بلوچستان کې پر اورګاډي برید: د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د ژغورنې عملیات بشپړ شوي او بریدګر یې وژلي

د عکس سرچینه، Reuters
که څه هم د پاکستان امنیتي ځواکونه وایي، د مساپرو د ژغورلو عملیات پای ته رسېدلي خو بلوڅ بیلتون پالې ډلې بياېلاې خبرداری ورکړی و چې که د یرغملو د خلاصون هڅه وشي نو "ناوړه پایلې" به ولري.
د پاکستان د وسله والو ځواکونو رسنیزه څانګه ادعا کوي چې ۳۳ تنه بریدګر یې وژلي او د ژغورنې عملیات یې بشپړ کړي.
د پاکستان د پوځ یو ویاند جنرال احمد شریف وايي، وړاندې تر هغه چې پاکستاني امنیتي ځواکونه عملیات پیل کړي، وسله والو ۲۱ تنه وژلي وو. ښاغلی شریف ادعا کوي چې د عملیاتو پر وخت ټولې سپرلۍ خوندي ساتل شوي او چا ته زیان نه دی اوښتی.
د پاکستاني پوځ ویاند ویلي چې عملیاتو ته کې ښکېل څلور پاکستاني سرتېري هم وژل شوي.
په پاکستان کې پوځي سرچینو ادعا کړې چې په دغه اورګاډي کې له سپرو ۴۰۰ کسانو یې ۱۵۵ تنه ژغورلي دي. خو معلومه نه ده چې پاتې هغه لا هم په اورګاډي کې دي او که نه.
د بلوچستان اعلی وزیر میر سرفراز بوګټي ویلي چې پر جعفر اېکسپرېس برید ورته "د زغملو نه دی" او ګواکې په دغه ایالت کې د "امنیتي خوندیتوب لپاره اړ دي چې سختې پرېکړې وکړي."
ښاغلي بوګټي ویلي، "څوک چې تاوتریخوالی کوي، د حکومت د ماتولو خبره کوي او ټوپک راخلي نو حکومت به یې ريښې اوباسي."
ښاغلي بوګټي د بلوچستان قامي اسمبلۍ ته په وینا کې ویلي چې، "حکومت اوس هم له صبر کار اخلي چې باید وایې نه خلي. هغوی به زموږ پنځه سوه تنه وژني او موږ به ورځو او بښنه به ترې غواړو؟. موږ باید پر دې جګړه پوه شو."
د دواړو لورو تر منځ دا غبرګونونه داسې مهال په ډاګه کېږي چې پر یاد اورګاډي برید باندې تر ۲۴ ساعتونو ډېر وخت اوښتی خو لا هم کره معلومات نه شته چې ټولټال څومره کسانو ته مرګ ژوبله پکې اوښتې ده.

شنونکي وايي، بلوڅ بیلتون غوښتونکي غواړي له دې بریده په لویه کچه د خپلو غوښتنو لپاره ګټه پورته کړي.
د پاکستان یوه پخواني سناتور افراسیاب خټک له بي بي سي سره خبرو کې وویل، داسې بریښي چې د بلوڅ بیلتون غوښتونکو ډلو ځواک تر پخوا پیاوړی شوی.
هغه وايي په تېر کې یوازې په بګټي او مري قبایلو کې بیلتون غوښتونکو فعالیتونه کول خو اوس ښاري سیمو ته هم دا بهیر پراخ شوی او د ډېرو نورو سیمو خلک هم له دغو ډلو سره ملګري شوي.
خو دا چې د پاکستان پوځ به د دا ډول بریدونو پر وړاندې څه وړ ګام اخلي ښاغلی خټک وايي " د بلوڅو بیلتون غوښتونکو خلاف د پاکستان پوځ عملیات له ۲۰۰۵ کال راهیسې چې جنرال مشرف پیل کړي وو روان دي، یوازې بڼو کې بدلون راځي."
"بولان ته تر ۲۰۰ ډېر تابوتونه لېږل شوي"
که څه هم په دولتي کچه په رسمي ډول په دغه برید کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه شمېرې نه دي ورکړل شوې خو د پاکستان د اورګاډي ادارې چارواکو ویلي چې نن چهارشنبه (کب ۲۲/مارچ ۱۲) تر ۲۰۰ ډېر تابوتونه په یوه مرستندوی اورګاډي کې د بولان پر لور لېږل شوي دي.
د اورګاډي ادارې یوه افسر د بيبيسي اردو محمد کاظم ته ویلي چې له کوټې بولان ته پر لاره دغه مرستندوی اورګاډي کې بېلابېل توکي لېږل شوي.
یوه بل چارواکي د بيبيسي اردو ملک مدثر ته ویلي چې سټېشن ته ۹۰ خالي تابوتونه راوړل شول چې په اورګاډي کې کېښودل شي او ۱۳۰ نورو ته هم اړتیا وه.

د بلوچستان په کورنیو چارو کې د دولت وزیر طلال چودري پرون سې شنبه (کب ۲۱/مارچ ۱۱) وویل چې وسلهوالو ځينې مساپر غرونو ته تښتولي دي.
د بلوچستان ازادي غوښتونکي پوځ (بياېلاې) ادعا کړې چې د پاکستان ګڼ امنیتي کسان یې وژلي دي.
د یادولو ده چې پرون د بلوچستان په سبي سیمه کې وسله والو له کوټې، پېښور ته پر تلونکي جعفر اېکسپرېس اور ګاډي چې د چارواکو په وينا ۴۰۰ کسان په کې سپاره وو، برید وکړ. د بلوچستان د ایالاتي حکومت ویاند شاهد رند ویلي دي، له کوئټې پېښور ته پر تلونکي جعفر اېکسپرېس د ګوډالر او پیرو کنري ترمنځ سیمه کې د درنو ډزو رپوټونه ورکول شوي دي.
پېښه پر ځايي وخت له غرمې وروسته په ۱:۳۰ شوې.
د حکومت ویاند رسنیو ته په یوه استول شوي بیان کې ویلي، په سبي روغتون کې بیړنی حالت اعلان شوی او امبولانسونه د پېښې ځای ته استول شوي دي.
په کوټه کې د اورګاډي د کنټرول یوه لوړپوړي چارواکي محمد شریف ویلي، اورګاډی د نا معلومو وسله والو د برید له امله سبي ته نژدې درول شوی دی. ویل شوي په اورګاډي کې ۴۰۰ مساپر سپاره وو.
چارواکي وايي، د ترلاسه شويو معلوماتو له مخې په بريد کې د اورګاډي چلوونکى ټپي شوى دى.
په اورګادي کې سپاره مساپر

د عکس سرچینه، Pakistan Railways
د اورګاډي ویاند وايي، جعفر اېکسپرېس اورګاډي تر څلورو سوو ډېر مساپر په نهو کوچونو یا ډبو کې لېږدول. چې لویه برخه یې دولتي کارکوونکي دي.
هغه زیاته کړې د اورګاډي چلوونکی ټپي دی."چلونکی هغه مهال ټپي شو چې د اورګاډي د یرغمل کولو هڅه وشوه او چلوونکي هڅه وکړه اورګاډي ته حرکت ورکړي."
د کچهۍ ولسوالۍ د پولیسو یوه جګپوړي چارواکي بي بي سي ته د ټیلیفون له لارې ویلي، برید د سبي ولسوالۍ په اتم نمبر تونل کې شوی چې له امله یې اورګاډی په هغه سیمه کې ودرول شول.
د حکومت ویاند شاهد رند زیاتوي، امنیتي ځواکونه یادې سیمې ته د تګ په حال کې دي. هغه وايي، د لومړنيو رپوټونو له مخې ښايي دا ترهګریزه پېښه وي او په اړه يې پلټنې روانې دي.
په سیمه کې هېڅ مخابراتي شبکه نشته او لاسرسی هم ورته ستونزمن دی.
په کوټه کې د اورګاډي د امنیت افسر ضیا کاکړ وايي، دا چې په سیمه کې د مخابراتي شبکو ستونزه ده، نو له امله یې د اورګاډي له عملې سره هېڅ اړیکه نه لري.
حکومتي ویاند وايي، دغه سیمه غرنۍ او لارې ورته سختې دي او له امله یې د پېښې ځاى ته په رسېدو کې ستونزې شته.
د رپوټونو مخې ، دکوټې له اورګاډي سټيشن څخه د بولان درې پر لور چورلکو الوتنې روانې لیدل شوي دي.
د بریدګرو د اړیکو په تړاو د پاکستان ادعا
د طالبانو حکومت وايي پاکستان دې د "نامسوله" څرګندونو پر ځای د خپلو کورنیو او امنیتي ستونرو پر حل پام وساتي. د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت یوه ویناپاڼه کې لیکلي " موږ د پاکستان پوځ د ویاند هغه بې بنسټه ادعاوې په ټینګه ردوو چې ګواکې پر اورګاډي برید دې له افغانستان سره کوم تړاو ولري."
وینا پاڼه کې ویل شوي د بلوڅ اپوزیسیون هیڅ غړی په افغانستان کې نشته.
د پاکستان د پوځ رسنیزې څانګې 'ای اېس پي ار' د چهارشنبې پر ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې "افغانستان کې مېشت د اورپکو مشران د پېښې پر وخت له بریدګرو سره د سپوږمکیز یا سټلایټ ټلیفون له لارې په اړیکه کې وو."











