پاکستان: د بلوچستان تربت پر يوه بس برید کې يو شمېر کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د بلوچستان کيچ ضلعې تربت سيمه کې د شنبې په ورځ (۴ جنوري) پر يوه بس برید کې د راپورونو له مخې یو شمېر کسان وژل شوي او نور ژوبل شوي دي.
د بلوچستان حکومت يوه جګپوري چارواکي د وینا له مخې دغه برید کې پر ملکیانو سربېره د امنيتي ځواکونو کسان هم وژل شوي او ژوبل شوي دي.
د کيچ يوه پوليس افسر د نامه نه ښودلو په شرط بي بي سي ته ويلي دغه برید کې د امنیتي ځواکونو په ګډون څلور کسان وژل شوي او ۲۵ نور ژوبل دي.
دغه پوليس افسر زیاته کړې، دا يو ځانمرګی برید و.
د بلوچستان حکومت ویاند شاهد رند ویلي، په برید کې د وژل شویو کسانو جسدونه له اړينو معایناتو وروسته خپلو سيمو ته لېږدول کېږي.
يو شمېر رسنيو بیا د وژل شويو کسانو شمېر له دې زیات ښودلی دی.
بل پلوه د بلوڅانو ازادۍ پوځ (بی اېل اې) رسنیو ته يوه استول شوي پيغام کې دا "فدايي بريد" بللی، او وايي همدوی کړی دی. دې ډلې خپله اعلاميه کې داوه کړې، چې دوی د پاکستان پوځ يو کاروان په نښه کړی، خو د باکستان پوځ له لوري تر اوسه څه نه دي ويل شوي.
د تربت پوليسو يوه افسر بي بي سي ته ويلي، چاودنه له تربت ښار اته کيلومتره لرې بهمن سيمه کې شوې ده.
د بلوچستان حکومت وياند شاهد رند د پېښې پخلی کړی، او ويلي يې دي د چاودنې ترڅ کې د اېس اېس پي جدي جرمونو څانګې ذوهيب محسن ګاډی هم هلته تېرېده، چې دی په کې سرسري ژوبل شوی دی.
بل پلو د پاکستان کورنیو چارو وزير محسن نقوي تربت کې د دغې چاودنې غنذنه کړې، او د مرګژوبلې په اړه يې خواشينې ښوولې ده.
تېر ۲۰۲۴ کال د پاکستان لپاره له امنيتي پلوه مرګونی کال و

د عکس سرچینه، Getty Images
په وروستيو څو مياشتو کې په بلوچستان او خيبرپښتونخوا کې بريدونه او د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي چې د پاکستان حکومت يې تر ډېره پړه پر بلوڅ بېلتون پالو او پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) اچوي.
د پاکستان لپاره له امنيتي پلوه ۲۰۲۴ کال خورا ناوړه بلل شوی دی. د امنیتي چارو د یوې څېړونکې ادارې سي ار اېس اېس د شمېرو له مخې په ټول هېواد کې ۴۴۴ بريدونه شوي چې لږ تر لږه ۶۸۵ تنه امنيتي کسان په کې وژل شوي دي.
د يادې ادارې په وینا په ټوليزه توګه ۱۶۱۲ کسان د امنيتي پېښو قرباني شوي دي.
په همدې مهال د پاکستان پوځ د عامه اړیکو اداره بیا وايي، د تېر کال په موده کې يې نژدې ۶۰ زره پوځي عمليات ترسره کړي چې په ترڅ کې يې د دوی په وينا "۹۲۵ ترهګر" وژل شوي دي او ۳۸۳ تنه پوځيانو هم خپل ژوند بايللی دی.
پاکستان حکومت څو وارې تورونه لګولي چې د هېواد د ناامنيو په پېښو کې د پاکستاني طالبانو تحريک ښکېل دی او د دغه تحريک غړي افغانستان کې پټنځايونه لري۔ خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت دغه تورونه ردوي او وايي هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.











