ملګري ملتونه: دوحه کې د افغانستان خلکو د بشري حقونو د ملاتړ پر لارو چارو خبرې کېږي

د ملګرو ملتونو ځانګړی رپوټر ریچارډ بېنېټ وايي، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په تړاو خبرو لپاره پر څلور ورځني سفر دوحې ته روان شوی دی.

هغه پر اېکس خواله رسنۍ خپاره کړي پیغام کې لیکلي چې د دغه سفر پر مهال له قطري چارواکو، نړیوالو دېپلوماتانو او افغانانو سره وګوري.

هم مهاله جینیوا کې د ملګرو ملتونو دفتر هم یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ښاغلی بېنېټ د ډسمبر له لومړۍ تر ۴مې په دوحه کې "له مهمو سیمه‌ییزو او نړیوالو لوبغاړو" سره ګوري.

اعلامیه کې راغلي، چې هغه به د قطر حکومت له چارواکو، افغانانو او په قطر کې د نړیوالې ټولنې له مېشتو غړو سره پر دې خبرې وکړي، چې "څنګه د سیمې او ورهاخوا دولتونه کولی شي د افغانستان د خلکو حقونو لپاره ودرېږي."

د جینیوا دفتر په خپله اعلامیه کې ویلي چې "سیمې ته د بېنېټ سفر په افغانستان کې وضعیت ته د یوه همغږي غبرګون رامنځته کېدو" او همدا راز پر دې د بحث لپاره د هغه روانې هڅې منعکسوي چې "څنګه د ټولو افغانانو د بشري حقونو وضعیت ښه کېدو لپاره د "ټولو لارو" د کارولو کړنلاره اړینه ده.

د روان ۲۰۲۵ کال می میاشت کې پر دې ماموریت د ښاغلي بېنېټ د دندې درې کاله پوره شول.

هغه په دې موده کې افغانستان او سیمې ته ګڼ سفرونه کړي او ملګرو ملتونو ته یې افغانستان کې د طالبانو حکومت تر واک لاندې د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو وضعیت په تړاو بېلابېل رپوټونه وړاندې کړې دي.

د طالبانو حکومت د تېر کال اګست کې اعلان وکړ چې افغانستان ته یې د ریچارډ بېنېټ پر ورتګ بندیز لګولی.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هغه وخت د جرمني له دویچه‌وېلې رسنۍ سره په خبرو کې تور پورې کړی و، چې ګوندې ښاغلي بېنټ د دوی د حکومت "پر ضد تبلیغ کاوه"، "کوچني مسایل یې راپورته کول او د پروپاګند لپاره یې له مبالغې کار اخیست."

خو ښاغلي بېنېټ بیا وروسته وویل چې ده د خپل مسوولیت له مخې په "دوامداره توګه" هڅه کړې چې له طالب چارواکو سره "رڼې اړیکې" وساتي، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت اړوند "جدي او بې پرې ارزونې" وکړي او د "ښه والي" لپاره یې تخنیکي مرستې وړاندیز او د عملي لارو چارو سپارښتنه وکړي.

د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د روان کال په اکتوبر کې په یوه خوله د هغه ماموریت نوی کړ.

د یادونې ده چې ځانګړي راپورتران/ خپلواک متخصصان او کاري ډلې د بشري حقونو خپلواک متخصصان دي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا لخوا ټاکل کېږي. د دغو کارپوهانو کار په ټولیز ډول د بشري حقونو شورا د ځانګړو کړنلارو په نوم یادېږي. د ځانګړو کړنلارو څانګیزپوهان د ملګرو ملتونو کارکوونکي نه دي، په رضاکارانه توګه کار کوي او بدل کې یې تنخوا نه ترلاسه کوي.