غزه کې د ملګرو ملتونو پر اړوندې سرپناه د اسرائیل برید ۳۵ کسان وژلي

ځايي اوسېدونکي وايي، د غزې په مرکز کې د ملګرو ملتونو پر یوه اړوند ښوونځي، چې سلګونو بې ځایه شویو خلکو پناه پکې اخیستې وه، د اسرائیلي ځواکونو په هوايي برید کې لږترلږه ۳۵ کسان وژل شوي دي.

اسرائیلي ځواکونو ویلي، د ملګرو ملتونو پر یوه ښوونځي یې برید کړی، چې په وینا یې ''د حماس مرکز'' پکې و.

ځايي خبریالانو بي بي سي ته ویلي، اسرائیلي جنګي الوتکې په النصیرات پنډغالي کې د دې ښوونځي د دویم پوړ پر ټولګیو د دوو توغندیو ګوزارونه کړي دي.

د اسرائیل پوځ وايي په ښوونځي کې دننه یې "د حماس پر یوه مرکز دقیق ګوزار" کړی.‌

ای ډي اېف ویلي، دغه مرکز د ۲۰ او ۳۰ ترمنځ وسله وال موجود وو چې ډېر یې په برید کې وژل شوي دي.‌

د حماس رسنیز مرکز پر اسرائیل د (وحشتناکې ډله ییزې وژنې) تور پورې کړی دی.

مرستندویانو او امبولانسونو د دې پېښې ټپیان او مړي یوه نژدې روغتون ته لېږدولي دي. د پېښې په ځای کې اخیستل شویو ویډیويي کلیپونو کې د درسونو ویجاړ شوي ټولګي او بیا په مړستون کې داسې مړي لیدل کېږي، چې په کفنونو کې نغښتي دي.

په یوه کلیپ کې یوه ښځه په داسې حال کې لیدل کېږي، چې په ژړا کې وايي: ''جګړه نوره بس ده! موږ لسګونه ځله بې ځایه شوي یو، دوی زموږ ماشومان په داسې حال کې ووژل، چې په خوب ویده وو.''

د حماس رسنیز دفتر مشر اسماعیل الثوابتة د اسرائیل هغه ادعا رد کړه، چې وايي، دا ښوونځی د حماس یو مرکز و.

نوموړي رویټرز خبري اژانس ته وویل: ''اشغالګر د دې لپاره... چې د لګسونو بې ځایه شویو خلکو پر ضد خپل وحشیانه جنایت ته توجیه ومومي، دروغ کیسې جوړوي.''

په مرکزي غزه کې د اسرائیل تازه عملیاتو پیل

اسرائیلي پوځ ویلي، د غزې مرکزې سیمه کې یې د البریج کډوالو پنډغالي او دیر البلاح ''عملیاتي کنټرول'' ترلاسه کړی دی. بل لور رپوټونه وايي، په همدې ترڅ کې لسګونه فلسطینیان وژل شوي دي.

د چهارشنبې پر ورځ اسرائیلي ځواکونو وویل، د هوايي بریدونو او ځمکنیو عملیاتو له لارې یې ''تر ځمکه لاندې او پر ځمکه باندې د ترهګرو او ترهګریزو تاسیساتو پر ضد عملیات پیل کړي دي.''

ځايي اوسېدونکي په داسې حال کې د سختې بمبارۍ حال وايي، چې د خیریه ادارې بې پولې ډاکترانو په خبره له سې شنبې راهیسې یوه ځایي روغتون ته لږ تر لږه ۷۰ مړي راوړل شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

دا تازه پېښې داسې مهال رامنځته شوې، چې امریکايي، مصري او قطري منځګړي په دوحه او قاهره کې د اوربند او برمته شویو کسانو خوشي کېدو د یوه نوي جوړ جاړي پر نهايي کولو خبرې کوي.

د سې شنبې پر ورځ امریکايي چارواکو وویل، دوس تر اوسه پورې د هغه اسرائیلي وړاندیز په هکله د حماس ځواب ته منتظر دي، چې تېره اونۍ د امریکا ولسمشر جو بایډن اعلان کړ.

قطري چارواکو ویلي، دوی دغه پلان د حماس استازو ته سپارلی او په وینا یې ورته ویلي یې دي، چې دوی لا هم د اسرائیل حکومت له لوري د څرګند دریځ انتظار کوي. د چارشنبې پر ورځ د حماس سیاسي مشر اسماعیل هنیه وویل، دغه ډله به د جګړې ختمولو او له غزې نه د اسرائیلي ځواکونو وتلو پر وړاندیز ''جدي او مثبت''غور وکړي.

اسرائیلي لومړي وزیر ټینګار کړی، چې د حماس له ماتې او د هغو کسانو له خوشي کېدو مخکې چې حماس یرغمل کړي، اوربند نه مني. پر چهارشنبه د اسرائیل دفاع وزیر یواف ګالانت وویل، چې ''له حماس سره به هر ډول خبرې د جګړې په ترڅ کې کېږي.''

اسرائیل له هغه وروسته په غزه کې پوځي عملیات پیل کړل، چې حماس د تېر اکتوبر میاشتې پر ۷مه پر سویلي اسرائیل بریدونه وکړل، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۱ نور یې یرغمل کړل.

بل لور په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، د اسرائیلي پوځ له عملیاتو له پيل راهیسې په غزه کې ۳۶ زره ۵۸۰ کسان وژل شوي دي

البریج د غزې له اتو تاریخي پنډغالو کې تر ټولو کوچنی هغه دی. د دې پنډغالي ساحه صفر اعشاریه پنځو مربع کیلومترو ته رسېږي او ۴۶ زره داسې کډوال پکې مېشت دي، چې له جګړې مخکې د ملګرو ملتونو سازمان کې د فلسطیني کډوالو څانګې (یو این ار ډبلیو اې) سره ثبت او راجستر وو.

النصره او مغازي دوه نور پنډغالي دي، چې البریج ته نژدې موقعیت لري او دیر البلاح هغه ښارګوټی دی، چې له دې ځایه سویل لوېدیځ لور ته نژدې پنځه کیلومتره لېرې موقعیت لري.

اوسمهال په دې ټولو سیمو کې د هغو کډوالو ګڼه ګوڼه ده، چې له نورو سیمو بې ځایه شوي او دلته راغلي دي.

په دې کې نژدې یو میلیون هغه کسان هم شامل دي، چې نژدې یوه میاشت مخکې په رفح سیمه کې د اسرائیلي پوځ عملیاتو له پیل وروسته له هغې سیمې وتښتېدل.