‌د ایمن الظواهري ژوند ته لنډه کتنه

د ویډیو تشریح، ‌د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري ژوند ته لنډه کتنه

وروسته تر هغه چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د سي ای اې په ډرون برید کې کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو اعلان وکړ،‌ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، طالبانو کابل کې ایمن الظواهري ته د پنا ورکولو له واشنګټن سره له لاسلیک کړي هوکړه لیک سرغړونه کړې ده.

د امریکا ولسمشر جو بایډن وویل، ایمن الظواهري د ترهګرۍ ضد عملیاتو په لړ کې وژل شوی دی. ده دا اعلان په یوه تلویزیوني وینا کې وکړ چې له سپینې ماڼۍ په ژوندۍ بڼه خپرېده.

ښاغلي بایډن الظواهري د زرګونو امریکایانو قاتل وباله او ویې ویل چې په وژلو سره یې عدالت تامین شوی دی.