تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
فنلنډ نن رسمآ د ناټو غړی کېږي؛ روسیې د ځوابي ګامونو ګواښ کړی
فنلنډ به په څو ساعتونو کې د ناټو د ۳۱م غړي په توګه په رسمی ډول یو لړ مراسمو کې له دغه سازمان سره یو ځای شي.
د فنلنډ ولسمشر ساولي نينيستو او د امريکا د بهرنيو چارو وزير به د ناټو له وزيرانو سره یو ځای په دغو مراسمو کې گډون وکړي.
فنلنډ پر اوکرایین د روسیې د برید غبرګون کې خپله د بې پرېتوب اوږدمهاله تګلاره پرېښوده.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ خبریالانو ته دا یوه تاريخي ورځ بللې.
هغه ویلي چې څو کاله مخکې د دې تصور لا شونی نه و.
ښاغلي سټولټنبرګ د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل "دا به فنلنډ خوندي او ناټو لا پیاوړې کړي".
هغه زیاته کړه "ولسمشر پوتین د ناټو د برید یو اعلان شوی هدف درلود چې د خپلو پولو په اوږدو کې د ناټو کموالی وګوري او په اروپا کې نور نوی غړيتوب ونه ويني، خو دی له سرچپه واقعیتونو سره مخامخېږي."
د فنلنډ ولسمشر ساولي نينيستو به د ناټو په مرکزي دفتر کې په هغه غونډه کې ګډون وکړي چې د فنلنډ بيرغ به د دغې پوځي ټلوالې د دېرشو نورو غړو هېوادونو د بیرغونو ترڅنګ پورته شي.
د فنلډ له غړیتوب سره د ناټو له غړو هېوادونو سره د روسیې د پولو اوږدوالی دوه برابره شو.
له ناټو سره د فنلنډ یوځای کېدل د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین لپاره ګوزار بلل کېږي ځکه د اوکرایین له برید وړاندې يې بیا بیا د ناټو له پراخېدو سرټکولی و.
د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي، روسیه به اړ شي چې پر ضد يې ګامونه اوچت کړي، خو په دې اړه يې جزییات ورنه کړل.
ښاغلي پیسکوف خبرداری ورکړ چې روسیه به هغه څه چې په فنلینډ کې پېښېږي "له نږدې څاري" او د ناټو پراخېدل يې د خپل د امنیت او د ملي ګټو ترپښو لاندې کېدل وبلل.
د روسیې دفاع وزیر سرګيي شویګو هم د روسیې او بېلاروس امنیت او دفاع ته په اشارې ویلي "فنلنډ ژر د ناټو ټلوالې غړی کېږي. البته چې دا ټول د جګړې د جدي پراختیا خطرونه رامنځه ته کوي، خو دا به د ځانګړو عملیاتو پر پایله هېڅ راز اغېز ونکړي. دغو شرایطو ته په کتو، موږ د متحد دولت د امنیت او دفاع لپاره ځوابي ګامونه اخلو".
فنلنډ له روسیې سره ۱۳۴۰ کیلومتره (۸۳۲ میله) ګډه پوله لري او د روسیې د جګړې له امله یې په تېره مې میاشت کې له سویډن سره یوځای له ناټو سره د یو ځای کېدو غوښتنه وکړه.
په ناټو کې د شاملېدو لپاره د سوېډن غوښتنه بیا ترکيې بلاک کړې ده.
دوی دواړو پخوا د بې پرېتوب یا عدم انسلاک سیاست غوره کړی و. خو پر اوکرایین د روسیې تر برید وروسته یې د ناټو د پنځمې مادې له مخې د خوندیتوب لاره غوره کړه، چې وايي پر یوه غړي یې برید پر ټولو برید دی.
دا په دې مانا ده چې که پر فنلینډ برید یا یرغل وشي، د امریکا په ګډون د ناټو ټول غړي به يې مرستې ته ورودانګي.
پر اوکرایین د روسیې یرغل د دې لامل شو چې په فنلنډ کې نږدې اتیا سلنه عامه افکار له ناټو سره د فنلنډ د یو ځای کېدو پلویتوب وکړي.
د سویډن غوښتنلیک د اوس لپاره په ټپه دریدلی. د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان په ستاکهولم تور پورې کړی چې کُرد وسله وال یې په غېږ کې نیولي او هغوی ته یې اجازه ورکړې چې پر واټونو يې لاریونونه وکړي.
ترکیې پیل کې ناټو کې د فنلنډ د غړیتوب مخالفت هم کړی و، خو وروسته یې ورسره هوکړه وکړه.
هنګري هم تر اوسه ناټو سره د سویډن یو ځای کېدل نه دي تصویب کړي.
خو د ناټو سرمنشي ویلي چې دغه سازمان به دا ډاډ رامنځته کړي چې سوېډن به بل هېواد وي چې غړی کېږي ېې.