تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د غزې له الشفاء روغتونه د اسرائیلو تر وتلو وروسته، ډله ییز قبرونه او د جسدونو کڅوړې موندل شوې
وروسته له هغه چې اسرائیلي ځواکونو د اپرېل په لومړۍ نېټه د غزې ښار له ستر روغتون الشفاء ووتل او بیا هلته د دوی تر دویم برید وروسته، وېرېدلي فلسطینیان چې بدنونه یې سوځېدلي، په ژړا بي بي سي ته ویلي، د مرګ احساس کوي.
د تېرو اتو مياشتو جګړو په ترڅ کې پر روغتونونو پرلپسې ډول بريدونه شوي. اسرائيل ادعا کوي چې حماس روغتونونه د خپلو اډو په توګه کاروي- هغه څه چې حماس یې ردوي.
خو په الشفاء کې پېښې، چې یو وخت د غزې په تړانګه کې ترټولو ستر او غوره مجهز طبي مرکز و، په حقیقت کې ډېرې حیرانونکې وې.
دوه اونیز ناڅاپي برید، وروسته له هغه پیل شو چې اسرائیلو وویل، حماس په دې ځای کې له سره تنظیم شوی دی، د اسرائیلو حکومت لخوا معلومات "دقیق او منظم" وبلل شول.
د اسرائیلو یوه ویاند، ایوی هیمن، ټینګار وکړ چې "د ښاري جګړې د سرو زرو معیار" یې ټاکلی دی. هغه وویل: "موږ تر ۲۰۰ ډېر ترهګر نیولي دي. موږ د تاوتریخوالي په تړاو تر ۹۰۰ ډېر کسان نیولي او یوه ملکي کس ته هم مرګژوبله نه ده پکې اوښتې."
خو د الشفاء په انګړ کې د بلدوزرونو په مرسته د شګو له انبارونو څخه د جسدونو له اېستلو سره، دا ادعا چې هلته ملکي کسانو ته تلفات نه دي اوښتي، سملاسي تر پوښتنې لاندې راغله.
په وروستیو اونیو کې په دې سیمه کې څلور ډله ییز قبرونه موندل شوي، چې د فلسطیني پلټونکو ډلو په وینا څو سوه جسدونه پکې موندل شوي دي.
د فلسطین د ملکي دفاع یوه کارکونکي رامي دابیش دمې پر اتمه په الشفاء کې چې د سپینو پلاستیکي کڅوړو د یوې کرښې په څنګ کې ولاړ و او ماسک یې تړلی و، وايي، " موږ شهیدان را اېستلي، چې زیاتره یې خراب شوي دي او په بشپړه توګه د پېژندلو نه دي."
هغه زياتوي: "موږ د ښځو، ماشومانو او داسې کسانو مړي موندلي، چې سرونه یې نه و او بدنونه یې ټوټې ټوټې شوي دي."
د ملکي دفاع اداره عدلي تجهیزات او وسایل نه لري، خو ټیمونه یې د پاتې شونو مستند کولو لپاره عکسونه او ویډیوګانې کاروي.
یو مشر ډاکټر محمد مغیر بي بي سي ته وویل، په موندل شویو ځینو جسدونو کې "د اعدامونو نښې، پر سر د ډزو ټپونه او د بدن پر غړو د شکنجې نښې لیدل شوې دي."
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د غزې په سویل کې په الشفاء او النصر روغتون کې د ډله ییزو قبرونو په موندلو "ژوره اندېښنه" څرګنده کړې ده. امریکا او اروپايي ټولنې هم د احتمالي جنګي جرمونو د خپلواکې څېړنې غوښتنه کړې ده.
غزه کې د اوربند خبرو د بیا پیلولو هڅې؛ د امریکا، مصر او قطر استازي په دوحه کې غونډه کوي
د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې (سي ای اې) مشر ویلیم برنز او د مصر او قطر استازي به نن چارشنبه په دوحه کې د غزې جګړې په تړاو د اوربند د خبرو د بیا پیلولو په موخه سره وګوري.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان وايي، دوی لا هم د بایډن د سولې پلان لپاره د حماس ځواب ته په انتظار دي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن د جمعې په ورځ په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د درې اړخیزې لارې نقشه وړاندې کړه او پر اسرائیلو او حماس یې غږ وکړ چې دا پلان ومني. د نتنیاهو حکومت پر دغه پلان هم نیوکه کړې ده.
حماس ټینګار کوي، هر ډول تړون باید دایمي اوربند او له غزې څخه د اسرائیلو د وتلو په شرط وي.
د جګړې په ډګر کې، د اسرائیلو پوځ د سه شنبې په ورځ د غزې په مرکز کې د بوریج کډوالو په کمپ کې پراخ عملیات پیل کړل.
د بې ځایه شويو خلکو پر دغه کمپ د پرله پسې بمباریو انځورونه خپاره شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې اسرائیلي ځواکونو له پراخو نړیوالو فشارونو او نیوکو سره سره د غزې په سویل کې پر رفح ښار خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.
تېره شپه د امریکا ولسمشر جو بایډن له ټایمز سره په مرکې کې بنیامین نتنیاهو د جګړې په اوږدولو تورن کړ.
په عین حال کې د امریکا د استازو جرګه ګۍ د اسرائیلو د لومړي وزیر پر ضد د نړیوالې جنایي محکمې د وروستۍ پریکړې په غبرګون کې د یوې لایحې د تصویب لپاره رایه ورکړه چې له مخې یې د جرمونو د نړیوالې محکمې پر ضد بندیزونه لګول کېږي.
د مې پهر۲۰مه د جرمونو نړیوالې محکمې (ICC) لوی څارنوالۍ د اسرائیلو د لومړي وزیر د بنیامین نتانیاهو، او دفاع وزیرانو یوف ګالانت او همدارنګه د یحیی سنور، اسماعیل هنیه او محمد ضعیف د نیولو امر صادر کړ. د حماس درې جګپوړي پوځي او سیاسي چارواکي د جرمونو په تور نیول شوي دي.
اوس، په هغه لایحه کې چې د امریکا د استازو په جرګه کې د اسرائیل پلوه جمهوري غوښتونکو لخوا یې وړاندیز شوی او له ۴۰ څخه ډېرو ډیموکراټانو لخوا یې ملاتړ شوی، استازي د جرمونو نړویوالې محکمې د چارواکو پر وړاندې د دوی د امریکا د ویزو لغوه کولو په ګډون د بندیزونو غوښتنه کوي.
خو داسې نه ښکاري چې د دیموکراټانو تر کنټرول لاندې سنا کې دې دا لایحه تصویب شي، او ښايي په دې تړاو رایه اچول هم په لویه کچه سمبولیکه وي.