د طالبانو لیکو کې جنګېدلی د القاعدې شبکې یو مشر خالد باطرفي مړ شوی

د عکس سرچینه، AQAP
په یمن کې د القاعدې څانګې د خپل مشر خالد باطرفي مړینه اعلان کړه، خو د هغه د مړینې لامل یې نه دی روښانه کړی.
په عربي ټاپووزمه کې د القاعدې لخوا خپاره شوي ویډیو کلیپ کې د خالد باطرفي د دغې شبکې په بیرغ کې پوښل شوی دی.
د یوه جګپوړي چارواکي له خوا په لوستل شوي بیان کې دا نه دي په ډاګه شوي چې هغه څنګه مړ شوی، مګر داسې کلمې یې کارولې چې دا نه ښیي هغه د القاعده د مخکیني مشر په څېر وژل شوی.
باطرفي چې یو سعودي تبعه دی په ۴۰ کلنۍ کې په ۲۰۲۰ کې په عربي ټاپووزمه کې د القاعدې مشر شو.
متحده ایالاتو هغه په ۲۰۱۸ کې د "نړیوال ترهګر" په ډلبندۍ کې راوستلی او د هر هغه چا لپاره یې د ۵ میلیون ډالرو جایزه ټاکلې وه چې د هغه په اړه معلومات ورکړي.
په هغه ویډیو کې چې د یکشنبې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې، په عربي ټاپووزمه کې د القاعدې یوه چارواکي ابو خبیب السوداني یو بیان ولوست چې د باطرفي د مړینې د لاملونو په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.
السوداني همداشان اعلان وکړ چې د القاعدې شبکې د شورا غونډې سعد بن عاطف العولقي د دغې ډلې د نوي مشر په توګه ټاکلی دی.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو په تېر جولای کې په یوه راپور کې وویل چې باطرفي او العولقي د "ډلې دوه متضادې څانګې" رهبري کوي، په داسې حال کې چې العولقي د ځینو قبایلو له ملاتړه برخمن دی.
باطرفي په ۱۹۹۹ کال کې افغانستان ته سفر کړی او د امریکا په مشرۍ د یرغل پر مهال یې د طالبانو په لیکو کې جګړه کړې ده.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
هغه په ۲۰۱۰ کال کې په عربي ټاپووزمه کې له القاعدې سره یو ځای شو او د امریکايي سرچینو په وینا، د یمن د ابین ولایت د کنټرول لپاره یې د وسله والو مشري وکړه.
د باطرفي په دوره کې، په عربي ټاپووزمه کې د القاعدې د مشر سیف العدل تر نفوذ لاندې و، چې په ۲۰۲۲ کې په افغانستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته د دې شبکې مشر شو.
واشنګټن په عربي ټاپووزمه کې د القاعدې څانګه د دې سازمان ترټولو خطرناکه څانګه ګڼي، ځکه چې په ۲۰۰۹ کې یې د متحده ایالاتو د یوې الوتکې د غورځولو هڅه وکړه.
دغې څانګې په ۲۰۱۵ کال کې په پاریس کې د فرانسوي طنزیه اونیزې چارلي ابدو پر مجلې د خونړي برید پړه پر غاړه اخیستې وه، خو په وروستیو کلونو کې یې بهرني عملیات کم شوي دي.
د القاعدې په اړه د ملګرو ملتونو په وروستي راپور کې راغلي: "په عربي ټاپووزمه کې د سازمان د فعالیت له کمېدو سره سره، دا په یمن کې تر ټولو اغېزناک ترهګریز سازمان دی."
کارپوهانو ویلي چې په عربي ټاپووزمه کې د القاعدې د جنګیالیو د دقیق شمېر څرک لګول ستونزمن کار دی ځکه چې دوی په سیمهییزو قبیلو کې ریښې لري، مګر د دوی شمېر په زرګونو اټکل کېږي.
دوی زیاته کړه داسې انګېرل کېږي چې ډېری لوړ پوړي مشران د یم د مارب ولایت په وادي عبیده سیمه کې دي، په داسې حال کې چې نور یې په ختیځ حضرموت ولایت او په سوېلي شبوا او ابیان کې دي.











