تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
رېچرډ بېنېټ: طالبان دې پر ما د بندیز پرېکړه بېرته واخلي
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ویلي، د طالبانو له لوري پر ده بندیز لګول د "پر شا تګ" ښکارندويي کوي او دا نړيوالې ټولنې او ملګرو ملتونو ته د بشري حقونو په برخه کې د طالبانو د تعامل په اړه یوه "اندېښمنوونکې اشاره" رسوي.
رېچرډ بېنټ دا څرګندونې وروسته له هغه کړې چې طالبانو یې افغانستان ته پر ورتګ بندیز اعلان کړ.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د جرمني دویچه وېله رسنيزې شبکې سره په خبرو کې ادعا کړې چې ښاغلي بېنېټ د دوی د حکومت "پر ضد تبلیغ کاوه" او په وینا یې، "باور پرې نه شي کولای."
خو ښاغلي بېنېټ د طالبانو له حکومته غوښتي چې خپله دا پرېکړه بېرته واخلي.
د ملګرو ملتونو دغه ځانګړي راپورتر زیاته کړې چې د خپل مسوولیت له مخې یې په "دوامداره توګه" هڅه کړې چې له طالب چارواکو سره "رڼې اړیکې" وساتي، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت اړوند "جدي او بې پرې ارزونې" وکړي او د "ښه والي" لپاره یې تخنیکي مرستې وړاندیز او د عملي لارو چارو سپارښتنه وکړي.
ښاغلي بېنټ ویلي چې که د نظر اختلاف وي نو خبرې يې حل دی. ده زیاته کړې چې لا هم لېواله او چمتو دی چې افغانستان ته سفر وکړي.
رېچرډ بېنېټ همدا راز ویلي چې که افغانستان کې وي او یا نه خو له افغانانو سره به خپله ښکېلتیا ساتي او له بشري حقونو د سرغړونو مستندولو ته به دوام ورکوي.
د ده په وینا، "زه د افغانستان خلکو ته ژمن پاتې کېږم او د یوه داسې باثباته، ټولشموله او سوکاله هېواد ملاتړی یم چې له ځان او ګاونډيو سره په سوله کې وي."
د یادولو ده چې ښاغلي مجاهد د ښاغلي بېنېټ په اړه ويلي وو چې "هغه به کوچنۍ موضوع ستروله او پروپاګند به یې کاوه او نورو سازمانونو ته به یې هم ناسم معلومات ور کول، نو ځکه هغه پر افغانستان ممنوع الدخول شوی دی."
رېچرډ بېنېټ تر اوسه په خپلو رپوټونو کې په افغانستان کې د بشري حقونو او په تېره د نجونو او مېرمنو د حقونو د وضعیت د خرابېدو په اړه ملګرو ملتونو ته معلومات وړاندې کول.
بېنېټ د افغانستان په اړه د بشري حقونو په خپلو څو راپورونو کې د طالبانو پر حکومت د ښځو او لږکيو د حقونو له امله نیوکې کړې، هغه انتقادونه چې طالبانو هېڅکله هم نه دي منلي.
نوموړي په دې وروستیو کې د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼه کې یوه خپره کړې لیکنه کې ویلي وو، چې طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو راهیسې په تېرو دریو کلونو کې ښځې له "عامه ژونده بې برخې کړې" او له هغوی یې بنسټیز حقونه "تروړلي" دي.
هغه همداراز ټینګار کړی و، چې ملګري ملتونه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او ټینګار یې کړی و چې "د یوه رسمي حکومت په توګه چلند باید ورسره و نه شي."
ښاغلي بېنېټ وړاندې په يوه رپورټ کې ويلي وو چې د طالبانو له بيا واکمنېدو راهیسې افغانستان کې په مدني، سیاسي، اقتصادي، ټولینز او کلتوري برخو کې د ښځو او نجونو بې ساري شاتګ ته اندېښمن دی.
نوموړي په افغانستان کې حالت تیاره بللی وو او ویلي يې وو چې د ټولنې د نیمايي برخې پر حقونو باید سترګې پټې نه شي. هغه د طالبانو له حکومت غوښتنه کړې وه چې خپل سیاستونه دې بدل او بشري حقونو ته دې درناوی وکړي.
ښاغلې بېنېټ څو ځله افغانستان ته سفر کړی او د طالبانو حکومت کې د بهرنیو چارو وزير مولوي امير خان متقي په ګډون يې له ګڼ شمېر چارواکو سره کتلي دي.
ښاغلي بېنېټ په دې وروستيو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډې ته په افغانستان کې د بشري وضعيت په اړه خپل وروستي رپورټ کې د زده کړو او کار په برخو کې د ښځو پر وړاندې محدودیت، روغتیايي، عدلي او قضايي سکتور ته د ښځو نه لاسرسی او ځینې نورې بشري ناخوالې یادې کړې وې.
ده ويلي وو، د پراخو څېړنو، مشورو او شننو په پایله کې معلومه شوې چې "طالبانو د ښځو ضد سیستم پراخ او سیستماتیک دی."
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر رپوټ رد کړی و او دا يې د "اذهانو خربولو هڅه" بللې وه.