورا پرېکړه لیک تصويب شو

د ملګرو ملتونو امنیت شورا له یوې اوونۍ سختو چنو وروسته بالاخره د غزې په تړاو پرېکړه لیک ومانه.

په دغه پریکړه لیک کې د اوربند غوښتنه نه ده شوې، خو د هغې د ترلاسه کولو لپاره "د لازمو شرایطو پر رامنځته کولو" ټینګار شوی دی.

ملګرو ملتونو کې د اېکوادور استازی چې د امنیت شورا واریزه مشري ورتر غاړې ده د غړو هېوادونو د رایو پایلې اعلان کړې.

نوموړي وويل، "دیارلس مثبتې رایې، منفي رایې صفر او دوه ممتنع رایې. وړاندې شوې مسوده د ۲۷۲۰ پرېکړه لیک په توګه ومنل شوه."

امریکا او روسیې دواړو ممتنع رایې وکارولې. روسیه له دې امله چې د پرېکړه متن کمزوری دی او د تاوتریخوالي د ځنډولو غوښتنه نه ده شوې او د امریکا نیوکه بیا دا وه چې د پرېکړه متن کې حماس نه دی غندل شوی.

د دغې مسودې د وروستي متن پر سر له یوې اوونۍ راهیسې ناندرۍ روانې وې او پر مناسبو ټکو او جملو د سلا مشورو خبره کېده چې اوس دا دی له سمونونو وروسته ومنل شو.

ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې لېنډا توماس ګرینفیلډ له رایې اچوونې وروسته وویل دې پرېکړه لیک د مرستو د رسونې لپاره زمینه برابره کړه.

نوموړې وويل،"نن امنیت شورا سيمې ته د مرستندویو د سملاسي او پراخ بشري لاسرسي او د تاوتریخوالي ختمېدا ته د زمینې برابرولو لپاره د بېړنیو ګامونو د پورته کېدا غږ وکړ. دا یادونه کوم چې دا لومړی ځل دی دا شورا دغه راز ژبه کاروي."

د امریکا استازې زیاته کړه د امنیت شورا غړي هېوادونه په دې باور دي چې دا اقدام د مرستو د کچې زیاتېدو او مخ پر وړاندې د شته ګامونو د اهمیت ځلولو لپاره مهم دی ځکه په وینا يې دوی سیمه کې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره په ګډه کار کوي.

په پیل کې امنیت شورا ته وړاندې شوې مسوده کې د سملاسی اوریند یا د تاوتریخوالی د ځنډولو غوښتنه شوې وه چې د امریکا او اسرائیلو له سخت مخالفت سره مخامخ شوه خو بالاخره د یوه جوړجاړي په پایله کې د "تاوتریخوالي پاېدونکي پای لپاره د زمینې د برابرولو عبارت د اوربند او یا د تاوتریخوالي د ځنډولو ځای ناستی شو."

خو دا بدلون د روسیې له مخالفت سره مخامخ شو. استازي یې وویل د پرېکړه لیک متن دې لپاره کمزوری کړل شو چې امریکا یې ویټو نکړي. د عربي اماراتو استازې لانا ذکي نصیبه چې هېواد یې د مسودې چمتو کوونکی و هم مني چې دا متن بې عیبه نه دی خو باید یو اقدام شوی وای.

نوموړې وويل، "موږ پوهېږو چې یوازې اوربند کړاو ختمولی شي. موږ وروستیو اونیو کې پر خپلو ټلویزیونو داسې صحنې ګورو چې غزه کې ملکي وګړي په ډېره ناهیلۍ د ژوندانه د لومړنیو اړتیاو ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې کوي. دا باید غزه کې د ملکی نظام د نړیدو د خطر زنګ په معنی وي."

د اماراتو استازې زیاتوي چې ګام پورته کول نه یوازې چې له اخلاقي پلوه سمه چاره ده بلکې د نه مخنیوي په پایله کې یې د حالت لا ناوړه کېدل د هېچا په ګټه نه دي.

داسې برېښي چې د امنیت شورا وروستي پرېکړه لیک هېڅ یوه ښکېله غاړه نه ده خوشاله کړې. د فلسطین د خپلواکې ادارې استازي ریاض منصور د اوربند غږ کړی، حماس دا یو نیمګړی ګام بللی او اسرائیلو ویلي چې پر مرستې رسونې د پرېکړه لیک ټینګار بې ځایه او له واقعیتونو سره اړیکه نلري.

خو د امنیت شورا ګڼ غړي په دې باور دي چې د پرېکړه لیک اصلي ازمېښت یې په پلي کېدو کې دی، چې ته وا دا به د غزوالو ورځ تر بلې ډېریدونکي بشري ناورین په کمولو کې بریالی وي او که څنګه.