د خیبر پښتونخوا اعلي وزیر له نژدې ۲۴ ساعته 'بې درکه کېدو' وروسته ایالتي اسامبلۍ ته ورسېد

د عکس سرچینه، Getty Images
د خیبر پښتونخوا اعلي وزیر علي امین ګنډاپور له نژدې ۲۴ ساعته بې درکه کېدو وروسته ایالتي اسمبلۍ ته رسېدلی او هلته یې وینا پیل کړې ده.
نوموړي پر مرکزي حکومت تور پورې کړی، چې د پلان له مخې یې پرې برید کړی. هغه وویل، ''موږ د پاکستان څلي (لاهور) په څنګ کې د غونډې اجازه غوښته، انکار یې وکړ، په اسلام اباد کې مو د غونډې اجازه وغوښته، د څارویو په منډهي کې یې ځای راکړ'' نوموړي پوښتنه وکړه، ''ایا موږ څاروي ورته ښکارو؟''
د یادونې ده، چې پرون شنبه ښاغلي ګنډاپور د مخکیني لومړي وزیر عمران خان د تحریک انصاف پاکستان ګوند په یوه احتجاجي غونډه کې د ګډون لپاره پلازمېنې اسلام اباد تللی و، چې وروسته بې درکه شو.
ښاغلي ګنډاپور اسلام اباد ته د غځېدلې لارې په اوږدو کې اعلان وکړ، چې د تحریک انصاف غونډه به په هر صورت کې د پلازمېنې په ډي چوک سیمه کې کېږي، خو همالته په برهان انټرچېنج سیمه کې له یوې لنډې وینا وروسته له هغه ځای لاړ.
وروسته تحریک انصاف فعالانو ادعا وکړه، چې اعلي وزیر علي امین ګنډاپور د اسلام اباد په خیبر پښتونخوا هاوس ودانۍ کې ''توقیف'' شوی دی.
خو د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د تحریک انصاف دا ادعا رد کړه او په خبره یې ښاغلي ګنډاپور هېڅ یوې دولتي ادارې نه دی نیولی، بلکې ''له خیبر پښتونخوا هاوسه تښتدېدلی او د دې ثبوت هم شته.''
د اعلي وزیر ګنډاپور د بې درکه کېدو په تړاو د خیبر پښتونخوا ایالتي اسامبلۍ بېړنیزه غونډه هم بلل شوې وه.

د عکس سرچینه، Getty Images
له دې مخکې اسلام اباد کې د تحریک انصاف ګوند د پلویانو او پاکستاني پولیسو تر منځ له تاوتریخجنو لاریونونو وروسته نن دریېمه ورځ هم وضعیت عادي نه ښکاريد.
د تحریک انصاف ګوند د لاریونونو له کبله د اسلام اباد او ورڅېرمه ښارونو لویې لارې لا هم ځای ځای بندې وې.
رپوټونه وايي په اسلام اباد او راولپنډۍ کې ډيری کاروباري ځایونه لا هم تړلي دي او د ورځني ژوند چارې سختې اغېزمنې شوي دي، ښار کې عامه ټرانسپورټ او مېټروبس خدمات هم ځنډیدلې دي.
په اسلام اباد کې پولیس ځای ځای ولاړ ښکاري او په ټوله کې د پلازمینې د امنیت چارې پوځیانو ته سپارل شوي دي.
د سیمې رپوټونه وايې چې د موبایل او انټرنټي خدمات لږ ډېر فعال شوي خو د کورنیو چارو وزارت لا په دې اړه رسمي څه نه دي ویلي.
له دې مخکې د تحریک انصاف ګوند د جمعې په ورځ د اسلام اباد په ډي چوک کې د احتجاجي غونډې اعلان کړی و چې ورسره د جمعې له ورځې مخابراتي شبکې بندې او سړکونه هم بند کړی شوي وو.
د پاکستان مرکزي حکومت بیا د شانګهای سازمان غونډې جوړیدو په درشل کې له دې ناستې سره مخالفت کړی و او د خلکو مخنیوي په موخه د اسلام آباد او پېښور تر منځ غځېدلې لویه لار موټروې هم بنده کړل شوې وه.
پاکستان کې دا مهال د لاریونونو د مخنیوي او امنیت ټينګښت په موخه د لویو لارو او مخابراتي شبکو بندول یوه عادي چاره ګرځېدلې.
د بښنې نړیوال سازمان بیا د پاکستاني حکومت په دې تګلاره نېوکه کړې او وړمه ورځ یې د یوه بیان خپرولو پر بنسټ د مخابراتي شبکو د فعاله ساتلو غوښتنه کړې وه.
له دې سره د اسلام اباد پولیسو ادعا کړې چې د دوی یوه لوړ پوړي پولیس عبدالحمید شاه د تحریک انصاف ګوند پلویانو لخوا له ټپي کېدو وروسته په روغتون کې ساه ورکړې ده.
د پلازمیینې اسلام اباد د پولیسو ویاند بي بي سي ته وویل "حمید شاه د پولیسو او لاریونوالو تر منځ په تاوتریخوالي کې له ټپي کېدو وروسته روغتون ته وړل شوی و."
په همدې مهال د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي، د دغو لاریونونو پر مهال د اسلام اباد ۳۱ او د پنجاب ۷۵ پولیسان ټپي شوي دي.
د طالبانو حکومت: پاکستان کې ترینګلتیا د اندېښنې تر کچې رسېدلې، د ولس غوښتنو پر وړاندې ښه لار مذاکره ده

د عکس سرچینه، Islamabad Police
د یکشنبې په ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پاکستان کې د وروستي وضعیت په اړه ویلي وو، چې په "ګاونډي هېواد پاکستان کې د حکومت او سیاسي مخالفينو د پلويانو ترمنځ ترينگلتيا د اندېښنې وړ کچې ته رسېدلې چې دوام يې پر ټوله سيمه منفي اغېز لرلای شي."
خبرپاڼه کې دا هم راغلي وو چې د ولس د مشروع غوښتنو پر وړاندې تر ټولو ښه لار مذاکره او تفاهم دی. وروستیو پېښو ثابته کړې چې له مذاکراتو انکار مسالې لا پېچلې کوي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له ادرسه د اعلامیې پای کې راغلي وو چې "موږ د پاکستان وضعیت له نږدې څارو هيله من يو چې د پاکستان حکومت او تأثيرگذاره ادارې له زياتېدونکې نارضايتۍ سره معقول او واقعبین چلن وکړي".
د د دې تر څنګ پاکستاني پولیسو له ۵۵۰ ډېر لاریونوال نیولي چې د حکومت ضد لاریونونو لپاره اسلام آباد ته رسیدلي وو.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ادعا نیول شویو کسانو کې افغان وګړي هم شته.
اسلام آباد کې د طالبانو سفارت لا په دې اړه څه نه دي ویلي او دا هم معلومه نده چې نیول شوي لاریونوال له څه برخلیک سره مخ دي.











