امریکا: القاعده ښايي د الظواهري د غچ اخیستو هڅه وکړي

Ayman al-Zawahiri. Photo: June 2011

د عکس سرچینه، AFP

د امریکا حکومت د دوی بې پیلوټه الوتکو لخوا کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري تر وژل کېدو وروسته خپلو اتباعو ته ټينګه سپارښتنه کړې چې بهر د سفر پر مهال د امریکا ضد تاوتریخوالي د احتمال په تړاو هوښیار اوسي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي د القاعده ملاتړي یا نورې اړوندې ترهګرې ډلې ښايي هڅه وکړي د الظواهري د وژنې غچ کې د امریکا ګټې او وګړي هدف وګرځوي.

ایمن الظواهري د یکشنبې سهار وختي کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې برید کې ووژل شو.

هغه پر امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د نهمې بریدونو سازمانولو کې ښکېل و چې نږدې ۳ زره کسان پکې وژل شوي وو.

۷۱ کلن الظواهري چې په خټه مصری او د سترګو جراح و،‌ د امریکا د ځانګړو ځواکونو لخوا په ۲۰۱۱ کال د پاکستان ایبټ‌ اباد کې د القاعده شبکې د بنسټګر او مخکیني مشر اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته،‌ د دې ډلې مشرۍ ته ورسېد.

د هغه وژنه د سې شنبې پر ورځ د امریکا ولسمشر جو بایډن تایید کړه.

ښاغلي بایډن وویل د الظواهري په وژل کېدو سره د سپتمبر د ۱۱مې بریدونو د قربانیانو کورنیو ته یو څه انصاف ترلاسه شو.‌

د امریکا ولسمشر د القاعده شبکې دغه مشر همدا راز د دوه زرم کال اکتوبر کې د یمن عدن بندر ته څېرمه د امریکا پر "یو اېس اېس کول ناوال" جنګي بېړۍ او تر هغې دوه کاله وروړاندې، ۱۹۹۸ کال کینیا او تانزانیا کې د امریکا پر سفارتونو بریدونو کې هم ښکېل وباله.

پر "یو اېس اېس کول ناوال" جنګي بېړۍ برید د امریکا ۱۷ سمندري ځواکونه او پر سفارتونو بریدونو کې ۲۲۳ کسان وژل شوي وو.‌

د امریکا بهرنیو چارو وزارت اوس یوه اعلامیه کې ویلي د دوی پر باور د الظواهري تر وژل کېدو وروسته د امریکا ضد تاوتریخوالي احتمال خورا ډېر شوی دی.

Ayman Al Zawahiri

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ایمن الظواهري د القاعده مشهور مشر او طراح بلل کېده.

دا اعلامیه وايي "اوسني مالومات ښيي چې ترهګرې ډلې د نړۍ لروبر بېلابېلو سیمو کې پر امریکايي ګټو د ترهګریزو بریدونو پلانولو ته دوام ورکوي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دې اعلامیه کې زیاته شوې چې "دغو بریدونو کې ښايي د ځانمرګو عملیاتو،‌ ترورونو،‌ تښتونو،‌ برمته نیونو او بم اېښودونو په ګډون بېلابېل تکتیکونه شامل وي."

په دغه خبرداري کې ویل شوي امریکايي وګړو ته کلکه سپارښتنه کېږي چې بهر د سفر پر مهال اګاه او په لوړه کچه محتاط اوسي.‌