اېف بي ای د افغانستان له خاورې پر امریکا د احتمالي بريد په اړه اندېښنه څرګنده کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا د تحقيقاتو فدرالي ادارې اېف بي ای مشر کریسټوفر رې پر امریکا د افغانستان له خاورې د احتمالي ترهګریز برید په اړه اندېښه ښوولې ده.
نوموړي همدا راز ویلي، له افغانستانه د امريکا له وتلو وروسته په کافي اندازه استخباراتي معلومات نشته.
ښاغلی رې وايي اندېښنه لري چې په امریکا کې ترهګر به په افغانستان کې د ترهګرو سازمانونو له ودې الهام او انګېزه واخلي.
هغه دغه راز وویل چې دې احتمال هم اندېښمن کړی چې القاعده ډله ښايي بیا افغانستان کې یوموټې شي او په وینا یې داعش ډله په افغانستان کې له خرابېدونکې وضعیت ناوړه ګټه اخلي.
کله چې له ښاغلي رې پوښتنه وشوه چې آیا په افغانستان کې د القاعده د مشر ایمن الظواهري حضور هېښ کړ که نه، هغه وویل ناهیلی شوی دی.
کابل کې د القاعده ډلې د مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د امریکايي ګټو او وګړو پرضد د احتمالي تاوتریخوالي خبرداری ورکړ او له امریکايي اتباعو یې وغوښتل چې له احتییاط کار واخلي.
دغه وزارت ویلي معلومات یې ښيي چې د ایمن الظواهري د غچ اخیستلو په موخه د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې ترهګرې ډلې پر امریکايانو او امریکايي ګټو د ځانمرګو، ترهګرو او بمي بریدونو ترڅنګ د برمته نیونې پر طرحو هم کار کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
بل پلو نن جمعه د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان په څو ولایتونو کې د جمعې له لمانځه وروسته یو شمېر خلکو د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د برید او هغه څه پرضد چې مظاهره چیانو د ولسمشر بایډن "دورغ بلل" مظاهرې وکړې
یو اویا کلن ايمن الظواهري چې په خټه مصری او د سترګو جراح و د مړینې خبر تېره سې شنبه دامریکا ولسمشر جوبایډن تایید کړ.
په دې هکله تراوسه هم جزییات نشته چې د امریکا بې پیلوټه الوتکه له کوم لوري نه افغانستان ته دننه شوې وه خو پاکستان ویلي چې د دې الوتکې د برید لپاره د پاکستان خاوره او فضا نه ده کارول شوې.
بلخوا القاعده ډلې تراوسه د کابل په زړه کې د ایمن الظواهري د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
په ورته مهال داسې اټکل کېږي چې سیف العدل ښايي د القاعده ډلې مشرۍ ته احتمالي کاندید وي.
د مصر د پوځ پخواني ډګروال سیف العدل په تېرو څو کلونو کې ایمن الظواهري ته له نژدي کسانو ګڼل کېږي.
ګومان کېږي چې سیف العدل اوس مهال د ځینو محدویتونو لاندې په ایران کې ژوند کوي. نوموړی د القاعده ډلې له بنسټګرو او د اسامه بن لادن د مرستیالانو له ډلې دی او مرموز شخصیت لري.
امریکا د نوموړي په لټون کې ده او د امریکا د تحقیقاتو فدرالي ادارې ایف بي اې هغه چاته چې د سیف العدل د ځای ځاګي په اړه کره معلومات ورکړي د لس میلیونو ډالرو د ورکړې اعلان هم کړی دی.









