د بلوچستان پروني برید کې لوړپوړی افسر وژل شوی، د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف کوټې ته تللی

شهباز شریف کوټې ته یوه ورځ وروسته له هغې سفر کوي چې وسله وال د دغه ایالت پر یوه ښار برید وکړ او ځینې دولتي ودانۍ یې وسوځولې.

د عکس سرچینه، PMO

د عکس تشریح، شهباز شریف کوټې ته یوه ورځ وروسته له هغې سفر کوي چې وسله وال د دغه ایالت پر یوه ښار برید وکړ او ځینې دولتي ودانۍ یې وسوځولې.

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د ځینو وزیرانو په ملتیا د بلوچستان ایالتي مرکز کوټې ته تللی چې هلته له ځايي چارواکو او د صوبايي اسمبلۍ له غړو سره وګوري.

شهباز شریف له هغه برید یوه ورځ وروسته بلوچستان ته ځي چې وسله والو په کې څو پوځي ودانۍ وسوځولې او د سیمې مرستیال کمیسار( کمېشنر) هدایت بلیدي په کې ووژل شو.

د جمعې په ورځ د بلوچستان سوراب ښارګوټي کې وسله والو پر دولتي ودانیو چپاو ور وړ او څو ودانیو ته یې اور ورته کړ. چارواکو ویلي، له ۶۰ ډېر وسله وال کسان ښار ته ننوتي وو چې د دوه ساعتونو لپاره د دولتي ودانیو په ګډون څو مهمې سیمې ولکه کړې وې.

د بلوچستان صوبايي حکومت ویاند شاهد ریند وايي، کمېشنر هدایت بلیدي له وسله والو سره د نښتې پر مهال وژل شوی. هغه وویل وسله والو په سیمه کې نه یوازې دولتي ودانۍ، بلکې د ځينو حکومتي مامورینو کورونه هم سوځولي دي.

د بلوچستان حکومت وینا پاڼه کې راغلي"وسله والو په سوراب کې یوه بانک هم لوټلی دی."

دې پېښې په سیمه کې د پاکستان د حکومتي واک او ځواک په تړاو پوښتنې راپورته کړي چې څه ډول لسګونو وسله وال یوه سیمه ولکه کړای شوه او دولتي ودانۍ او د حکومتي کسانو کورونه یې وسوځول. پر خواله رسنیو خپرو شویو وېډیوګانو کې لیدل کېږي چې په سیمه کې د پولیسو له یوه ځايي مرکزه لوګي پورته کېږي.

پاکستاني چارواکي وايي، له پېښې وروسته پوځ نژدې سیمو کې پلټونکي عملیات پیل کړي دي.

د بلوڅ ازادۍ غوښتونکي غورځنګ ویلي، برید د دوی وسله والو کړی دی.

سوراب ښار د بلوچستان له مرکزي ښار کوټې شاوخوا ۲۵۰ کیلومټره سوېل لوېدیځ ته د کوټې-کراچۍ لویې لارې ته نژدې پروت دی.

دغلته د بلوڅ بېلابېل خېلونه ژوند کوي. سوراب په اداري اډانه کې د بلوچستان د قلات سیمې برخه ده.

د نورو ولسوالیو، خضدار، قلات، اواران، لسبېله، حب او مستونګ په څیر سوراب کې هم دا تېره څه موده نا امنۍ وې خو دا په کې د خپلې بڼې کمسارې پېښه بلل کېږي.

تر دې وړاندې وسله والو کسانو د خضدار ولسوالۍ په دوو ښارونو، زهري او اورنچ کې دا ډول عملیات کړي وو.

له ۲۰۲۴ راهیسې، وسله والو کسانو د بلوچستان د قلات په ګډون نورو سیمو کې هم لویې لارې بندې کړې، یرغلیز بریدونه یې کړي او د خرپ او ترپ پېښو کې یې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

حکومتي چارواکي وايي، دغو سیمو کې یې د تېر پرتله امنیتي تدابیر سخت کړي دي.