په بلوچستان کې وسله والو د پولیسو او ملېشه ځواک مرکزونه سوځولي

ارشیف تصویر

د عکس سرچینه، File Photo - Getty Images

د عکس تشریح، ارشیف تصویر

د بلوچستان خضدار په اورناچ سیمه کې نامعلومو وسله والو د پولیس او ملېشه ځواک (لیویز) مرکزونو ته اور ورته کړی دی.

د ځايي پولیسو یوه چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط بي بي سي ته وویل، د شنبې پر ماښام ګڼ شمېر وسله وال اورناچ ښارګوټي ته ننوتل، د ځايي امنیتي ځواکونو کسان یې یرغمل کړل او د دواړو ځواکونو مرکزونو ته یې اور ورته کړ.

دغه چارواکی وايي، د وسله والو شمېر نژدې ۶۰ کسانو ته رسېده او له ښارګوټي د وتلو پر مهال یې د امنیتي ځواکونو وسلې هم له ځان سر یوړې. د چارواکو په وینا وسله والو د امنیتي ځواکونو ګاډو ته هم اور ورته کړی.

دغه چارواکی وايي، وسله وال په اورناچ ښارګوټي کې تر څه کم یوه ساعت پورې ګرځېدل او د تلو پر مهال یې د پولیسو یو ګاډی هم له ځان سره بیولی دی. د بلوچستان کورنیو چارو ایالتي وزارت یو لوړپوړی چارواکی په دې هکله وايي، وسله والو د پولیسو له مرکزه نژدې لس او د لیویز له مرکزه دوه ټوپک له ځان سره وړي دي.

چارواکي وايي، په دې پېښه کې د سر زیان نه دی اوښتی او له پېښې وروسته د امنیتي ځواکونو ګڼ شمېر کسان سیمې ته استول شوي دي.

اورناچ چېرې دی؟

اورناچ د خضدار یوه ناامنه غرنۍ سیمه ده، چې له خضدار ښاره نژدې ۱۳۰ کیلومتره لېرې موقعیت لري. له دې مخکې د روان کال په جنورۍ کې هم د خضدار ولسوالۍ زهري سیمې ته نژدې ۷۰ تنه وسله وال ورغلي وو او هلته یې د لیویز ځواک مرکز او پاکستان احصایې دفتر له سوځولو وروسته د لیویز وسله هم له ځان سره وړې وه.

د اورناچ پېښې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی، خو په زهري سیمه کې د برید مسوولیت د بېلتونپالو بلوڅانو بلوچ لبرېشن ارمي تنظیم منلی و.

د زهري له برید وروسته د هماغې جنورۍ میاشتې پر ۳۱مه شپه ګڼ شمېر وسله والو کسانو خضدار ته څېرمه قلات ولسوالۍ کې د منګېچر ښارګوټي او د کوټې- کراچۍ تر منځ غځېدلې لویې لارې چې له دې سیمې تېره شوې، کنټرول ترلاسه کړی و.

په هغه پېښه کې د امنیتي ځواکونو ۱۸ کسان وژل شوي وو او د پاکستاني پوځ رسنیز دفتر (ای اېس پي ار) په وینا د امنیتي ځواکونو په متقابلو ډزو کې ۱۲ وسله وال وژل شوي وو.