سیف العدل؛ پخوانی مصری کومانډو چې ښايي د القاعده مشر شي، څوک دی؟

سيف العدل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سيف العدل د القاعده شبکې له لومړنیو مشرانو دی

کابل کې د امریکا څارګرو الوتکو برید کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري تر وژل کېدو وروسته داسې ګنګوسې دي چې ګنې ددې شبکې مشري به مصري "سیف العدل" ته - چې القاعده کې اوږده مخینه لري- ورکړل شي.

محمد صلاح الدین زیدان چې په "سیف العدل" مشهور دی، د مصر په المنوفیة کې زیږېدلی، د زیږېدو د نېټې په اړه یې ضد او نقیض خبرونه دي، ځینې وايي چې په ۱۹۶۰ کال زیږېدلی خو نور یې بیا د زوکړې نېټه ۱۹۶۳ کال بولي.

په زلمیتوب کې سیف العدل په "شبین الکوم" کې (فجر الاسلام) جومات ته ورتله، ویل کېږي چې له هماغه ځایه یې سخت دریځۍ ته مخه کړه،‌ بیا وروسته د مصر له (اسلامي جهاد حرکت) سره د یوځای کېدو په اړه یې لاهم ګونګتیا شته.

د تېرې پېړۍ ۸۰مو کلونو کې، سیف العدل د مصر ځانګړو ځواکونو کې د ډګروالۍ رتبې ته ورسېد او په هغو سخت دریځو اسلامي ډلو کې هم فعال و،‌ چې د حسن د پخواني ولسمشر حسني مبارک د واکمنۍ راپرځول یې غوښتل.

د ۱۹۸۷ کال د مې پر ۶مه،‌ د مصر د کورنیو چارو وزیر حسن ابو باشا د وژنې له یوې ناکامې هڅې روغ ووت، چارواکو یې غبرګون کې د نیولو پراخ عملیات پیل کړل او شپږ زره سخت دریځي یې ونیول چې په دوی کې سیف العدل هم و.

دا چې د سیف العدل پر وړاندې کره شواهد نه و، نو د پوځ له لوري خوشی شو.

له مصر ووت او سعودي عربستان ته ولاړ، باور کېږي چې هلته یې له ابن لادن سره وکتل او د افغان جهاد لپاره یې د پیسو راغونډولو کې له هغه سره مرسته وکړه.

بیا سیف العدل افغانستان ته ولاړ او هلته یې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل پر مهال جهاد کې برخه واخیسته.‌

په دې پړاو کې د سیف العدل تجربه پخه شوه، پوځي تکتیکونه یې زدکړل،‌ په دې وخت کې د امریکا متحده ایالتونو له افغان مجاهدینو سره له اوږې د ویشتونکو او الوتکو ضد سلګونه سټینګر توغندیو مرسته وکړه،‌ چې افغانستان کې یې د پخواني شوروي اتحاد پوځیانو کې ماتې ګډه کړه، دا هغه توغندي وو چې امریکا ویتنام کې کارولي وو.

ایران وايي سیف العدل د دوی خاوره کې نشته

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ایران وايي سیف العدل د دوی خاوره کې نشته

سیف العدل جنګالیو ته ددغو توغندیو د ویشتلو تعلیم ورکاوه، او تر ډېره یې هغه روسۍ جنګلي ۲۴ ډوله الوتکې پرې ویشتلې، چې له پاسه یې درنې وسلې کارولی شوای، دې الوتکو په افغان مجاهدینو کې سخته وېره خپره کړې وه، خو د سټینګر په کارولو ددې الوتکو فعالیت هم ناکاره شو.

په ۱۹۹۲ کال د پخواني شوروي اتحاد له ملاتړ برخمن حکومت تر ړنګېدو او پلازمېنې کابل ته د مجاهدینو له ننوتلو وروسته، د وسلو د پخوانیو ملګرو ترمنځ کورنۍ جګړه ونښته، په دې وخت کې بن لادن سودان ته د القاعده د فعالتیونو لېږدولو هوډ وکړ او هلته یې پوځي روزنځایونه جوړ کړل او خپلو غړو ته یې د ودانیو ویجاړولو کې د چاودېدونکو توکو جوړولو تکتیکونه وروښودل.

له سودانه د القاعده فعالیتونه په افریقايي کې پراخېدو شول، سیف العدل په دې وخت کې په سومالیا کې له القاعده سره نوي یوځای شوي جنګیالي روزل.

سیف العدل سومالیا کې جنګیالیو ته داسې تمرینونه ورکول چې څنګه د امریکایانو پر وړاندې ښه وجنګېدلی شي، همدا وو چې په لومړي تمرین کې یې په ۱۹۹۳ کال موګادیشو کې د امریکا بلاک هاک الوتکه وویشته او ۱۸ امریکايي پوځيان پکې ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.

دغو امریکايي پوځیانو د ملګرو ملتونو په یوه ماموریت کې جګړه کوله،‌ ویل کېږي یوه بله الوتکه د یوه تونسي جنګیالي په لاس وغورځول شوه چې سیف العدل روزلی و.

"جهادوال" کمپ

د سیف العدل د نیول کېدو بدل کې د امریکا جایزه

د عکس سرچینه، Greg Mathieson/Mai

د عکس تشریح، د سیف العدل د نیول کېدو بدل کې د امریکا جایزه

که څه هم سیف العدل د القاعده شبکې د بنسټګرو له نسل (د ۱۹۸۸ اګسټ کې یې بنسټ کېښودل شو) څخه نه دی، خو باور کېږي چې د دغې شبکې د سمون، وړتیا ډېرولو او پوځي امکاناتو برابرولو کې مهم رول لوبولی دی.

په پیل کې یې هغو پوځي کمپونو کې جنګیالي روزل چې افغانستان کې یې القاعده شبکې چارې مخته وړلې. په دې کې د (جهادوال) کمپ هم راځي چې تر ډېره یې د جنګیالیو د روزلو سربېره، د تښتولو او برمته کولو چارې هم مخته وړلې.

سیف العدل د القاعده د عملیاتو او هدفونو لپاره د امنیتي معلوماتو راغونډولو یوه برخه هم جوړه کړه چې په دې سره یې عملیاتو کې خپله وړتیا لوړه کړه.

د پوځي وړتیاوو او توان لرلو له کبله سیف العدل په تدریجي ډول د القاعده شبکې د مشرتابه هرم ته وخوت، په ۹۰مه لسیزه کې د امنیتي کومېټې مشري ورکړل شوه، په افریقايي هېوادونو - په تېره سومالیا کې- یې د القاعده د بنسټیزو پروژو مخته بېولو کې مهم رول لوبولی دی.

د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱ برید، چې شاوخوا ۳ زره کسان پکې ووژل شول

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱ برید، چې شاوخوا ۳ زره کسان پکې ووژل شول

په ۱۹۹۰ کال، سیف العدل له اردني ابو مصعب الزرقاوي سره وکتل.‌ الزرقاوي تازه د اردن له زندانه راوتلی و. دی پلازمېنه عمان کې د امریکايي دیپلومات د وژلو په تور نیول شوی و.

د دواړو لیدنه د ابو قتاده الفلسطیني- چې بریتانیا کې مېشت و- په سپارښتنه ترسره شوه. سیف العدل پوه شو چې د ده او زرقاوي ترمنځ ډېر ګډ ټکي او ورته والي شته.

سیف العدل اسامه بن لادن ته قناعت ورکړ چې د الزرقاوي له ډلې سره مالي مرسته وکړي، همدا وو چې د افغانستان لوېدیځ هرات ولایت کې د ایران له پولې سره نژدې یې د جنګیالیو د روزلو کمپ جوړ کړ.

دې کمپ وروسته له هغغه له ایران نه افغانستان او له افغانستان ته ایران ته د افغان جهادینو د تګ -راتګ کې ډېر مهم رول لوبولی، چې پاکستاني حکومت د هغو "افغان عربانو" په نیولو لاس پورې کړ چې پاکستان کې یې فعالیت درلود.

القاعده په ایران کې دوه تمځي ځان ته جوړ کړل، یو یې تهران او بل کې مشهد و، دا تمځي له افغانستانه ایران او له ایرانه د القاعده شبکې د غړو د سفري اسانتیاوو لپاره جوړ شوي وو.

د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر له بریدونو وروسته او پر افغانستان د امریکا تر یرغل مخکې داسې باور کېده چې سیف العدل د همدې پخوانیو اړیکو په مټ ایران ته د القاعده شبکې د غړو په لېږدولو کې بریالی شو.

د خالد شیخ محمد (د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یوولسمې د بریدونو اصلي طراح) د ګواهیو له مخې، بن لادن او په القاعده کې پوځي مسؤل محمد عاطف (ابو حفص المصري) د ۱۹۹۹ کال په اوړي کې د سپتمبر د ۱۱ د بریدونو ترسره کولو توافق وکړه، سیف العدل د ۲۰۰۱ کال په اپرېل میاشت کې پر دې پلان خبر کړل شو.

د سپتمبر د بریدونو په تړاو د امریکا د حکومت د معلوماتو له مخې، سیف العدل د هغو کمو القاعده مشرانو په ډله کې راخي چې د دغه برید په اړه یې له محافظه کارۍ کار اخیست، ځکه چې په وینا یې افغانستان کې د طالبانو واکمني ګواښي.

په ۲۰۰۱ کال پر افغانستان د امریکا تر یرغل پیلېدو وروسته، سیف العدل له افغانستانه ایران ته د القاعده د فعالانو رسولو چارې مخته بېولې او له هغو اړیکو او پټو کورونو یې ګټه اخیسته چې څو کاله مخکې یې تهران او مشهد کې جوړ کړي وو.

کله چې سیف العدل ایران کې د القاعده د یوه بل مشر ابو محمد المصري په ملګرتیا ځای پرځای شو، په افغانستان او پاکستان کې یې د القاعده شبکې له مشرانو سره یوځل بیا اړیکې ونیولې او دواړو هېوادونو ته یې د القاعده جنګیالي استول.

د ویډیو تشریح، ‌د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري ژوند ته لنډه کتنه

پر تهران د امریکا او سعودي تر فشارونو ډېرېدو وروسته، سیف العدل او ابو محمد المصري په ۲۰۰۳ کال د القاعده د فعالیتونو په تور ونیول شول، خو په ۲۰۱۵ کال یې د نیویارک ټایمز د رپوټ له مخې د ایران او القاعده ترمنځ د بندیانو تبادله کې د خوشي کېدو خبر خپور شو.

باور کېږي چې سیف العدل لاهم ایران کې دی او ځینې محدودیتونه پرې لګول شوي دي.

ایران دا نه مني چې ګنې سیف العدل دې د دوی په خاوره کې وي.

د امریکا او بریتانیا استخباراتي ادارو په ۱۹۹۸ کال نایروبي او دارالسلام کې د امریکا سفارتونو کې د هغو خونړیو بریدونو په تړاو د کره مالوماتو ورکولو بدل کې د (لس میلیون ډالرو) ۷٫۵ میلیون پونډو جایزه اعلان کړه چې لږ تر لږه ۲۲۴ کسان پکې ووژل شول.

سیف العدل د القاعده شبکې د فعالو غړو په توګه یادېږي او ویل کېږي د القاعده هغه فعال مشر دی چې د سپتمبر د ۱۱ له بریدونو مخکې پړاو فعالیتونو کې یې رغنده رول درلود او ښايي چې د القاعده مشرتابه وروسپارل شي.